مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني پښتوشرح قدوري۱۹سبق :

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
سرچینه : فضل الغني پښتو شرح قدوري
دهراندام دپريمينځلوپه وخت کي خاص دعاوي : په غنيه کي راغلي دي(۱)په شروع داوداسه کي به دغه دعاوايي« بسم الله الرحمن الرحيم.الحمد للهِ الَّذیْ جَعَلَ الْمَاءَ طَهُوْرًا» ـ (۲)کله چي اودس کونکی په خوله اوبه رغړوي ،مضمضه کوي نودادعابه وايي« .اللَّهم اَسْقِنیْ مِنْ حَوْضِ نَبِیِّکَ کَأْسًا لَا أَظْمَأُبِهِ اَبَدًاـ» اودځينوپه نزددي دغه دعاوايي ـ« اللهم اَعِنِّیْ عَلَی ذِکْرِکَ وَشُکْرِکَ وَتِلَاوَةِ کِتَابِکَ (۳)کله چي په پزه اوبه رغړه وي نودادعادي وايي« .اَللَّهُمَّ لَاتَحْرِمْنِیْ مِن رَائِحَةِ نِعَمِکَ وَجِنَانِک »ـ اودځينوعلماووپه نزددي دادعاوايي «اللهم.اَرِحْنِی رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَارْزُقْنِی مِنْ نَعِیْمِها وَلَاتُرِحْنِیْ رائِحَةَ النَّارِ (۴)اوپه وخت کي دپرې مينځلودمخ دي دادعاوايي« اللهم بَیِّضْ وَجْهِیْ یَوْمَ تَبْیَضُّ وُجُوْهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوْهٌ »ـ اودبعض علماووپه نزددي دادعاوايي« اللهم بَیِّضْ وجهی بِنُوْرک یَوْمَ تُبَیِّضَ وُجُوْهًا وَتُسَوِّدَوُجُوْهًا» او دبعضوپه نزددي دادعاوايي«اَللَّهُمَّ بَيِّضْ وَجْهِيْ بِنُوْرِکَ يَوْمَ تُبَيِّضُ وُجُوْهَ اَوْلِيَائِکَ وَلَاتُسَوِّدْ وَجْهِيْ بِذُنُوْبِيْ يَوْمَ تُسَوِّدُوُجُوْهَ اَعْدَائِکَ» (۵) کله چي راسته لاس پرېمينځي نوداعابه وايي«اَللَّهُمَّ أَعْطِنِيْ کِتَابِيْ بِیَمِيْنِيْ وَحَاسِبْنيْ حِسابًايَسِيْرًا» (۶) اوکله چي چپ لاس وينځي نودي دادعاوايي«اَللَّهَمَّ لَاتُعْطِنِيْ کِتَابِيْ بِشِماَلِيْ وَلَامِنْ وَرَاءظَهْرِيْ» (۷) اوکله چي پرسرباندي مسحه کوي نودادعادي وايي«اللهم حَرِّمْ شَعَرِيْ وَبَشَريْ عَلَي النَّارِوَاَظِلَّنِيْ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِکَ يَوْمَ لَاظِلَّ اِلَّاظِلَّکَ»اودبعضوپه نزددي دادعاوايي«اَللَّهُمَّ غَشِّنِيْ بِرَحْمَتِکَ وَاَنْزِلْ عَلَيَّ مِنْ بَرَ کَاتِکَ» (۸)اوپه وخت کي دمسحي دغوږوبه دادعاوايي،«اَللَّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ الَّذِيْنَ يَسْتَمِعُوْنَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهُ» (۹)اودپښودوينځلوپه وخت کي به دادعاوايي «اَللَّهُمَّ ثَبِّتْ قَدَمَيَّ عَلَي الصِّرَاطِ يَوْمَ تَزِلُّ الْاَقْدَامُ»اودبعضي علماووپه قول به دغه دعادراسته پښې دوينځلوپه وخت کي ويله کېږي اودچپه پښې دپرېمينځلوپه وخت کي به دادعاوايي«اَلَّلهم اجعَلْ لِیْ سَعْیًا مَشکورًا وذَنْبًا مغفورًا وعَملاً مقبولًا وتِجَارَةً لَنْ تَبٌوْرَ :انتهی مافی الغنیةـ اوپه بنايه شرح هدايه کي يي په نقل سره له شرح دطحاوي څخه داسي ذکر کړي دي چي دمضمضې په وخت کي دي دادعاوايي«اللهم اعنی علی تلاوة القران وذکرک وشکرک وحسن عبادتک»اوداستنشاق په وخت کي دي دادعاوايي «اللهم ارِحْنی رائحة الجنَّةِ »اودمخ دپريوللوپه وخت کي دي دادعاوايي« اللَّهم بَیِّض وَجْهِی یوم تَبْیَضُّ الخ»اودراسته لاس دپريوللوپه وخت کي دي دادعاوايي« اللَّهم اَعطِنِیْ کتابِیْ الخ »اودچپ لاس دپريوللوپه وخت کي دي دادعاوايي«اللَّهم لا تُعطِنی الخ »اودغوږودمسح په وخت کي دي دادعاوايي« اللهم اجعَلْنی من الذین الخ»اودغاړي دمسح په وخت کي دي دادعاوايي« اللهم اعتق رقبتی من النار »اودپښودوينځلوپه وخت کي دي دادعاوايي« اللهم ثبت قدمی الخ »انتهی «تنبيه»پوسه چي دفقهي اودحديثوپه ځيني کتابوکي داخبره ددغودعاګانوپه باره کي سويي ده چي دغه دعاګاني په صحيحو روايتوسره ندي ثابتي،نودغه خبره بايدتاله دغودعاګانومحروم نکړي ځکه چي اول خودغه دعاګاني له سلفوصالحينورانقل سويې دي اوبل رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي مارءاه المسلمون حسنا فهوعندالله حسن» نودغه دعاوي په عموم ددغه حديث ثابتي دي اوبل دعاپه الهام سره هم لکه میان فقيرالله صاحب چي په قطب الارشادکي ويلي دي سره له قوي دلائلو،ثابتېږي،اوبل دغه دعاوي دمعني په اعتبارډېرعظيمي اوله مذکوروځايوسره بيخي موافقي دي اوله هيڅ کلي اصل سره دشريعت مخالفت نلري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery