مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وا وا دحکومت د فساد پر ضد مبارزه !

سردار محمد همدرد
/
هغه بله ورځ مې يو خبر کاته، چې د غزني ولايت د پوهنتون دوه تنه استادان د فساد په تور ونيول سول، ډېره راته جالبه مالومه سوه، د ملي وحدت حکومته! تاسو به  هغه متل اورېدلی وي چې: ((د خره د زوره نه و په پالانه يې راکش کړ.))
زموږ لوی ارمان هم دا دی چې د خاينو او غلو سره بايد حساب وسي، فاسد چارواکي بايد محکمه سي.
څو ورځې وړاندې هلمند ولايت ته د اداري فساد د پلټنې په موخه يو پلاوی راغلی و، چې د پارلمان بېلابېل وکيلان پکې و، دا خو دلته رواج سوې ده چې هېشه پلاوی راځي او دولتي چارواکي يې له ځان سره پټ ساتي، يوازې د ولايت په مېلستون او د چارواکو  سره په کباب او غوړو بنډارونو باندې وخت تېر کړي، وروسته ورته ښه تحفې ورکړي او بيا دا هم وايي: ((ولا ډېر ښه کار سوی و، هيڅ ستونزه نه وه)).
چې رښتيا سي دغه شان خبرې مې ډېر ځوروي چې د يو خاين پر فساد پرده اچوي او بيا په رسنيو کې هم هغه ته انعکاس ورکوي.
نو هلمند ته د راغلي پلاوي خبره مې کوله، پلاوی یو ماښام د ولايتي شورا د وکيل ښاغلي بشير احمد شاکر مېلمانه و، زه هم ورغلم، له دوی سره مې خبرې وکړې او يو وکيل صيب چې د لغمان و ښه مبارک سړی راته مالومېده، د هلمند د ټولو ستونزو، اداري فساد، د ځمکو د غصب په اړه مې ورسره مفصلې خبرې وکړې، ده هم د وطن پرستۍ په اساس ډېرې ښې خبرې وکړې او بيا يې وويل: سبا ستاسو دفتر ته درځو، ستاسو د هلمند مدني ټولنې دفتر چېرته دی؟ ماورته خپل ادرس او مبايل شمېره ورکړه او پلاوي ته مې دا هم وويل چې په هره برخه کې هر څومره اسناد غواړئ موږ يې لرو، خو د خدای ج په خاطر تاسو مسؤليت لرئ چې په رښتيني ډول باندې خپل مسؤليت سرته ورسوئ، ښه ډاډ يې راکړ او راته يې وويل: بېغمه اوسه.
بله ورځ خبر سوم چې پلاوی تللی دی، نه هلمند مدني ټولنې ته راغلل او نه يې کومه پلټنه وکړه، هسې  د چاروکو د خوشالولو لپاره يې مطبوعاتي کنفرانس ورکړ چې دلته هيڅ نه دي پېښ سوي.
اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته، د غزني د پوهنتون د دوه استادانو خبره مې کوله، چې د غزني ولايت د ملي امنيت لخوا د فساد په تور ونيول سول، په داسې حال کې چې څارنوالۍ خپل پرېکړه وکړه او ښوونکي يې زندان ته ولېږل خو دوه ورځې وروسته چې هيڅ اسناد پيدا نه سول ښوونکي خوشې سول.
اوس ښوونکي وايي چې د ځايي زورواکو لخوا دوی ته توطيه جوړه سوې وه چې له  امله يې ونيول سول.
اوس راځو دې ته چې ښوونکي چې په دې هېواد کې يې د نړۍ تر ټولو سپېڅلې دندې ته ملا تړلې ده، په داسې حال کې چې ډېری يې خپل کورونه نه لري او د پوهنتون استادان خو يې اکثره په وطاقونو او هوټلونو کې د مسافرۍ ژوند کوي، په مياشتو مياشتو يې معاشونه بند وي، اوس نو دا انصاف سو چې دا ټول فاسدين ورک سول خبره د پوهنتون استادانو ته ودرېده؟.
د ملي يووالي د حکومت مشرانو ته وايم!!:
وزيران، واليان، ښاروالان او نور چارواکي چې تر څټه پورې په فساد کې ښکېل دي په بوجيو بوجيو د فساد اسناد پراته دي ستاسو پر هغوی وس نه رسيږي او د دې لپاره چې د ولس زړونه خپل کړئ او خلکو ته دا وښاياست چې موږ د فساد پر ضد مبارزه کوو نو د پوهنتون ښوونکو باندې مو تور پورې کړ؟
دا ستاسو عدالت دی او ستاسو زور دی؟
يوازې هلمند کې چې څومره فساد وسو، دلته چې څومره ظلمونه وسول، دلته چې له مرکزي حکومت پرته نور حکومتونه جوړسول او موږ سره يې په بوجو بوجو اسناد او شواهد سته، تاسو يې پوښتنه وکړه؟
اوس هم هغه فاسد چارواکي چې د غريبانو او بېچاره خلکو په حقوقو او د دوی په ځمکو او مالونو يې خېټې غټې سوې، بريتونه غوړ کړي او د باندې راوځي، ستاسو په عدالت کې هغوی پاک خلک دي او ازاد ګرځي خو د پوهنتون استادان د فساد په تور نيول کيږي.
د پوهنتون استادان به نو څه فساد وکړي؟
دا خو د فساد پر ضد ښه مبارزه سوه، فاسد ازاد ګرځي، خو په دې نظام کې تر ټولو سپېڅلي او مظلوم خلک د فساد په تور نيول کيږي.
نو دا ډول مبارزه مو مبارک سه!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery