مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما له یاداشتونو څخه - داکتر فاروق أعظم

داکتر فاروق أعظم

داکتر فاروق أعظم

 

له رسنیو می واوریدل چي ښاغلی کرزی تیره سه شنبه (۲۳/۴/۱۳۹۴ – ۱۴ جولای ۲۰۱۵) و اشرف غنی ته ورغلی وو او ورته ویلي یی وه: «ښاغلی ډاکټر صیب، د وضیعت په اړه موږ ډیري اندېښنې لرو. موږ د افغانستان اوسنی امنیتی وضعیت ته شدیداً اندېښمن یو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره هم د روابطو د څرنګوالي په اړه پوښتنې لرو. فساد هم اوس بیداد کوي. موږ دوولس کاله دلته حکومت کړی او په ځان فرض ګڼو چې د وضیعت څخه ځان باخبره وساتو.»

دلته می په دغه اړه خپل له یاداشتونو څخه یوه واقعه را یاد سوه او هغه داسی ده:

د استاد ربانی د پاچهی په وختکی کابل کی سخت جنګونه وه. یو شمیر مخور او د خیر خلک د اصلاحی شوری په نوم د سولي په منظور میدان ته ورودانګل چی جنګ آرام کړي. دغو مصلحینو د وطن د آرامۍ لپاره سخت کړاونه وګالل او د مرمیو په باران کی به له یوه خوا بلخوا ته تلل. د اصلاحی شوری مشري ملګرو ما (فاروق اعظم) ته سپارلی وه. موږ د جهاد رهبران د کابل له جنګي چاپیریال څخه لیري جلال آباد ته د سولی په منظور د یو توافق لپاره بوتلل. هلته مو شل ورځي د ننګرهار د شوری په مرسته وساتل. د منځګړي په توګه د رهبرانو مجلسونه ما تنظیمول؛ نو ځکه د جلال اباد د تاریخي تړون پر هره پاڼه زما لاسلیک د مصلحینو د شوری د مشر په توګه موجود دی.

د ۱۹۹۳ کال د مئ د میاشتي ۲۱ وه چي حاجی قدیر مرحوم ماته احوال راکړ چی صاحبزاده عبدالله ذاکري د یو شمیر علماؤ سره راغلی دی او غواړي ستاسی (جهادي رهبران) سره وګوري. څرنګه چی د مجالسو تدویر زما کار وو، نو ما دغه موضوع مشرانو ته وړاندي کړه. حضرت صاحب صبغت الله مجددي فورا وویل چی دا سړی بد خوله دی، نه ورسره ګورو. د پیرصاحب هم زړه نه وو. آیات الله محسني هم خوښ نه وو. د صاحبزاده صاحب له خولي خلک ویریدل؛ دا ځکه چي هغه خپله خبره په ډیر جرائت، تیزه او بې پردې کول. استاد ربانی، مولوی محمد نبي محمدي، انجنیر حکمتیار او نورو ملګرو څه ونه ویل.  خو ما ورته وویل چی دوی علماء دي، له ډیر لیري ځایه (کوئټه) دلته په یو امید راغلی دي؛ ناهیلي جوابول یې ښه نه دی. دوی دي انتظار وي. کله چی زموږ د چایو وقفه سوه، څو دقیقی به ورسره ووینو او رخصت به یی کړو. هغوی خو په زور پر موږ څه نه قبلوي. زما خبره انډیوالانو زړه نا زړه ومنل. کله چی د چایو وقفه سوه، موږ ټول د قصر د دوهم منزل څخه و لومړي منزل ته چیري چی صاحبزاده صاحب او ملګري یی په انتظار وه ورتا سوو. موږ ټول پر کوچونو کښینستو او مخامخ صاحبزاده صاحب او ملګري یی پر مځکه راته کښیناستل.

صاحبزاده صاحب د اتفاق، اسلام او دجهاد د ارمانونو د ساتلو خبري وکړی. ربانی ته یې چی هغه وخت جمهور رئیس وو وویل: موږ ستا څخه اسلامی نظام او د شریعت نفاذ غواړو. موږ نه وایو چی ددی وطن اکثریت پښتانه دي، قرباني پښتنو ډیره ورکړیده او مشر دي یې هم حتمي پښتون وي. ته مو قبول یی او په اخلاص دي عسکري کوو؛ خو ته به هم قومیت نه کوې او د اسلامی نظام یو رشتونی سپاهسالار به یی، .....  په دغه وختکی حضرت صاحب پر رباني د انتقاد په ډول د صاحبزاده عبدالله ذاکري خبري پری کړی او ویویل: «کي زما څه ښه وخت وو، غنم ارزان وو، خلک خوشحال وو.»  صاحبزاده صاحب بیدرنګه ورغبرګه کړه: «کوم غول چی تا په دوو میاشتو کی پکښي وکړه اوس یې دی په دوو کالو کی نه سي پاکولای.»

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery