مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د درنه ولسمشر ډاکټر اشرف غني سره دزړه خواله!

بسم الله اکبري
بشپړه روغتیا اوپه تاریخي درنه مسولیت کې دې بری اوسرلوړي غواړم.
تاسوزموږدهیواد په خوراکړکیچن،لانجمن اوستونځمن پړاوکې دافغان دسترملت دزعامت دروند پیټی دهمدغه غیورولس په مټ اوبرکت په اوږوواخیست دڅولسیزوراهیسي د دغه تاریخي هیوادټول مادي،معنوي ارزښتونه کورټ ونړیدل اوسخت وځپل شول اوداباتورملت دوینواوتودواوښکوپه ډنډکې لاهواومرګوني غوپې وهي اوله بده مرغه دجګړې ناولي اوکرغیړن ټپوسان دهیواد په ګوټ،ګوټ کې په بیلابیلوبڼودشهیدوطن لاداړلواوورانولوته خپلې بویینې وزرې وهي سترملت اوسترتاریخي وطن دخونړی جګړې اوشیطاني توطیو داورپه لمبوکې سوزي.اودادې په دې لنډه موده کې دهیواد دننه اوبهر ډله ییزي رسنی اودبیلابیلوکته ګوریوخاوند افغانان ستاسوترمشرتابه لاندې دنویوستونزواوخصمانه سازشونودراټوکیدوڅرګندې بیلګې وړاندې کوې ښایې څه به موجه اوڅه به غیرموجه وي خوزما دیوه بې وزلي اوبې وسه کډوال خوخپل مورني ټاټوبي ته ژمن افغان وړاندیزدادی چې خدای مه کړه نوم دې په تاریخ کې سپک اوبابیزه نه شې دخپلودرجن،درجن اوداجراییه ریاست د درجن،درجن مشاورینوپرځای دټول هیوادپه سطحه دهرملیت اوقوم په استازیتوب رښتیني ملي شخصیتونه اوجییدعالمان دیوي دایمن فعالې جرګې په توګه راغونډاودهغودسلآ اومشوري سره سم دهیواد په کورني ټیکاواوسمبالښت کې ګام پورته کړه اودخپلې متفکري ککرۍ سره دافغان ولس دسپین ږیروککرۍ یوځای اوهیله ده چې په نړیوال اوبهرني سیاست کې هم کارپوه اوفعال شخصیتونه په ورته توګه له ځان سره ولري په رښتیا یې ویلي دي چې هره چاره په سلاشي بې بلاشي په یوازې ځان داوړۍ نه شړۍ کیږي.
بې ځایه به نه وي چې دسلاپه اړه یوه په زړه پوري کیسه ګۍ وکاږم.
وایې یو پاچادیوه ښکلي اوارماني ښار دجوړولوپه تکل سرتاسري اعلان خپورکړاوخپل ولس ته یې د دغه ایډیال ښارپه ودانولوکې دبرخې اخیستو سپارښتنه اوبلنه ورکړه اوهرچادپاچادامراونغوتې سره سم دنوي ښاردجوړولوپه چاره کې برخه واخیسته چې د دغه ګڼووګړواوکارکوونکوپه منځ کې دیوې سیمي درې تنه تکړه کارګرهم ورغلل په دغودرو تنوکې یوه یې نوی واده کړی وخودپاچادامراوفرمان سره سم یې دنوي ښار په جوړولوکې  کارنده ګډون وکړ اودنوي ښاردودانیود ډبرودښکلا اوتزین چاره یې پرمخ بیوله.
دنوي ښاردجوړولوچارې دپاچادهدایت اوغوښتنې سره سم ترسره کیدې اوپه دوولسوکلونو کې دښاردجوړولوچارې بشپړې شوې اودپاچادارزواوهیلي سره سم یوښایسته اومدرن ښارجوړشو.پاچادنوي ښاردجوړولوله کبله دخوښی په جامو کې نه ځایېده اودښارجوړونکوګارګرانوته یې اعلان خپورکړچې زه ستاسوټولوکارګرانوسوغات  ته پوره چمتو یم هغه په دې ډول چې څوګ دطلاوواوسروسپینودرې غوتي غواړي اوکه دسوغات په بدل کې زمادرې سلامشورې.
دښارجوړوونکي کارګران دخپلوسوغاتونواونغدي ډالیو دلاسته راوړلو لپاره دپاچا دربارته ورغلل اوهرچادسرواوسپینودرې غوټي ترلاسه کولې اوهغه درې تنه یاران هم د ډالیو دترلاسه کولو په موخه دپاچا حضورته حاضرشول دووتنویې ټاکل شوي دسرواوسپینوغوټي ترلاسه کړې اویوتن دپاچا د درو سلامشوروهیله اوغوښتنه وکړه.
پاچا نوموړی کارګرله خپله ځانه سره دربارته یووړاوهغه ته یې پخپل دربارکې درې سلامشورې داسې واورولې:..
لومړی مشوره مې داده هغه پیټی چې ته یې پخپله دوړلواولیږد توانمندي لرې دبل چا په اوږومه اچوه ستړي مزلونه وهه خو خپل پیټی دبل آس په ګاډۍ کې مه ږده.
دویمه مشوره مې داده چې دسفرپه لاره کې که چیرې په کوم کلي اویاسیمه کې درباندې شپه راغله نوپه هغه کورکې به شپه نه کوې چې دکورخاوندزوړاوښځه یې ځوانه وي اویا میرمن زړه اومیړه یې ځوان وي.
دریمه سلآ اومشوره مې داده چې دغوسې په مهال تصمیم مه نیسه اوپه غوسه ناک وخت کې دخپلې پښې کټې ګوتې ته په ځیرځیروګوره خپل دماغ ساړه کړه بیادې خپل هوډ ترسره کوه.
کارګردپاچا خبرې په ډیرغورواوریدې اودپاچا دارزښتناکومشوروڅخه په مننې دهغه له حضوره رخصت شوخوپاچا هغه ته درې کوچنې،کوچنې منګې ورکړل اوورته ویې ویل کله چې کورته ورسیدې دغه منګي به یویوماتوې اوزماسپارښتنې به په پام کې نیسې.
دښکلي ښار جوړونکي کارګران اومعماران دپاچا له پلازه دخپلوسیمواوکورونوپه لور روان شول اوهغه درې تنه یارانوهم دخپلوکورونوپه لور سفر پیل کړ په اوږدولاروستړي مزلونه کوي اودغرنیواوزیږولارودلوړو،ژورواوپیچوموڅخه هوډمن تیریږي په یوه غرنۍ ستونځمنه سخته اولوړه لاره کې دآس په یوه ګاډۍ ورپیښیږي اوګاډیوان پلیومساپروته په بګۍ کې دخپلوغوټواوپیټودایښودلوبلنه ورکوي څوپه اسانی سره دهسکې اوله پیچوموډکې لارې څخه تیرشي له دریوملګروڅخه دووتنوبې له ډیله خپلې غوټي اوسفري پیټي په ګاډۍ کې کیښودل اودریم تن له خپل پیټي له ا یښودوڅخه دپاچا دسلاسره سم چې خپل پیټی به دبل چادآس په ګاډۍ کې نه ږدې ډډه وکړه اودخپلي ګنډې سره یې خپل مزل اولاره وهله لږه شیبه وروسته لاره لاکږلیچنه اوکړکیچنه شوه دآس ناببره پښه وښوییده له ګاډۍ سره یوځای دلوړوغرونوژوروکړنګونوته ګوزارشوخړه دوړه پورته اودسترګوپه رپ کې ،آس اوپکې بارپیټي لادرکه اوورک شول هغودووتنود دولس کلنې خوارۍ اوګټلي شتمنۍ له لاسه وتواوورکیدوله کبله خپل سرونه اوتندي وهل اودریم ملګري یې پیټه پراوږودپاچا دغوره مشوري دارزښت اوحکمت په چورتونوکې لاهوو.درې واړه خپل ستړي مزل ته دوام ورکوي دغرنۍ سختې لارې په وهلوسره اوارې سیمي ته راښکته اویوه کلي ته یې شپه راورسوله .په همدې کلي کې یوه کورته وربرابرشول چې په هغه کورکې یوازې دوه تنه میړه اوښځه اوسیدل میړه یې خورازوړاوبوډاوخومیرمن یې یوه چټه اوپی مخي ځوانه وه ستړومساپروته یې په کورکې دشپې تیرولواوتم کیدلواجازه ورکړه دوه تنه په ډیره خوښۍ دکوردن نه شول اودشپې تیرولولپاره په یوه کوټه کې پریوتل خودریم تن ته دپاچا هغه مشوره وریاده شوه چې پام کوه په داسې کورکې به شپه نه کوې چې دکورپه خاوندانوکې یې میړه زوړاوښځه یې ځوانه وي اویاهغه کورکې چې میړه یې ځوان اوښځه یې زړه وي نوله دې کبله یې په هغه کورکې دشپې تیرولوڅخه ډډه وکړه اوپه کوم بل ځای کې یې شپه کړه.
په هغه کورکې دوه تنه په ستړي خوب ویده و چې دشپې ځوانې ښځې له خپل زاړه اوبوډامیړه څخه ځان دابدلپاره خلاص اوهغه یې پخپله بستره کې وواژه اوسهاریې چیغې اونارې سورې پورته کړې چې زما میړه دشپې په مهال د دووتنونا پیژاندمیلمنوله خواپخپله بستره کې په ډیره بې رحمۍ وژل شوی دی غوسه ناک کلیوال په یوه شیبه دکورد ننه شول اودوه تنه یې لاس په لاس ونیول دپوښتنې اوګرویږنې پرته یې په هماغه کورکې ووژل.دریم مساپر له کلې خپلې پښې سپکې اوپه چټکی سره یې ځان دغوسه ناکوخلکوله منګولوڅخه وژغوره اوپه لاره کې دپاچا حیرانوونکې مشورې ته هیښ ،پیښ پاتې اودخپل کلي په لور یې ګړندي مزل واهه له څوشپواوورځوله ستړي اوزړه بوږنوونکوپیښوډک سفروروسته خپل کورته راورسید اودکوردروازه تړلي اوځنځیروه خپلې میرمنۍ ته یې په زوره نارې کړي چې دکلونومساپریارته دې دکوردروازه خلاصه کړه! دکورد ن نه دیوه ځوان هلک غږیې واورید اوهلک دخوشالی چیغې وهلې چې نالیدلی پلاربه وګوري.سړی دځوان په غږسخت په غوسه شو چې زما له میرمنې سره ځوان څه کوي دخپلې ښځې دوژلوپه تابیاشوچې بیا ناببره دپاچا دریمه مشوره وریاد شوه چې دغوسې په وخت کې به دخپلې پښې کټې ګوتې ته ښه په ځیر،ځیرګورې څودماغ دې ساړه اوغوسه دې ،ورکه شي خپل مغزه یې آرام کړل چې په شیبه کې یې میرمن له خپل ځوانکي زوې سره په منډه،منډه دروازې ته راغله دروازه یې دخپل کلونو،کلونودژوند دملګري پرمخ پرانیسته اودخوږې میني غاړې یې سره ګډې کړې ورپسې یې خپل زوی کلک په غیږکې ونیواوپه بارخوګانویې کړس کړس ښکل اودکلونوتنده یې پرې ماته کړه خپل کورته دننه شول میرمنۍ خپل میړه ته وویل! ا ی دکلونوکلونوورکه مساپره! ستړی مه شې. کوچنی ماشوم زوی دې ماته یوازې پرې ایښی وګوره چې خیالیګرښایسته ځلمی شوی اوکلونه مو ستا په انتظارکې تیرکړل له ځلمي زوی څخه پلاردخوږي میني غیږه چاپیره کړه اودپاچا د دریمې مشورې په حکمت اوارزښت هم پوه شوچې دخپل منفي اوبیړني تصمیم مخه یې پرې ډب کړه اوورسره جوخت دپاچا اخیرنی سپارښتنه وریاده شوه اوهغه داچې کله خپل کورته ورسیږې دغه خټین درې منګي به یو،یوماتوې بې له ډیله یې دخپلې مساپری له ګنډې څخه درې منګوټي راوایستل اودپاچادهدایت سره سم یې دهغه په ماتولولاس پوري کړکله یې چې لومړنی منګوټی مات کړدسروزرواوطلاووله سیکوډک وواوطلاوې د دوی په وړاندی توی شوې بیا یې دویم منګوټۍ مات کړله هغه څخه هم دسروزرواوقیمتي طلاووسیکې ،شرنګ،شرنګ توی شوې زوی اومیرمنې یې دخوښی چیغې وهلي بیاهغه دریم منګی راواخیست مات یې کړاوهغه دسروزرواونوروقیمتي غمیوډک ووچې په یوه شیبه کې د شاهانه خزانې اوسترې شتمنی خاوندان شول دهوسایې اونیکمرغۍ ژوند یې پیل کړڅرنګه چې پخپله مسلکي کارپوه اود ډبرودښکلاماهروو په ګانده کې یې ښکلي مرمرینه ماڼۍ جوړه اودارزښتناکوسلاووپه نغوته اوپام کې ساتلوسره دیوه غوړیدلي،بریمن اوساهوژوند خاوندشو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery