مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

یوه بله موقع

ډاکټر (ساند)


ټول پدې پوهیږو چې نن صبا د افغانستان په شمول د نړۍ د ډیرو هیوادونو سیاستونه د امریکې له بهرني سیاست ځخه اغیزمن دي نو هوښیار هیواد هغه هیواد دی چې د خپلو ملي منافعو په نظر کې نیولو سره خپل بهرنی سیاست د نوموړي هیواد بهرني سیاسی ته اړوند عیار کړي. او لکه څنګه چې هرشی ځان دپاره یوه ځانګړې موقع لري نو هوښیار هیوادونه خپلې سټراټیژیکې سیاسي موخې هغه وخت رامخته کوي کله چې د امریکې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو وخت رانیږدې شي.

دا هغه وخت وي چې د امریکې موجوده حاکم ټیم یا حزب په واک کښې د پاتې کیدو دپاره نهایي‌ هڅه کوي ترځو له ځانه مهمې لاس ته راوړنې ولري ځکه د امریکې ولس خپلو مشرانو ته د لاس ته راوړنو پر بنسټ رایه ورکوي نه د نورو فکټورونو په بنسټ. موجوده سیاسي حاکم ټیم خپلې لاس ته راوړنې د ښې حکومتدارۍ د اثبات دپاره خپلو خلکو او نړیوالو ته مخ-مخ ته کوي ترڅو یې پاملرنه او ملاتړ ترلاسه کړي.

نن صبا په امریکا کښې د راتلونکو ټاکنو دپاره د تیاری بازار بې شانه ګرم دی. او دغه ګرم بازار په خپل وار سره د ملي او نړیوالو معاملو بازار هم ګرم کړی دی او د نړۍ د هیوادونو هوښیار سیاسیون له دغې موقع څخه اعظمي ګټه پورته کوي. نن صبا چې ډیموکراټان په واک کښې دي او د بیا ګټلو دپاره په هڅه کښې دی چې د خپلو خلکو پام ځان ته راواړوي‌ نو پدې موخه د خپلو لاس ته راوړنو شمیر ډیروي. لکه څنګه چې دغه وروستۍ لاس ته راوړنو یې په کور دننه او بهر کې پوره پام ځان ته راګرځولی دی. د ایران سره یې پس له څلور کاله تاویلو ما ویلو جوړه وکړه او کیوبا سره یې چې د سړې جګړې راپدیخواه اړېکې درولې وې بیرته جوړې کړې اونور داسې غټې او وړې لاس ته راوړنې ... مطلب داچې د کیوبا او ایران سیاسیونو ثابته کړه چې واقعا هوښیار دي او د خپلو ملي منافعو دپاره سټراټیژیک اقدامات کوي.

د افغانستان په اوسني سیاسي ډکر کښې ډاکټر اشرف غني د دغه شان اوضاع څخه په کافي توګه اګاه دی او ډیر معقول اقدامات یې پیل کړي ترڅو د امریکې د ټاکنو څخه مخکې افغانستان دپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ولري خو داسې بریښې چې نوموړی ورځ په ورځ په یواځې کیږي. دا ځکه چې شاوخوا سیاسیون یې د اوضاع څخه پوره برداشت نلري او د سیاسي پوهې کچه یې په ډیره ټیټه یعنې محلي‌ کچه ده. برسیره پردې کیدای شي‌ چې ځینې اشخاص او یا ډلې خبلې ګډې په یو ضعیف، ګډوډ، په جګړه کښې ښکیل او محتاجه افغانستان کښې ویني او نه غواړي چې ډاکټر غني خپل پلان عملي کړي.

د ډاکټر غني د کړنلارې سره د دغو ځانګړو ډلو او اشخاصو مخالفت سړي ته د د ډاکټر نجیب الله د وخت اشتباه ورپه یادوي. په هغه وخت کې د هغه سره چا ملګرتیا ونکړه چې افغانان له دواړو خواوو څخه د یوه ډیر غښتلي نظام تر چتر لاندې راټول کړي او د ټولو ډلو څخه جوړ حکومت رامنځته کړي نو هماغه وو چې مختلفو ډلو او اشخاصو خپلو شخصي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي منافعو ته یي په ملي منافعو باندې ترجیح ورکړه او ملک یې د یو لوی ناورین مخ ته یوړ.

د افغانستان اوسني سیاسیونو او مخورو څیرو ته پکار ده چې دغه حساسې شیبې درک کړي او د امریکې په مټ دې خپلې بنیادې ستونځې چې د امنیت نشتون او د پاکستان سره خراپې تاریخي اړیکې دي حل کړي. دوی ته په کار ده چې سره راټول شي او د جمهور ریس سره همکاري وکړي. دوی دې د امریکې د بهرني سیاست د دغه ګرم بازار څخه نهایي ګټه پورته کړي که نه نو د امریکیې نوې ادارې ته چې له ټاکنو وروسته رامنځته کیږېي کیدای شي هیڅ وخت او یا لیوالتیا نه وي موجوده چې په لمړیو څلورو کلونوکې افغانستان ته په سمه توګه پاملرنه وکړي.

ډاکټر (ساند)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery