مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کي د ( کولالۍ ) هنر اوس هم ژوندی دی او ښه بازار لري .

benawa afghanistan
لودين
کولالي هغه پنخه زره کلن هنر دی چي د منډيګک د تاريخي دورې په وخت کي پيل سوی او تر اوسه ژوندی پاته دی ، دا هنر په لمړيو په ډير ساده ډول وو او دوه نيم زره کاله همداسي ساده روان وو ، په لمړيو کي د دې هنر له لاري لوی لوی خومونه جوړيدل او کلاوي به پرې ودانيدلي چي سلګونه کلونه يي همداسي دوام وکړ ، د کولالۍ دا هنر د مقدوني سکندر تر دوې چي دونيم زره کاله وه ها خوا ته وه همداسي را ورسيد او شکل يي همدا خومونه او د کلاوو جوړول وه . د دې تاريخي لوښو او خومونو نموني اوس هم په ملي ميوزيوم کي پرتي دي او خلک يي هر وخت ننداره کوي ، د وخت په تيريدو سره د کولالۍ هنر همداسي ساده پاته وو خو د احمدشاه بابا په دوره کي يي پرمختګ وکړ او خټينو لوښو ته نوي نوي ډايزينونه جوړ سول . د خټينو خومونو تر څنګ د اوبو د څښلو دپاره منګي ، کونجياني او د ګلانو او زراعتي بوټو دپاره ګلدانۍ هغه نوي څه وه چي د دې هنر له لاري نوي اختراع سول ، د دې توکو مينه وال هم زيات وه او ښه بازار يي درلود . کله چي احمدشاه بابا له بخارا څخه کندهار ته خرقه مبارکه راوړل نو د وخت مشهور کولال ( حاجي خيرمحمد ) د خرقې مبارکي ودانۍ او ګنبده د کولالۍ د هنر له لاره په خټينو جوړو سويو لوښو جوړه کړل چي ډيره محکمه وه او د احمدشاه بابا تر مړيني وروسته يي د هغه مقبره هم په همدې ډول ودانه کړه او ډول ډول ډيزاينونه يي وکارول . ( حاجي خيرمحمد ، حاجي مولاداد ، حاجي عباس ، غلام محمد ، نيک محمد ، حاجي پيرو ، حاجي نيکو، حاجي ذکريا او حاجي فيض الله ) د هم هغه وخت مشهور او تکړه کولالان وه چي هنري ګوتو يي ډير ميراثونه پريښودل . د وخت په تيريدو سره د خټينو لوښو ډولونه نور هم پر مخ ولاړل او د خومونو او نورو لوښو تر څنګ چلمونه ، ګلدانۍ ، د مسجدونو منارونه او نور ډول ډول توکي په نويو ډيزاينونو جوړ او تر اوسه دوام لري . د کولالۍ ډول دا دی ، چي لمړۍ له يوې مناسبې او جوړي سوي خاوري څخه خټه جوړيږي او د بيا د يوه لاسي ماشين پواسطه چي ( څرخ ) ورته وايي د لاس په ځانګړي مهارت لوښي جوړيږي ، لمر ته ايښودل کيږي او تر وچيدو وروسته د اوره په کره کي پخيږي او تر پخيدو وروسته بازار ته وړاندي کيږي . د دې هنر د کارخانو تر ټولو مشهور ځای د ډنډ ولسوالۍ لمړنۍ برخه ( ښکاپوردروازه ) ده او هلته لسګونه دا ډول کارخاني شتون لري او سلګونه کسان په کار پکښي بوخت دي . د اوس وخت مشهور کولالان حاجي فضل احمد ، قادرجان او نظرمحمد دي ، چي ډير نور کسان يي روزلي دي . د دې هنر دپاره په منظم ډول د روزني لړۍ نسته او تر دې مهاله يوازي د حرفي او کسب په ډول زده سوی او لا هم دوام لري . د خټينو لوښو پلورونکي د ښار په بيلابيلو برخو کي سته خو ښکاپوردروازه او شهيدانو څلورلاري ته څيرمه بيا خپل ځانګړي بازارونه لري . دلته په کار بوخت کولالان وايي چي دا مهال يي بازار په ښه جوش کي روان دی او د خلکو علاقه د پخوا غوندي هم ژوندۍ ده . خواجه محمد هغه کولال دی ، چي د کولالۍ کسب او هنر د پلرونو څخه ورته په ميراث پاته دی ، نوموړی وايي : (( دا هنر زرګونه کلونه کيږي چي په کندهار کي سته او اوس هم دوام لري ، په کولاليو کي يوازي خټين لوښي نه جوړوو بلکه د ځانګړو ودانيو دپاره نقشونه او خټين ډيزاينونه هم جوړوو خو اوس دا ډول کمزوری سوی دی او ټوله توجه خټينو لوښو ته ده چي د خلکو علاقه اوس هم ورسره دوام لري . )) نوموړی وايي چي دا مهال د سلو په شاوخوا کي کولالۍ سته چي هره ورځ زرګونه لوښي د کندهار بازار ، نژدې ولايتونو او حتی کابل ته هم وړل کيږي . حاجي دين محمد دا مهال اويا کاله عمر لري او سپين ږيری دی ، نوموړي د خپل عمر ټوله برخه کي په کولالي کي تيره کړې ده او وايي : (( ډيره ښه کسب دی ، ما له کوچنيوالي دا کسب زده کړی دی او تر اوسه په اخته يم ، پلار او نيکونو مي هم دا کار کوی او ما هم ډير خلک روزلي او اوس خپله د کولالۍ کسب کوي ، زما چي په ياديږي چي دا کسب ژوندی پاته دی او دا دی دا مهال هم ښه په غوره کي روان دی . )) کولالان وايي ، چي په کسب کي ښڅي هيڅ راز ونډه نه لري او ماشومان د دوی سره د دې دپاره کار کوي چي دا کسب زده کړي او په راتلونکي کي يي پر مخ بوزې . د خټينو لوښو پلورونکي هم د دا ډول لوښو له بازاره خوښ دي او وايي چي علاقه مندان يي ډير دي . نظرمحمد دا مهال په ښکاپور دروازه کي د دا ډول لوښو او نورو توکو دکان لري ، نوموړی وايي چي له دې لاري هره ورځ ښه ګټه کوي . (( زه هره ورځ د پنځوسو څخه تر سلو پوري د کولالۍ لوښي خرڅوم او ښه ګټه پر کوم ، خلک منګي ، کونجياني ، چلمان ، خزانې او ګلدانۍ کورونو او خپلو د هستوګنو ځايونه ته وړي او کار ترې اخلي دي ، تر نيکلي او چيني لوښو خلکو ته په دا ډول لوښو کي د اوبو څښل خوند ورکوي ، زه هره ورځ د پنځو سوو افغانيو په شاخوا کي پيسي ګټم او راضي يم . )) د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عزيزاحمد عزيز د کولالۍ هنر خورا پخوانی او پرمخ تللی کسب بولی نوموړي وايي ، چي که څه هم دا پنځه زره کلن هنر پر ځای پاته دی خو په دې وروستيو کي د نورو هيوادونو تر تاثير لاندي دی او توليد يي د چين ، هند او پاکستان د خټينو لوښو جوړښت ته ورته سوی دی . عزيز وايي ځانګړی نقش او د لوښو تر پخيدو وروسته د ډيزاين دپاره د نورو موادو کارول د چين ، هند او پاکستان د لوښو څخه تقليد سوي دي او اوس يي دلته رواج موندلی دی . نوموړی دا هنر له زمانو راهيسي پخوانی بولي او وايي چي اوس همداسي په جوش کي روان دی او مينه وال يي حتی تر اروپا او امريکا پوري وړي . (( دا هنر د منډيګک له وخته پاته دی چي پنځه زره کاله يي کيږي ، د مقدوني سکندر په وخت کي کولالانو خټين خومونه جوړول او بيا به يي کلاوي په جوړيدلي ، همداسي ساده پاته وو چي د احمدشاهي عصر په منځ ته راتګ سره يي شکل تغير وکړ او ډول ډول ډيزاينونه پکښي رامنځ ته سول چي د وخت په تيريدو سره يي ډايزاينونه نور هم ډير سول . هغه افغانان چي په امريکا او اروپا کي اوسيږي هم د دي لوښو مينه وال دي او کله چي کندهار ته راځي د خپلو کورونو دپاره يي وړي او استعمالوي يي . )) د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عزيزاحمد عزيز وايي ، چي په دولتي چوکاټ کي د امکاناتو د نه شتون له امله دې هنر ته هيڅ راز پاملرنه نه ده سوي ، خو ژمنه کوي چي په نژدې راتلونکي کي به د کولالۍ د هنر له لاري د جوړو سويو توکو يوه لوی نندارتون جوړ کړي څو کولالان تشويق سي او خپل کار ته نوره هم ادامه ورکړي . د کولالۍ په هنر کي تر ټولو ډير ارزښت د خټو څخه جوړو سويو د مستو پيالو ، منګيانو ، کونجيانو او ګلدانيانو ته ورکول کيږي . کولالان او د دې هنر مينه وال غواړي چي دولت په ملي او نړيواله کچه د دې توکو دپاره بازار پيدا کړي او دا کندهارۍ هنر يوازي تر کندهاره محدود نه سي . په وينا يي چي که په ملي او نړيواله کچه بازار ورته پيدا سي دوی به خپل کارونه نور هم پراخ کړي چي له لاري به يي دوی ښه ګټه هم کړي وي او د دې هنر د ژوندي پاته کيدو دپاره به هم زمينه برابره سوي وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery