مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مړي راايستل له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري

سيد حسين پاچا


نجيب الله که کمونېست وو او که هر څه، خو د مړي راايستل يې له اسلامي وافغاني ان چې له اخلاقي ارزښتونو سره هم هېڅ سمون نه خوري. دا کارونه د يو منظم پلان له مخې کيږي چې لومړی يې مور، بيا يې ترورزی محمد هاشم پکتياوال، بيا دی خپله ووژل شو او نن يې مړی له قبره راويستل شو. موږ خو د اسلام وجهاد پرړې وهو، اسلامي وافغاني خو لا څه ان چې هغه اخلاقي تربيه مو هم سخته کمزورې ده.


نوټ :
د کعبې او د بابېل بوتان چې يوځل د ابراهيم عليه الصلاة والسلام پر لاس او بيا بل ځل د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم پر لاس مات او ونړول شول، د عراق او د مصر بوتان ان د فرعون تر لاش يا تنې پورې په ټوله اسلامي دوره کې وساتل شول. نه چا د فرعون مړی له موزيمه راويست او نه يې د هغه د مړي بېعزتي وکړه، خو نن موږ د شنو، سپينو او تورو جنډو والا په ډېرې سپين سترگۍ سره ځېنې داسې کارونه کوو چې په هېڅ معيار او پرنسيپ کې نه راځي. عبادت د بُتانو يوه مساله او د تاريخي ابداتو او اثارو ساتنه بله مساله ده. د خلفای راشده وو په وخت کې د عراق و سوريې د بابېل او نورو اړوندو سيمو په شمول د عربو د تاريخ د يوې برخې په توگه وساتل شول. حُرمت په عبادت کې دی، نه په تاريخ کې. پرته له شکه چې په اسلام کې د بُت عبادت ناجايز او حرام دی. له الله تعالی پرته ان د انبياو عليه الصلاة والسلام عبادت ته ځای نشته، بلکې اطاعت يې لازم دی. بناءً عبادت او طاعت يا پيروي دوه جلا مفاهيم دي چې توپير يې وشي. عبادت د الله تعالی پرته د بل هېچا له شان سره نه ښايي. له دې امله حضرت عيسی عليه السلام به وپوښتل شي چې تا خلکو ته ويلي وو چې ستا او د مور عبادت وکړي؟ هغه به ووايی چی نه. د المائدة سورة په ۱۱۶ او ۱۱۷ اياتونو کې په وضاحت سره همدې ټکي ته اشاره کوي.
ابراهيم عليه السلام واړه بوتان ټول مات کړ او لوی ته يې تبر په لاس کې ورکړ چې خپله ټولنه خپلو تېروتنو ته متوجه کړي، خو محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په بشپړه توگه کعبه له بوتانو پاکه او ټولنه له شرکه پاکه کړه او خپله ټولنه يې اصلاح (سمه) reform کړه.


کله چې ډاکټر نجيب الله د شمال ټلوالې د يوې منحوسې کودتا په وسيله وپرځول شو، دی لا د ملگرو ملتونو سره بندي وو چې مور يې د پېښور په بورډ کې په موټر ووهل شوه. دوه ماشومان هم ورسره ول هغوی بچ او دی ووهل شوه. د محمد هاشم پکتياوال بچيان ول.

بيا چې کله طالبانو دی د ملگروتونو په دفتر کې وواژه او مړی يې له دفتره راويست او د موټر پورې تر زرنگار پارک پورې راښکل شو او هلته له ورور سره يوځای راځوړند شو او پيسې هم ورته په خوله کې ورکړل شوې. دا بله نادوده وه چې د هېواد له تاريخ سره وشوه.

بيا چې کله د هغه اوښي او هم يې ترورزي محمد هاشم پکتياوال غوښتل چې د نجيب الله د مړينې تلين په پېښور کې ونمانځي، نو ماښام ورپسې خلک ورغلل او د تلين نمانځلو ته يې هم پرې نه ښووه او په کور کې يې وواژه. ډېرې پوښتنې بېځوابه پاتې دي چې وخت به يې روښانه کړي.

دا چې اوس په رسنيو کې يې له قبر يا مړيستونه مړی را ايستل شوی. دا ځينې پلان شوي کارونه دي چې وخت به يې روښانه کړي. که نن موږ د کمونېستانو مړي راوباسو، نو سبا به له موږ سره څه کيږي؟ دا چې طالب وي او که هر څوک او په هر نوم او هره پلمه چې مړي له قبرونو راوباسي ښه کار نه دی. له دې داسې برېښي چې طالب يا نورو ته په لوی لاس زموږ د تاريخ د بدنامولو هڅې کيږي او د دې لپاره ورته ځينې مشخص وظايف ورکول کيږي او هغوی يې بايد انجام کړي. جهاد د دې هدف لپاره نه وو شوی چی اسلامي ارزښتونو ته دې سپکاوی وشي. پېغمبر د اخلاقي ښوونو د تکميل او بشپړتيا لپاره رااستول شوی وو.

د کلام پاک له زاويې نه کله چې فرعون د لومړي ځل لپاره د الوهيت دعوه وکړه چې ((وقال فرعون يايها الملاء ما علمت لکم من اله غيري فاوقد لي يا هامان علی الطين فاجعل لي صرحا لعلي اطلع الی اله موسی واني لاظنه لمن الکذبين)) او بيا يې د الوهيت دويمه دعوه چې ((انا ربکم الاعلی))، پرودگار ورته په ځواب کې څه وايی چې ((فاليوم ننجيک ببدنک لتکون لمن خلفک اية))، تر ننه يې تنه د مصر په موزيم کې د پند او عبرت لپاره ساتل کيږي چې يو وخت يې تنه فرانسې ته د تحقيقاتو يا څېړنو لپاره هم راوړل شوې وه. او هلته پرې ډاکټر موريس بوکايلیDr Maurce Bucaille له نورو ساينسپوهانو سره يوځای څېړنه کړې وه او دې څېړنو هغه دېته اړ چې له قرآن سره اشنايي پيدا کړي او ډېرو هغو پوښتنو ته يې ځواب وويل شو چې هغه لرلې او بالاخره هغه مسلمان شو.

دوه ځله يې د الوهيت دعوه وکړه او د خپل گومان له مخې يې موسی عليه السلام دروغژن بللو. بيا هم الله تعالی يې تنه د پند لپاره د درياب له اوبو نه راويسته او څنډې ته يې کړه. دا دی نن يې تنه د مصر په موزيم کې ساتل کيږي چې ډېر سيلانيان هلته د ليدو لپاره ورځي. که د چا وسه رسيږي سړی يې بايد وگوري.

يا نورې پېښې لکه : د حمزه د قتل او د مثله کېدو او داسې نورې پېښې درواخله. د بېلگې په توگه د بدر، اُحد او داسې نورې غزاگانې دا ټول تاريخ دی چې دا د اسلامي تاريخ يوه برخه ده.

د اسلامي ارزښتونو له مخې بايد د غيرمسلم د مړي حرمت يا عزت هم بايد چې وشي، د مسلمان خو لا څه کوې. که څوک په ناپوهۍ کې کومه نيمه زياته خبره کوي هغه بايد وپوهول شي، نه دا چې ولاړ شې او د عناد له مخې له قبره يې مړی راوباسي. يوځل چې څوک مړ شو، نور نو د الله تعالی کار دی چې څه ډول چلند ورسره کوي، خو د چا له مړي سره د هېچا کار نشته. د مړي درناوی يې د اشرف المخلوقات پر بنسټ په کار دی. که اسلامي ارزښتونو په تېره کلام پاک ته ځير شو، نو کلام پاک کې زموږ لپاره اسلام او د مسلم نومونه غوره شوي نه دا ننني اسلامي نومونه او ډلې ټپلې چې روحي، ملي، لوژيستيکي او نظامي تغذيه يې له نورو مسلمو او غيرمسلمو هېوادونو او د هغوی له حکومتونو، څارگريو ادارو او نظاميانو نه کيږي.

اسلام خپل ارزښتونه لري. د ارزښتونو درناوی يې بايد د اسلامي سپېڅلو ارزښتونو په رڼا کې وشي، نه د جهالت او د اسلامي ضد ارزښتونو له مخې. له جهاده بايد ناوړه گټه پورته نه شي.

په درنښت


رسنۍ: طالبانو د ډاکتر نجيب مړی له قبره ايستلی
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39206

د ډاکټر نجيب الله د مقبرې بې حرمتي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39257

Dr.Maurice and the Pharaoh - Qur'an & Science
https://www.youtube.com/watch?v=ZLINW1pldvs

Dr.Maurice Bucaille ( why i'm muslim)
https://www.youtube.com/watch?v=1zs6z6E_Oik

The Qur'an & The Modern Science - Dr. Maurice Bucaille (1/7)
https://www.youtube.com/watch?v=XaSfE1DW2-w


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery