مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

د رمضان مبارک اړوند منظم درسونه ۱ :

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
سم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد !‌‌ زمامحترمومسلمانووروڼودرمضان دمقدسی میاستی درارسیدوپه وجه می درمضان لړۍ ستاسی ددینی منافعو په وجه پیل کړه هیله ده چی هره برخه یې په ډیر دقت سره ګورۍ اوفائده ورڅخه اخلی ان شاءالله ډیر بې مثاله معلوماتونه به ورڅخه ترلاسه کوۍ اوس په دغه لومړۍ برخه کښ په دې اړه معلومات درکوم چی مسلمانان بایدپه څه ډول درمضان دمبارکی میاشتی استقبال وکړی، محترمومسلمانانو وروڼوهرمسلمان چی دغه یوڅواموردرمضان دمبارکی میاشتی درارسیدوپه خاطرعملی کړی نودغه مسلمان په ډیره نیکه توګه درمضان دمبارکی میاشتی استقبال وکړاوهرمسلمان ته پکار دۍ چي په همدغه ډول درمضان دمبارکی میاشتی استقبال بدرګه کړی‌،‌ اول: هرمسلمان بایددرمضان مبارک تررارسیدلوله مخه لاداخلاص توبه وکاږی اوپه خپلوهغوتقصیراتوکښي چی دالله جل جلاله په بندګی کښي ورڅخه صادرسویوی تدبراوتأمل وکړی اوباندی پښيمانه سی اوله الله جل جلاله څخه مغفرت وغواړی اوداټینګ عزم اوقصدوکړی چی آینده به دغه تقصیرات نه تکراروم ترڅوچی له رمضان مبارک سره په داسی حال کښي مصادف سی چی له ګناووڅخه پاک سویوی ځکه تائب له ګناه څخه دهغه چاپه ډول دۍ چی بیخی يې هیڅ ګناه نه وکړی لکه چی داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی‌:‌ « التَّائِب من الذنب ِکَمن لاذنبَ لَه ‌ » دوهم: هرمسلمان بایددرمضان مبارک ترراتلوله مخه لاوخپلوعادی حالاتوته تغیرورکړی اوپه تلاوت اوپه ذکراواستغفاراوداسی نورووتعبدی کاروزورولګوی ددې لپاره چی درمضان مبارک له رارسیدوسره سم له عباداتو،قرباتواوطاعاتوسره یې عادت نیولۍوی، دریم: درمضان مبارک درارسیدوله مخه لابایدحتی الامکان تقسیم الاوقات وکړی چی په دې وخت کښي به طاعت کوم اوپه فلان وخت کښي به ذکرتسبیحات وغیره کوم اوپه فلان وخت کښي به خپلی دنیوی عادی چاری ترسره کوم اوپه فلان وخت کښی به استراحت کوم وهکذا ،‌ څلورم: هرمسلمان بایددرمضان دمبارکی میاشتی وراتګ ته داسی شوق،مینه اوخوشحالی اوتنده ښکاره کړی لکه یوډیرسخت تږۍ یاسخت وږۍ انسان چی يې واُوبواویاډوډۍ ته ښکاره کوی ،‌ پنځم: هرمسلمان نراوښځه درمضان تررارسیدو ړومبَی لاوالله پاک ته ددې سوالونه احتیاجونه اودعاګانی دزړه په حضوراوپه ډیره عاجزی سره کوی چی الله جل جلاله یې درمضان دمبارکی میاشتی له برکاتواوفيوضاتوڅخه محروم نکړی اودطاعت اوعبادت توفیق ورکړی اوپه دغه میاشت کښی یې الله جل جلاله له تقصیراتواوغیرشرعی حرکاتوڅخه وساتی اودصحیح اوسالمی روژې نیولوتوان ورکړی دغه پنځه امور چی مسلمان له مخه ترراسیدودرمضان په عمل کښي راولی نوبیشکه ده په اعلی درجه سره درمضان مبارک استقبال بدرګه کړ والسلام ومن الله التوفیق ،
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery