مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جګړه ییز ماموریت - دامریکا دځانګړي استازي سره مرکه

ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : ډيولټ ورځپانه

 

 

 

 



» موږ مجبور یو په افغانستان کې د شویو پرمختګونو خوندي ساتنه وکړ »

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې متحدو ایالاتو ځانګړي استازی ډانیل فلیدمن سره د المان د ډيولټ ورځپاڼې او ویبپانې دبهرنیو چارو خبریال ډانیل دیلان بوه میر  مرکه

د طالبانو چټکو او شدیدو بریدونو تمه کیده. اما موږ باید د طالبانو پوځې بریدونو څخه ورسته د لویدیځ  پوځونو د وتلو پلان ته له سره کتنه وکړو. د افغانستان لپاره دامریکې متحدو ایالاتو ځانګړي استازی ډانیل فلیدمن وویل :
افغانستان کې له څه باندې دیارلسو کالونو راهیسې د نړیوال ایتلاف ځواکونه په جګړه کې بوخت دي او هممهاله ورسره هڅه کیږي، د هندوکوښ په لمنو کې یوه دهضمولو فعاله ولسواکي او یو ژوندی پاتي کیدونکې ښه اقتصاد ورغوول شي .
سره د دې چې طالبان د جګړې په ډګرونو کې نه وو مات شوي، د ناټو په مشري د ایساف ماموریت د تیر کال په پای کې پای ته ورسید. او ډیر بهرني پوځونه له افغانستانه ووتل .
طالبانو په تیرو څو اونیو کې د افغان وسله وال پوځ په وړاندې شدیداو درانه  بریدونه پيل کړل . په افغانستان کې پاتي شويو نړیوال وسله وال پوځونه مجبور شول، چې د افغان سرتیرو سره مرسته وکړي. تر څو د طالبانو بریدونه شندکړل شي. داخبره هم د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازی ډانیل فلیدمن وکړه. دی زیاتوي، دې پورې اړه لري، چې څنګه او په څه ډول د هندوکوښ څخه د پوځونو د وتلو لړي په مخ بیول کیږي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه : ښاغلي سفیر فلیدمن، آیا دا خبره سمه ده، له کله نه چې د ایساف نړیوال ماموریت پای ته رسیدلي او په منځي ختیځ کې نوي کړکیچ په راولاړیدو دی، داسي ښکاري افغانستان نور تاسو ته لږ  اهمیت لري ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب : طبیعی ده چې دا خبره سمه نه ده، افغانستان زموږ د ستراتیژیکو موخو لپاره او د نړی امنیت او ثبات لپاره بې حده ځښت ډیر مهم دی. زموږ او تاسو هیوادونو ځښت ډیر مالي مصارف د دغې سیمې د ثبات او امنیت لپاره لګولي دي. زموږ ډیرو سرتیرو خپل ژوند دلته قرباني کړي دی. موږ ځښت ډیر فوق العا ده پرمختګونه د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا  لوړول، ښوالي او د ټولنیزو چارو د بیا رغونې په برخه کې ترلاسه کړي دي .
اجازه نشته، چې دا شوي پرمختګونه لمنځه  ولاړل شي. له همدې امله موږ باید په افغانستان کې دخیل او  فعال واوسو. په دغه بهیر کې زموږ سره د المان هیواد مهم رول لوبوي او همداشان المان دافغانستان د راتلونکې برخلیک په اړه، د امنیت، ثبات او پرمختګ په لاره کې کلیدي رول لوبوي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه : همداوس خو داسي مالومیږ ي، د هغو سیمو مسوولیت چې المان په غاړه درلود، په هغه سیموکې امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول ډیر خراب شوي دی. په کندز کې طالبان په دې وتوانیدل، چې  اټکل ۳۰۰۰ سرتیرې د جګړي ډګرته ولیږي، دوی د کندز ولایت مرکز او دکندز ښار شاوخواسیمو ته ځانونه  ورسول .
د ډانیل فلیدمن ځواب : موږ تل په دې باور وو،چې سږ کال به یو ډیر ستونزمن کال وي، طالبان ډیر دلیلونه  لري، چې دوی ولې اوس د ملي یووالي حکومت او د افغان ځواکونو وړتیا په داسي یو تازک حالت کې  ازمویي، چې دوی تازه د ایساف ځواکونو څخه د امنیتي وضعیت مسوولیت ترلاسه کړي دی .
افغان وسله وال ځواکونو تر اوسه د طالبانو ټول وسله وال بریدونه په شاتمبوالي دي. طالبان نشي کولي د بې ساري پرمختګونو اسانتیاووې او سهولتونه مخه کوم،چې موږ د افغانانو د ژوندانه په چاروکې مثبت بدلون رامنځته کړي، ونیسي .
د ۲۰۰۱ کال څخه د مخه کله، چې د نړیوالو ځواکونه افغانستان ته ننوتل، یو میلیون د ښوونځي ماشومان شتون درلود.دا زده کونکي ټول هلکان وو. نن د اتوو نه تر نهه میلیونو ماشومان ښوونځي ته ځې، په دغه شمیر ه کې ۴۰ سلنه زده کونکي نجلي دي . په اوسط ډول د ښځو د ژوندانه په چارو،هیلواو اړتیاوو کې شل سلنه زیاتوالی راغلي دی. یواځې په دې نوي حکومت کې څلور ښځینه وزیري شتون لر ي او موږ د هیواد په پرمختګ کې او بنسټیزو چارو کې تر ډیره حده پوري ښوالي راوستي دی. په دې ورستیو دیارلسو کالونو کې دومره کیلومتره سړکونه ورغول شول،چې د ۲۰۰۱ کال څخه مخکې د افغانستان په تاریخ کې نه وه رغول شوي. نن۰ ۷ سلنه افغان وګړي ګرځنده ټیلفون په لاس کې لري او د ډلیزو رسنیو یو ژوندي چاپیریال رامنځ ته شوي دی. د دې ټولو شیانو ساتنه باید موږ وکړو .تر څو افغان دولت د دې جوګه شي، چې په یواځيتوب سره د دغو شیانو ساتنه او دفاع وکړاې شي، نړیواله ټولنه به له افغانستان سره په دغه لارکې یو کلیدي رول لوبوي.

د ډيولټ خبریال پوښتنه : د امریکایي خبري رسنیوپه حواله د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه د افغانستان دبیا رغوني  لپاره دافغان وسله وال پوځ په شمیر ه کې د افغان سرتیرو تېښته او د درانه تلفاتو له امله د افغان سرتیرو شمیر خپل ورستي کچه ته راټیټ شوی دی. آیا په ریښتیا د افغان وسله وال پوځ د دې جوګه دی، دا جګړه یواځې  رهبري کړي او خپل مسوولیت پرمخ بوځې؟

د ډانیل فلیدمن ځواب : د نړیوالو ځواکونو د وتل څخه ورسته پوځې پوښښ یو جدي پرابلم دی،په دې اړه کار روان دي. د افغان وسله وال ځواک د تلفاتو شمیرې ته په کتو سره، څنګه چې اوس جګړو د دوی تر قوماندې او  مشري لاندې ترسره کیږي، دغه حالت له ګواښ سره مخامخ شوي دی . 

 دقیقاً له همدې امله د افغانستان نړیوال ملګري مجبور دي، د هندوکوښ په لمنو کې پاتي کیدونکې پوځونه  افغان سرتیروته په خپلو محاربوي چارو کې ښوونه، روزنه او سلا مشورې ورکړي. همدغه غوښتنه ولسمشر غني د مارچ په میاشت کې له واشنګټن څخه د رسمې لیدني پرمهال وکړه، له همدې امله ولسمشر اوباما د وتلو په پلان کې د انعطاف پزیري غوښتنه ومنله.. اصلاً په اول کې پلان داسي وو،د دې کال تر پایه په افغانستان کې د ۹۸۰۰ سرتیرو څخه۵۵۰۰ پاتي شوي واې . اوس باید دغه شمیر سرتیري د طالبانو د اوړی عملیاتو تر پایه د اوکتوبر یا نوامبر میاشتي تر پایه باید دلته پاتي او وساتل کیږي. زموږ د پلان سره سم تر ۲۰۱۷ کال پوري د امریکې متحدو ایالاتو پوځي حضور په افغانستان کې ورو ورو بدلیږي او خپل ماموریت یو امنیتي مرسته کوونکې ماموریت ته را تیټوي. دا ماموریت به په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا رهبري کیږي .د دې ماموریت په وجهه به زموږ دا سفارت د امریکې متحدو ایالاتو د نور سفارتونو په پرتله جوت توپیر ولري. اوس  خبره دا سی ده، چې د افغان وسله وال ځواکونو سره باید مرسته وشي، تر څو دوی د طالبانو د اوړي  عملیاتو په وړاندې په بریالیتوب سره دفاع وکړي، کله چې د اوړي جګړې موسم تیر شي .موږ به د افغانستان حالات بیا له سره تحلیل او تجزیه کوو. اړتیاووې به وپیژندل شي او په دې اړه به فکر وکړو، چې په څه ډول د ۲۰۱۶ کال څخه ورسته د خپلو پوځونو وتلل کړندې کړو او د وتلو څخه ورسته به څه ډول چلند کیږي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه :دا په دې مانا ده،چې د وتلو پلان به بیا له سره اصلاح کیږي او بدلون به په کې راوستل کیږي ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب: دا به موږ وګورو، لکه څنګه چې وویل شول، موږ  بایدد پلان له مخي خپل پوځې حضور کچي راټیټولو ته ورسیږو او ورسره په کابل د امریکې په سفارت کې د پوځې همکاریو یو دفتر به پرانیستل شي. دا باید هم ووایم، چې د موضوع څیړنه او د دې بهیر په اړه  ورستي پریکړه لانه ده شوي .
 موږ دې ته هم ګور، چې زموږ نور ملګري هیوادونه په افغانستان کې څه ډول مرسته کولي شي.
په دې ډله کې یو د المان هیواد راځې، نوموړي هیواد د افغانستان په امنیت، ثبات او ټولنیز پرمختګ کې ځښت ډیر کار کړي دی .

د ډيولټ خبریال پوښتنه : المان باید خپلي مرستي او همکاري په افغانستان کې بیا له سره تقویه کړي. ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب : موږ په افغانستان کې د دالمان ټکان نه خوړونکي ملګرتوب ته په درنه سترګه ګورو، د موږ د پوهې او اټکلونو سره سم د المان فدرالي جمهوریت حکومت همداسي لکه موږ په افغانستان کې   کومک او همکاري ته تیار دی. هیلمن یو د وتلو پلان په پلې کولو کې المان له هم ځانه انعطاف پزیري وښایې. په المان کې چارواکې هم غواړي، د ۲۰۱۶ کال څخه ورسته په پلانونو باندې له سره فکر وکړي. مهمه نه ده چې سیاسي،پوځې حالات په څه ډول کومې خواته دورمي او وده کوي، زه د المان له فدرالي حکومت څخه مننه کوم

د ډيولټ خبریال پوښتنه : آیا دا سمه ده، چې یو څه دهیله کیدونکې لوري ته ورخوځیږي، هغه څه د طالبانو سره د سولې خبرې اترې دي ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب : ښاغلي ولسمشر غني په خورا هوښیاري سره هڅه کوي، د مقاومت کوونکو سره د سولې خبرې اترې او پخلاینه د افغانستان څخه د افغانانو په مشري تر سره شي .ولسمشر د خپلي لوړې په مراسمو کې د دې ډول خبرو اترو غوښتنه وکړه او ده په دې برخه کې له خپل ګاوندي هیواد پاکستان څخه د مرستي غوښتنه هم وکړه.
اما ورستي خبره طالبانو پوري اړه لري، آیا دوی به د خبرو اترو میز ته کیني، په هر حال کې موږ د دې ډول خبرو اترو پلوي کوو. دسولې او پخلاینې بهیر باید د افغانانو په مشري کې تر سره شي .د خبرو اترو بهیر باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یو ګډ راتلونکي په اړه او  په یو ګډ حکومت کې سلا مشورې او جوړجاړی ته سره رسیدل دي. د امریکا متحده ایالات له دریو کالونو څخه د طالبانو سره مخامخ او رسمې خبرې اترې نه دي کړي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه : طالبانو خو په تیر وختونو کې د افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړي دي .
د ډانیل فلیدمن ځواب : هر ډول چې وو، له دې حالات سره تیر حکومت مخامخ وو،د نوي افغان مشرتابه سره باید بل ډول چلند وشي. موږ فکر کوو، چې لږ تر لږه د طالبان ترمنځ یوبحث داسي روان دی، چې د سولې خبرې اترې باید پیل شي. په دې اړه ځینې مثبتي اعلامې هم شته، زه نه غواړم په دې اړه او هم په دې ورستیو کې په قطر کې د نارسمې خبرواترو په اړه، له ځانه نور تفسیر ورډیر کړم. چیرې چې د طالبانو استازي د افغانستان د سولې عالې شورا له جګپوړو چارواکو سره د سیاسي شخصي افرادو په څیر په خبرواترو کې برخه اخیستلي ده. ښایې داسي ناستي د رسمې خبرواترو لپاره ښه چپریال برابرکړي. اما له دې امله تراوسه په امنیتي وضعیت او حالاتو کې د ښه والي څرک نه دی راڅرګند شوي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه : کیدای شي د ایران سره په اټومې شخړه کې د یو جوړ جاړي څخه ورسته د افغانستان د سولې شرایط نوره ښه شي ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب : تر اوسه هیڅ څوک نه پوهیږي،چې په ریښتیا سره به د اټومي کړکیچ په اړه یو تړون رامنځته شي او که نه. په دې برخه کې لا ځښت ډیر کار پاتي دی. اما پرته له دې د امریکې متحده ایالات او ایران په افغانستان کې ځینې نورې ګډي ګټې او لیوالتیاووې لري ،لکه د مخدره توکو کښت او د مخدره توکو قاچاق په ضدګډه مبارزه، د افغان کډوالو حالت،او د سیمې د ثبات د ښه والي په اړه .
ایران لکه د امریکا متحده ایالاتو په شان د ډیپلوماټیکو ځانګړ و استازو او د نړیوال کڼتک ګروپ دغړو  هیوادو غړي هیواد دي .دغه ځانګړي کاري ډله د المان هیواد په نوښت رامنځته شوي اوتر اوسه د المان هیواد یې مشري کوي .

د ډيولټ خبریال پوښتنه :داسي نښې نشانې شته، چې د داعش اسلامې ترهګره ډله په افغانستان او پاکستان کې په فعالیت پیل کړي دی او په جلب جذب باندې بوخته ده .دا په دې مانا ده چې بیا په هندوکوښ کې نوې ګواښ رامنځ ته کیږي ؟
د ډانیل فلیدمن ځواب : موږ لکه افغانان او پاکستانیان په ډیر دقت سره حالات څارو. سمدلاسه موږ هڅه کوو، چې ډیر مالومات راټول کړو.تر څو موږ یو دقیق سنجش وشو کړي .تر اوسه نه ده مالومه، چې آیا د داعش سره د ځینو اورپکو پیوستون په ریښتنې ټوګه یو ستراتیژیک نوي بدلون دی او یا دغه جنګیالي یواځې د موقع څخه  په ګټه اخیستلو سره ارتجاعي زیګنالونه لیږي .

پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery