مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایراني اخوندانو ته حوري ورتمامي شوي‏

بخت الرحمن بخت

په عراق با ندي له امریکایی یر غل څخه سمد ستي ورورسته دغه هیواد کي د عراق شعیه ګانو د سني مذهبه مسلمانانو په وهلو او ځپلو لاس پوري کړ دسني مذ هبه مسلمانانو په وړاندي یی د امریکا یانو او ایراني اخوندانو په مرسته له هر ډول حربو څخه کار واخیست.
ځیني یی د عراق د پخواني حکومت د مشرانوپه نامه سره زندانو ته واچول نوریی بیا له القاعدی او نورو اسلامي جهادي ګوندونو سره د لاس لرو په تور ووهل عراقي دښتی یی په مړو ډ کي کړي زندانونوکي یی له زندا نیانو سره هغه د بشر ضد فاجعی وکړي چي قلم یی لیکلي نشي او ژبه یی بیا په بیانولو باندي شرمیږي.
په عراق کي د امریکي او ایراني اخوندانو په مرسته عراقي حکومت د سنیانو په مقابل کي هغه غیر انساني او غیر شرعي کړني او عملونه وکړو چي دغه ولس یی دي ته مجبور کړ چي په وړاندي یی په روا بغاوت لاس پوري کړ د ظالم د ظلم او بربریت په مقابل کي نور چوپه خوله او لاس تړلی پاتي نشي.
د عراق سني ولس دعراقي حکومت او دهغو دملګرو امریکا او ایران په خلاف هغه مقابله او مبارزه وکړه چي نړۍ ورته غاښ په لاس شوه.
دعراق مرتد حکومت او ملګري چي کله په دي پوه شول چي نور دغه میړنی ولس دتوپک او توپ په خوله نشو کراره ولي نو یی جنګ ته طایفي او مذهبي رنګ ورکړ.
دایراني اخوندانو په مرسته یی د عراق شعیه مذهبه خلګو ته دا تاثر ورکړ چي عراقي سنیان زمونږ سره مذهبي دښمنی لري او له مونږ سره دمذهب پر بنیاد جګړه مخته بیا یی.
یو ځلي یی بیا د عراقي سنیا نو او د امریکي د یرغل په وړاندي د ازادي دننګیالیانو په وړاندي شیعیه ولس مسله کړ هغو ته یی دا انګیزه ورکړه چي په عراق کي د امریکا په وړاندي جنګیالي اصل کي له امریکا سره نه بلکه له شیعیه مذهب سره په جنګ اخته دي او د دوي په مقابل کي دشیعیه ځوانانو لخوا جنګ کول او دجنګ میدان ته دانګل فرض جهاد او له خپلي عقیدي څخه دفاع ده
 ایراني اخوندانو نه یواځي عراقي شیعیه ګان بلکه دنوري نړۍ شیعیه ځوانانو ته هم بلنه ورکړه چي دغه جنګ کي ورسره برخه واخلي ایراني اخوندانو عراق کي د شعیه او سني په نامه سره دفساد تخمونه وشندل چي دغه فساد بیا یواځي تر عراق پوري محدود پاتي نشو بلکه ریښی یی تر سوریه او یمن پوري هم ورسیدي.
شیعیه ځوا نانو ته د سني مسلمانو په وړاندي د جنګیدو لپاره د مذهبي انګیزي او جنګي مورال ورکولو په اړه ایرانی اخوندانو د عراقي شیعیه ملایانو په ګډه شیعیه جګړه مارانو ته په دي دنیا کي د جنت زیري ورکا وه هر ځوان چي به د جنګ میدان ته روانیدي د کاغز په یو وړوکي ټوټه باندي به ورته دجنت زیری او دحورو مبارکي ورکول کیده او دغه د کاغز ټوټه به له هر جګړه مار سره د مرګ تر وخته ورسره وه
 چي حتی ځینو جبهاتو کي ورته د وړوکي کتابچي په ډول رسمي ویزي وکولي ورباندي به لیکلي وه (التاشیرة الی الجنة)، دغه ویزه به هر شیعیه جنګیالي په خپل جیب کی ورسره ګرځوله چي کله به د جنګ په میدان کي ووژل شو نو به یی پوره یقین وو چی ددغي ویزي په توسط به جنت ته ځي او هلته به ورته ښائستي حوري په نکاح کیږي.
څرنګه چی ایراني اخوندان او دعراق حکومت په نیت کي چپ وو ایران د خپلو سیاسي ګټو دپاره په عراق کي د امریکا یی یرغل په وړاندي د ازادي مبارزي ته مذهبي رنګ ورکړ عراق کی یی د شیعیه او سني ولس تر منځ د دښمني تعصب او بدبیني تخم تر دي کچه پوري وشندی چی اوس یو دبل ویني څښي او یو دبل پر غاړو باندي چړي تیره وي.
نو ځکه ورته د جنت ویزو او د حورو مبارکیو کار ونکړ هیواد کي خال خال ډزی ورته په جبهه يي جګړو بدلي شوي په وړاندي يي د عراق دولس عکس العمل دیو غضب په شکل کي را پورته شو، ولایتونو او پراخي سیمي یی ځیني ونیولي له یوه پلوه یی ورته چړي تیري کړي چي په مخه ورځي هغه حلالوي.
کله چي د ایرا ني اخوندانو له لوري د حورو دعوو او دجنت د ویزو ورکړي فائده ونکړه جګړه مارانو یی ویزي په غاړه د جنګ له میدان تیښته غوره کړه نویی خپله پالیسي او مذهبي سیا ست کي له سره غور وکړ چي څرنګه وکولای شو دعراقي سنیانو د ولسي غضب په وړاندي شیعیه ځوا نانو ته جنګي انګیزه او مورال ورکړو، نویی دجنت ویزي د ودو په کارډونو او دجنت حوري یی ددي دینا په ناویانو بدلي کړي.
ایراني اخوندان او عراقي حکومت اوس شیعیه ځوانانو ته ودونه ورکوي هر هغه ځوان چي غواړي د عراق د سني ولسي غضب په وړاندي جنګ ته تیاري وښیی ورته واده ورکوي، د واده په څنګ کي د (غرفة النوم) دخوب دخوني ټول وسائل او همدارنګه د اشپږخاني لوازم دیو ییخچال په شمول د واده پروخت ورکوي.
د واده پروخت قومي او ملي نغمي ویل کیږي د جنګ او جګړي د هڅولو او ځوانانو ته د جګړو دمورال ورکولو لپاره خاصي تراني ویل کیږي، ناوي او زوم دواړو عسکری جامي اغوستي وي، زوم له ناوي سره په داسي حال کي سټیج یا چپوتره باندي دریږي چي دګلانو پر ځای یی کلاشنګوف او چانټه په لاس کي وي.
ناوي هم په فوځي جامو باندي پټه وي صرف سر باندي یی یو وړوکي سپین پړونی پروت وي.
خو زه ایراني اخوندان دغه نوي سیاست کي هم نا کا مه بولم فکر نکوم هغه ځوان چی د اس د مهار پر ځاي دي دپیغلی مهار په لاس کی ورکول کیږی او دجنګ دمورچل په څای دی ورته دخوب خونه اراسته کیږي د پتکي د ګرمو اوبو پر ځای دی ورته یخچال یخي اوبه ورکول کیږي بیا دجنګ نوم هم واخلي، ایراني اخوندان دي خپل نیتونه بدل کړو تر څو چی یی دسیي د سیاستونو په اړه خپل نیتونه نه وي بدل کړي سیاستونه که هرڅومره بدل کړي ورته فائده نه لري چي هرکله یی نیتونه بدل شوو بیا دوي ته ضرورت نشته چي جنګیالانو ته دحورو مبارکي ورکړي بلکه جنګیالان به خپله مخکي له دی چي دجنګ میدان ته ځي حوري په سترګو ویني او خپلو ځانونو ته به خپله دحورو مبارکي ورکوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery