مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوژیک بنسټ ـ ۷

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

                                                    
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوژیک بنسټ
اوومه برخه
 ۶. د پښتونولۍ د مرکو، ملي جرګو، لویو جرګو سیاسي او حقوقي کاڼسپټ
افغانستان په نړۍ کې یواځینۍ هیواد دی، چې د لرغونو زمانو څخه تر اوسه د پښتونولۍ د مرکو، جرګو او لویو جرګو ارزښتمن دودونه، سیاسي ارزښتونه او حقوقي نورمونه په ملي او دولتي کچه په کې شتون لري. افغانستان په نړۍ کې د لویوجرګو، مرکو او د سولیزو خبرواترو یوه پنځه زره کلنه زړه تاریخي کلاه بلل کیږي.
لویې جرګې د افغانستان په اوږده رسمي سیاسي تاریخ کې یوې سیاسي دولتي معتبري مرجع او ملي موسسې ته وده کړي. لویه جرګه په نړۍ کې د پښتنو افغانانو یوه بریالي عالي سیاسي ملي موسسه پیژندل شوي ده. ځکه لویې جرګې د افغانستان په لرغونې او محاصر دولتي فلسفه کې خپلې ژورې ریښې لري او د افغانانو په سیاسي دولتي تاریخ او د افغانانو په ملي فکرونو کې خپل ځانګړي ځای اهمیت او قدامت لري. لویه جرګه د افغانانو یو تر ټولو ستر عالي او ارزښتمن ولسواکه اورګان دی. د افغانستان په اساسي قوانینو کې لویه جرګه د افغان وګړو د سیاسي ارادې د تمثیلولو یو تر ټولو ستر عالي مظهر پېژندل شوي ده. جرګه قبایلي لرغوني ایډیالونه او سیمه ییزه قانوني فکرونه د نن ورځې په ولسواکه نرخ کې مجسموي، جرګه په افغاني ټولنه کې د ټولنیز عدالت اوحقوقي بیلانس یا توازون ساتلو لپاره راغوښتل کیږي. لویې جرګې د بیان آزادي، د خبرواترو او د یو بل د زغملو ستر لرغونې افغانۍ کلتور دی. لویو جرګو د افغان ملت هویت او د افغانانو د ملي دولتونو حقوقي بنسټ ایښودلي دی، له شکه پرته لویه جرګه یوه پښتنې قبایلي لرغونې ولسواکۍ ده. افغانانو ته د لویو جرګو پریکړې او فیصلې د یو ځانګړي، لرغوني قبایلي پارلمان پریکړي په څیر د درنښت وړ پریکړي دي. لویو جرګو د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په اړوندو مسایلو کې مهمې پریکړي ترسره کړي دي. له همدې کبله په نړیواله کچه په مختلفو ژبو د لویه جرګه په اړه یو شمیر پوهنیزه څیړنېزه پلټنې تر سره شوي دي. د افغانستان د دولتي رسمې تاریخ په څیړنو کې د لویې جرګې مانا او د لویې جرګې د سیاسي کانسپي مفهوم نن د ګردې نړۍ په هره یوه سیاسي پوهنیزه تحلیلي څیړنه کې، د نړۍ په هره یوه پوهنتونې اکاډیمیکه علمي لیکنه کې او د افغانستان د تاریخ په اړه د نړیوالو په سیاسي، تاریخي، حقوقي، دولتي او علمي کتابونو کې لویه جرګه د افغانانو یو لرغونې ځانګړٍې قبایلي پارلمان په توګه پیژندلي شوي ده. نن نه یوازې افغانان، افغان ځواکمن واکمن مشران او افغان ملي تاریخپوهان د لویې جرګې په اسطوروې پېژندنه، وده او سمون کې مهم رول لوبوي، بلکې د لویدیځ سیاستوال، پوهنتونو څیړنیزه مرکزونه او د لویدیځي نړۍ ډله ییزې رسنۍ هم ورته پام شوي دی، چې د لویه جرګه په مخلوط یا منځ زړې کې د زړې او لرغونې نماینده ولسواکۍ اساسات، او د یوه ریښتني دودیزي قبایلې پارلماني موسسې معیارونه شته دي. نړیوال په دې پوهیږي، چې په نړۍ کې د افغان ملت اسطوروي هویت او د محاصر افغانستان بنسټ د یوې معتبري مرجع، یوې عالي موسسې یعني د لویې جرګې له خوا ایښودل شوي دی.
په یویشتمه پیړۍ کې دغه پښتني لرغوني قبایلي پارلمنټ د افغانانو د قانوني ملي دولت، دولتي حاکمیت، قانونیت، سیاسي او ټولنیزو ملي مسایلو حل په یوه ساده او روښانه افغاني بڼه کې د سوله ییزو خبرواترو او د ملي پریکړو له لارې د ټول هیواد په ګټه هواره وي.
پارلمان یو زوړ فرانسوي توری دی، مانا یې(Perler )  خبرې کولو ته ویل کیږي پارلمان یوه لویدیځه ښکارنده ده همداسي لویه جرګه یوه افغاني ښکارده ده. په لویې جرګې کې هم په یو خاص پارلماني نظم او یو ځانګړي افغاني میکانیزم کې خبرې اترې ترسره کیږي. معمولاً پارلمان ته د ولس منتخب استازې ورپیژندل کیږي. نن په نړۍ کې ډیري نورې سیاسي غونډو یا ملي اجتماعاتو ته هم پارلمان ویل کیږي. د پارلمان غړي منتخب یا نا منتخب استازې هم کیدای شي. لویه جرګه د یوې محدودې مودې لپاره، د یوې معیني مهمې ملي موضوع او یا د یوې ملي ربړي د حل لپاره د پاچا یا ولسمشر له خوا راغوښتل کیږي، تر څو د هیواد مخور تجربه لرونکې مشران،خانان، ملکان، دیني علما او د اغیزې خاوندان سره سلا مشورې او خبرې اترې وکړي په همدې بنسټ لویه جرګه د افغانانو یو ځانګړي لرغوني پارلمنټ په څیر راغوښتل کیږي.
په ورستیو دریو پیړیو کې افغانستان ته په کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې د ورپیښو شویو ستونزو او نړیوالو کړکیچونو له امله، د زبرځواکو یرغلګرو هیوادونو په وړاندې د ملي مقاومت او پاڅون د پریکړي له کبله، د افغان ملت د ملي هویت ساتلو له کبله، د افغانستان ملي دولتونو ته د مشروعیت ورکول له کبله، د اساسي قوانینو د تصویب له کبله او نورو لویو حقوقي، ټولنیزو ملي مسایلو د حل او فصل لپاره لویې جرګې رابلل شوي دي.
جرګه د افغاني ټولنې د ځانګړو ملي ارزښتونو یو ملي میراثي ارزښت دی، د لویې جرګې پریکړي ټولو افغانانو ته د منلو او اعتبار وړ دي، ځکه لویه جرګه ته د افغانستان له هر ټبره، هرقوم، هرې طبقې او هرې سیمې څخه استازي په یوه درنده عنعنوي بڼه د افغانستان او افغان ملت د برخلیک لپاره راغونډیږي. جرګوال پوهیږي، چې لویه جرګې کي د درست افغان ولس د ازادي اراده تمثیل کیږي او د دوی مشروع غښتنې اوریدل کیږي د جرګې خبرې اترې تر هغه دوام کوي، تر څو د جرګې پریکړې یا فیصلې د ټولو جرګوالو د منلو وړ وګرځي.
لویو جرګو د افغاني ټولنې په تاریخ کې د ملي یووالي یوه اغیزمنه بریالي وسیله ده او د تاریخ په اوږدو کې په افغان ملت او پښتني ټولنه باندې ډیرې ژورې ټولنیزې، روحیي او رواني اغیزې درلودلي دي. لنډه دا چې لویو جرګو په ورستیو دریو پیړیو کې د افغانستان په ملي او نړیوالو ستونزو کې خورا مهم رول لوبولي.

 
لویو جرګو د افغانستان د ملي دولتونو او د افغان ملت د ملي تاریخ د فلسفې بنسټ ایښودلي
د جرګو تاریخ له چینایې مدنیتونو سره تړو لري. کله چې د چین په لرغوني مدنیت کې یوه شخړه یا لانجه رامنځته شوه، شخړې ته به خامخا د جرګې له لیارې یو حل موندل کیده.
د جرګو لنډ تاریخي شالید او تاریخي اسنادو،څیړونو ته د کتنو پربنسټ دا جوتیږي، چې د لرغوني افغانستان اریایې اوسیدونکو خپل لومړني پاچا یما د جرګې له لارې خپل ټولواک ټاکلې وو. جرګې د اریايانو له زمانو څخه زموږ په سپیڅلي هیواد کې دود لري د باختریانو په عصر کې جرګې د سبها او سیمتي جرګو په نوم شتون درلود. له همدې امله لویو جرګو له لرغونو زمانو د افغانانو د ستونزو په حلو فصلو کې خورا مهم اهمیت درلودلي دی.
د پښتنو تاریخ او پښتني ژوند د پښتونولي په فلسفه جرګو، مرکو او د سولیزو خبرواترو پر بڼسټ ایښودل شوي دی.
په ۱۵۷۰ کال کې د پیر روښان په مشرۍ یوه لویه جرګه جوړه شوه، په دغه جرګه کې د مغلو د امپراتورۍ په وړاندې د وسله وال مقاومت او ملي پاڅون پریکړه وشوه. دا مهال د یوسفزیو او د ختکو قبیلو دعوه او شخړه د کابل او لاهور ترمنځ د وریښمینو لار د کنټرول باندې راولاړه شوي وه. دا لانجه د همدې جرګې له خوا د یوې پریکړې په ترڅ کې په سولیزه ډول حل او فصل شوه. ختکو او یوسیفزیو قبیلو د افغان ملت د ملي تاریخ، د افغان ملت د ملي یووالي د مفکورې او د افغان ملت هویت ساتلو په لاره کې بیسارې ستر مخکښ رول لوبولي دی. تاریخ شاهد دی، چې دغو دوو پښتنې قبیلو د پښتنو د خپلواکي او یووالي په لاره کې د تورې په مټ هم نه هیریدونکې مبارزې کړي دي. ښه بیلګه د نامتو فلسفي شاعر ستر خوشحال خان خټک ده، خټک درې سوه کله مخکې واړه پښتانه له اټکه تر کندهاره یووالي ته رابللي دي، ننګیالی او توریالی خټک خپل ټول ژوند د پښتنو افغانانو په ننګ،عزت، غیرت، یووالي، بقا او لوړتیا په لاره کې تیر کړي دی.
ستر خوشحال خان خټک لیکي: بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي، که خبر وي د جرګې په برکت
لویې جرګې نه یوازې د غزنویانو، دورانیانو امپراتوري بنسټ هم ایښودلي دی، بلکې د محاصر افغانستان د ملي دولتونو بنسټ هم ایښودلي دی.
د افغانانو په لرغوني تاریخ کې تر ټولو مهمې برخلیک ټاکونکې او ډیر د پام وړ ریښتوني لویې جرګې د میرویس خان نیکه او د احمد شاه بابا په مشرۍ لويې جرګې جوړیدل دي، دغه لویې جرګې د حکومتونو له خوا نه دي رابلل شوي، بلکې د وخت او زمان د اړتیاوو او تقاضا له امله په ملي ولسي ویښ ابتکار سره رامنځته شوي دي. دغو لویو جرګو په نړۍ کې د افغان ملي دولتونو او د افغاني امپراتوریو بنسټ ایښودلو ته لار هواره کړي، دغو جرګو په نړۍ کې د افغان ملت شتون او د افغان ملت هویت په بیر ته را ژوندۍ کولو کې مهم رول لوبولي دی.
لویې جرګې په اتلسمه پیړۍ کې د صفویانو پر ضد د افغانانو په ملي پاڅون کې هم مهم رول لوبولي دی. میرویس نیکه لومړي غلجي او ابدالي قبایل او ورسته ټول افغان ولس يې د جرګو له لارې یووالي ته راویښ کړي. میرویس نیکه ته د افغان د خپلواکۍ او بري لاره مالومه وه، ده په مکې معضمه کې د عربو له دینې علماوو څخه فتوا تر لاسه کړه. میرویس نیکه لومړنۍ جرګه په کوکرانو کې را وغوښتله او افغانانو ته یې د حجاز فتوا واوروله. په دویمه جرګه کې میرویس خان هوتک د پاڅون مشر وټاکل شو او جرګوالو د خپلواکۍ اعلان وکړو. میرویس خان د افغانانو ملي احساسات د خپلواکۍ په جهاد کې سره یو ځای کړل. که څه هم د میرویس نیکه د قیادت مشري او د خپلواکۍ هڅې لنډې وې، ده د افغانانو د ملي خپلواکۍ، ملي دولت او ملي حاکمیت بنسټ ډبره کیښودله، میرویس خان افغانان له قبیلویت پرځای قومیت ته رابللي دي او ده یو ویښ خپلواک افغان ملت ته لاره هواره کړي ده. له همدې ورځې څخه تر نننه هره پښتنه هر افغان په افغانیت او افغان والی باندې ویاړي.
په ۱۷۰۹ کال کې د حاجی میرویس خان نیکه په مشرۍ د مانجې په سیمه کې یوه بله تاریخي لویه جرګه جوړه شوه. په دغه جرګه کې پریکړه وشوه، په افغانستان کې باید نور د ګرګین د ظالمې واکمني او یرغل ته د پای ټکی کیښودل شي. د حاجې میرویس خان نیکه څخه ورسته بیا لوی احمدخان د ده نیمګړې لاره د یو خپلواک افغان ملي دولت ارمان پوره کړو.
د ۱۷۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې د کندهار په شیر سرخ کې یوې لویې جرګې د نهو ورځو خبرو اترو څخه ورسته د لوی احمدشا بابا په سر کې د غنمو وږی ورکیښود او دی د لوی افغانستان ستر ټولواک په توګه وټاکل شو. دغه لویه جرګه د غلزیو، پوپلزیو، نورزیو، سدوزیو، اسحقزیو او نور مخور پښتنو قبیلو په مشرۍ رابلل شوي وه. د احمدخان لویې جرګه ته هري پښتني قبیلې په ریښتني ټوګه د پښتونولۍ له دود سره سم د خپل ټبر واقعي او ریښتني استازي ور لیږلي وو.
په ۱۲۹۰ کال لویه جرګه د افغانستان د بهرني سیاست په تړاو په لومړی ځل کله چې د جرمني د دویم ویلهام یو پلاوي کابل ته راغي او د افغانستان د ټولواک څخه په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انګریزانو او روسانو پرضد جګړه کې د برخه اخیستلو غوښتنه وشوه، افغانستان د یوې لوې جرګې په رابللو سره پریکړه وکړه او په لومړۍ نړیواله جګړه کې خپل بې پریتوب اعلان کړو.
د غازي امان الله خان د واکمنې پر مهال څلور لویې جرګې جوړې شوې دي لومړی په ۱۹۲۰ کال په جلال اباد کې جوړه شوې، دې لویې جرګې افغانان د خپل د سپیڅلي هېواد د خپلواکۍ ساتنۍ لپاره ته چمتو کړل.
د ریفومونو او نوښتونو ویاړلي پاچا غازي امان الله خان ډیره هڅه وکړه، چې د جرګو له لارې په افغانستان کې د قانون حاکمیت بنستیزه ډبره کیږدي.
د اماني عصر د ۱۹۲۸ کال په لویه جرګه کې د افغانستان ملي بیرغ درې رنګه تور، سور او زرغون رنګونه تثبیت شول، له همدې سره د لویې جرګې له خوا د افغانستان د ملي ښکلي بیرغ او علامه یا دولتي نشان پریکړه وشوه. د افغان ملت درې رنګه بیرغ د افغانستان درې واړه پیرونه یا دورې لرغونې پیر، منځنې پیړۍ او محاصر عصر تمثیلوي.
په ۱۳۳۴  کال لویه جرګه د پښتونستان د مسئلې په تړو راوغوښتل شوه. که څه هم په دې تړو له دې مخکې د سفربري اعلان هم شوي وه، د افغانانو لویې جرګې پریکړه وکړه، د پښتنو ستونزه د ټولو افغانانو ګډه ستونزه ده او د افغانستان شاهي دولت د ډیورندلاین کرښه په رسمیت نه پیژني او د لر او بر یو افغان شعار د هر ریښتنې افغان په خوله کې را پورته شو.
په  ۱۹۴۱  کال کې بیا هم د افغانانو لویې جرګې د په نړیواله دویمه جګړه کې د افغانستان نه ګډون اعلان کړو.
لویې جرګې د لوی افغانستان په رسمې تاریخ کې، د افغان ملت د محاصر ملي سیاسي تاریخ او د افغان ملي دولتونو حقوقي مشرعیت بنسټ کې بنستیزه ونډه درلودلي ده، لویه جرګه د افغانانو دولتي، سیاسي او تولنیز کلتور یوه نه بیلدونکي برخه ګرځیدلي ده. د لویې جرګې ښکارنده او د لويې جرګې اسطوروي سیاسي اغیزې په اسانه نه شي تشریح کیداي، چې څنګه د افغان د ځواکمنو پاچاهانو له خوا د دریو پیړیو راهیسې د افغانانو لومړني ستر ټولواک اعلیحضرت احمد شاه بابا څخه تر ورستي افغان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د ملت بابا پورې او د ښې اړخو، کین اړخو ولسمشرانو، دولتمشرانو او ولسواکو دولتونو د لویې جرکې له ځواک او اغیزې څخه د یوې قانوني مشروع مرجع په ټوګه ګټه اخیستل شوي ده. افغان دولتمشرانو د لویې جرګې له لارې خپل دولتي واک ته قانوني مشروعیت ورکړي او له همدې لارې دوی د افغان دولتي حاکمیت د واک ستنې په سولیزه توګه قانوناً په افغان ولس کې ټینګي کړي. افغان ملي دولتونو تل خپلو ملي مهمو سیاسي پریکړو ته د لویې جرګې له لوري مشروعیت ورکړي دی او له همدې لارې ملي دولت خپلو وګړو ته د عامه پوهاوې لار خلاصه کړي ده. د لرو پرتو کلیوالي سیمو او ولسوالیو څخه لویې جرګې ته راغلي ولسي استازي، چې کله دوی له کابله بیرته خپلو سیمو ته ستنیږي، دوی د مرکز حکومت دولتي سیاسي پریکړي او پیغامونه له ځانه سره د افغانستان لرو پرتو کلیوالي سیمو ته انتقالوي.
د لویې جرګې په اړه په نړیواله کچه څیړونو،پلټنو او ارزښتمندو مالوماتو تر اوسه دا ښوولي، چې لویو جرګو په نړۍ کې د خپلو تاریخي بریالیتوبو او بریاو په لړ کې د افغانانو یواځیني خپله عنعنوي سیاسي موسسه ده، چې افغان سیاست په نړیواله کچه نړیوالو ته په روښانه توګه او ژوندۍ پارلماني بڼه وړاندې کوی.
لویې جرګې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې ورو ورو د افغان دولتي درېګونې ځواکو د پاسه یو ستر مهم عالي ممتاز حقوقي اورګان یا ځواګ ته وده کړي ده.
لویې جرګې په افغاني ټولنه کې څو اړخیزه اغیزه لري، د تاریخ په اوږدو کې لویې جرګې یو دولتي سیاسي اورګان ته وده کړي ده، لویه جرګه نه یوازي د افغانانو د ډول ډول اندونو، فکرونو، کړکیچونو، شخړو او دوعوو لپاره یوه ځانګړي افغاني د حل لار ده، بلکې د افغاني ټولنې د مختلف قشرونه، ګوندونه او په افغانستان کې د بېلابېلو سیمو د اوسیدونکې لږه کې په یو ځانګړي دروند ډیپلوماتیک دود، په ډیر عزت او درنښت سره  ټول افغانان د افغان ملت یووالي ته رابلولي.
په ټولیزه توګه د افغانستان په تاریخ کې افغان دولتونه هیڅکله د دې توان نه دی درلودلې، چې دولتي مرکزې اداره او دولتي واک او ځواک د یوې وسیلې په څیر په ولسونو، قومونو کې او لري پرتو کلیوالي سیمو کې نصب کړي له همدې امله لویه جرګه د مرکزي حکومت او د هیواد د لرو پرتو سیمو د ولسونو ترمنځه د واټن را کمولو یوه ښه بریالي وسیله ده.
په عمومي ټوګه په افغانستان کې نږدې هر قوم یا هر ټبر خپله جرګه یا شورا لري. افغان ملي دولت د قومي جرګو سره نیغ په نیغه تړولري.له همدې کبله په افغانستان کې ملي دولت د جرګې دولت دی. افغان دولتونو لویه جرګه د یو ملي سیاسي اورګان په څیر په اساسي قانون کې تعریف کړي،.تر څو له یوې خوا د ولسي مخور مشرانو، خانانو، ملکانو، کلیوالي مشرانو او له بلې خوا د مرکزي حکومت ترمنځ یو ډول د اعتماد، اعتبار او باور فضا رامنځته شي، له بلې خوا لویې جرګې د افغان حکومت او افغان ولس ترمنځ واټن رالنډوي، هممهاله افغان دولت د ولس له ولسي استارو څخه خپل مشروعیت ترلاسه کوي.
د پښتونولۍ د لویې جرګې تعریف، جوړیدل، څرنګوالی او ټرمینالوژيک ارزښت
جرګې او مرکې د پښتني لرغوني ټولنې یو ولسواک اصل او یوه غوره نمونه ده ، پښتانه پرته له حکومتي شتون او دولتي محاکمو څخه خپلې خپلمنځي ستونزې او حقوقي لانجې د جرګو له لیارې هواروي، پښتانه جرګه او مرکه د پښتونولۍ یو ستر بنسټ او کانسپټ ګڼې
لویه جرګه د افغانستان د ملي ټرمینالوژي یو مهم عنصرمنل شوي دی. افغانانو د خپلو جرګو او مرکو څخه د یو ملي میراث په توګه تر ننه په خوندې توګه ساتنه کړي ده. لویې جرګې په تاریخي لحاظ  افغاني ټولنه کې د خپلي لرغونتیا له امله ژورې ریښې لري او د افغانانو په فکرونو، ملي دودونو او عنعناتو کې تر ټولو ستر اهمیت او ځای لري.
افغانانو د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې تر نننه په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو ملي او سیاسي موخو لپاره تل ملي او لويې جرګې رابللي او جوړې کړې دي. پر جرګو باندې د تاریخ په بېلا بېلو پړاوونو کې بېلابېل نومونه ایښودل شوي او لویې جرګې بېلابېلې بڼې یې هم غوره کړي دي.
جرګه هغې غونډې ته ویل کیږي، چې په محلي، سیمه ییز، ملي او نړیواله کچه د پرېکړو صلاحیت ولري او جرګه د خپلو د پریکړو پلی کولو واک هم ولري یا د قضې په اړه د رابلل شوي غوندې حکم ټولو ته د منلو وړ وي. د جَرګې توری په بېلابېلو ژبو کې په بیلا بیلو ماناوو تعریف شوي دی، د پښتنو په تاریخ او پښتونولي په فلسفه کې جرګه یوه مانا او یو مفهوم لري. جرګه د قبایلي سپین ګیرو، تجربه لرونکې او مخورو قومي مشرانو غونډې او جرګې ته ويل کیږي، چې د بېلابېلو مسایلو د حل لپاره رابلل شوي وي. دا ډول جرګې د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو په ټولنه او د پښتنو په کلیوالي سیمو کې په دایروي شکل جوړې شوې دي. د پښتنو په قبایلو کې د جرګې پرېکړې باید عملي شي، مخالفت او سرغړونکي ته ډېرې ناوړه پایلې هم لرلي شي.
د افغانستان په اساسي قوانیونو کې لويې جرګې ته یو فصل ځانګړي شوي دی، د جرګو او لویو جرګو تعریف، د جرګود غړو جوړښت، اختیارونه، د جوړیدو څرنګوالی، د جرګو داسې نور اصول او مقررات په  کې تثبیت شوي دي. د افغانستان نږدې ټول اساسي قوانین د لویو جرګو له لارې تصویب شوي دي.
لویه جرګه د پاچا یا ولسمشر له خوارابلل کیږي، ترڅو د هیواد په کچه د مهم ملي مسایل، ملي پوښتنو او ملي ستونزو په اړه یوه ټولمنلی ملي روغه پریکړه وشي کړي.
لویه جرګه هغه مهال راغوښتل کیږي، کله چې په هیواد کې ملي مسایل، ملي سیاسي مهمې پریکړې، د ملي کړکیچونو حل خبره مطرح شي.
جرګه د پښتنو د را ټولیدني او ناستي یو دودیزه ډول دی، چې په کې مشر او کشر نشته، د جرګې ګډونوال ټول مساوي حقوق لري. پښتانه جرګه د خپلمنځي شخړو او د را منځته شوي کړکیچ د سولیزحل په اوند، د یوې مناسبه پریکړې لپاره راغواړي.
مرکه یوې وړې سیمه ییزې جرګه ته ویل کیږي، مرکه په کلی کې د وړو وړو شخړو او لانجو د حلولو لپاره جوړویږي، جرګه یوه هراړخیزه خپلواکه مرجع یا اورګان دی، چې د کور،کلي، سیمې، ټبر، ملي مسایلواو نړویوالو چارو کړکیچونو په کچه باندې عمل کوي. د جرګې پریکړي د ټولو افغانانو له خوا منل کیږي. په دودیزه توګه د هرې جرګې دنده، صلاحیت، د عمل کچه او واکونه  مالومه وي. لکه مرکه، کلیوالي جرګه، قومي جرګه یا سیمه ییزه جرګه، ملي جرګه یا د لویه جرګه د رابللو موخې او واکونه مالومه دي.
د پښتنو په هره سیمه کې د جرګو او مرکو تجربه لرونکۍ قومي مشران مالوم او پیژندل شوي وي. په جرګه کې ټول جرګه وال مساوي حقوق او امتیاز لري. د جرګو په بهیر کې هیڅ افغان د بل افغان څخه د برتري د نه لرلو له پرنسیب څخه کار اخیستل کیږي. جرګه کې هر څوک کولي شي، په خپل وار سره پر اړونده موضوع باندې په ازاده ټوګه خبري اترې وکړي.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم لویه جرګه هغه مهال رابلل کیږي، چې د هیواد خپواکۍ، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد په سترو ملي مسایلو باندې پریکړه کیږي. د لویې جرګې بحثونه علني او سري هم ډایریداي شي
د افغانستان د ۱۳۴۳ اساسي قانون د لویې جرګې د تعریف سربیره د جرګې د غړو جوړښت، واکونه او د جوړېدو څرنګوالی په یوه ځانګړي فصل کې تعریف کړی دی.د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې په شپږم فصل کې يوسلو لسمه او یوولسمو مادو کې لویه جرګه په لاندې ډول تعریف  شوې ده
لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى لويه جرګه، د ملي شورى یا ملي جرګې له غړيو، د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون كوي. د اساسي قانون په يو سلو يوولسمه ماده راغلي، چې لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې جوړیږي، د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول.
د ۱۳۴۳ کال څخه راپه دېخوا د پښتونولي د جرګو کانسپټ ته رسماً ّ په اساسي قانون کې ځای ورکړل شوي دی ولسي جرګې او مشرانو جرګې رسماً د ملي شورا په ځای په ملي جرګه نومول شوي.
د ۱۳۵۵ کال اساسي قانون (د شورا) توری د پارلمان له نامه څخه لیري کړو او د هیواد په رسمې ژبو پښتو او دری کې ورته ملي جرګه ویل شوي.
لویې جرګې کې انتخابي او انتصابي غړي ګدون کولي شي، کله چې د افغانستان ولسي جرګه یا د پارلمان د استازو غړیتوب انحلال شي، بیا تر نوي ولسي جرګي یا پارلمان تر جوړیدو پورې د لویې جرګې غړي د ولسي جرګې یا پارلمان استازيتوب کوي. په یو ټوپير سره، چې د لویې جرګې غړي د ولسي جرګې د غړو په څیر قانوني مصؤنیت نلري .
لویه جرګه د پاچا ییا ولسمشر له خوا راغوښتل کیږي. لویه جرګه د کال په کې کوم معیین وخت کې نه راغوښتل کیږي، لویه جرګه له جوړیدو او د پریکړي له صادرولو څخه ورسته بیرته منحل کیږي. لویې جرګې تر اوسه د سیاسي واک په مرکز یا پلازمېنه کې لکه د افغانانو په لومړنۍ پلازمینه کندهار، دویمه پلازمینه کابل، د اماني دورې د واک مرکز ننګرهار او پغمان کې رابللي شوي دي. تر اوسه هیڅ کومه لویه جرګه د هیواد څخه بهر نه ده جوړه شوي .


د اوومې برخې پای

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery