مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله په افغانستان کي د فلم فستوال کي راسره برخه واخلی

بریال نایاب

 


سوله په افغانستان کې د هر افغان ځوان،  زوړ ، ښځېنه او نارینه آرمان دی چې ورسیدو ته یې کلونه کلونه کیږي میاشتې ،ورځې او شپې شمیري. په سوله کې ژوند هغه هیله ده چې ځوانان مو زاړه او سپین ږیري له دنیا دغه ارمان سره ولاړل . نن چې دنړۍ یوه پراخه برخه د جنګ او جګړو په لمبو کې سوځي، افغان ځوانان را ولاړیږي خپل نظرونه  په شپیته ثانیه يي فلمونو کې له خپلو هیوادوالو او دنیا سره شریکوي.
په بلخ ،هرات، جوزجان او سمنګانو ولایتونو کې د افغانستان د نوي کهول (نسل) موسسې له لارې ځوانانو ته دا زمینه برابره شوې ده چې خپل ۶۰ ثانیه یی فلمونه چې په خپلوګرځنده ټلیفونونو او یاهم نورو کمرو یی اخستي او جوړ کړي او موضوع یې سوله په افغانستان کې وي یاد فسټیوال ته راولیږي او پکې ګډون وکړی. پدې کار سره دوی  کولای شي نورو ځوانانو ته د سولې اهمیت وشيي او دا وروښيي چې څنګه کیدلای شي هیواد ته سوله راشي. پدې فسټیوال کې چې د څلورو یادو شویو ولایتونو اوسیدونکي ګډون کوي په پای کې به یې هغو ځوانانو ته چې فلمونه یې د درې غوره فلمونو په ډله کې راشي د فلم اخیستنې او آیډیت اړوند وسایل د ډالۍ په توګه ورکړل شي.
هغه کسان چې غواړي پر دغې موضوع  فلم جوړ او یاد فسټیوال ته یې د ګډون په موخه راولیږي یوه میاشت وخت ورکول کیږي چې د جولای د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه  دجولای د میاشتې تر پایه پورې به په بیلابیلو ټولنیزو رسنیو کې لکه فیسبوک، ټویټر، راډیو، تلویزیون، لویو لوحو او خواله رسنیو او معلوماتي پاڼو له لارې عامه پوهای ترسره کیږی ، داچې د یادو ولایتونو ځوانان وکولای شی په ښه ډول د فلم په جوړولو او فسټیوال ته یې په رالیږلو ښه و پوهیږي زموږ ولایتي استازو د ځوانانو ،فلم جوړونکو ، محصلینو او د مدني ټولنو غړو ته لارښود ټرینینګونه جوړکړل.
کریم رسا یو له هغو کسانو څخه ده چې په یاد فیستیوال کې د ګډون په موخه یې  خپل فلم رالیږلی هغه وایی : داچې د دې فیستیوال موضوع سوله په افغانستان کې وه نو زه یې دیته وهڅولم ترڅو ۶۰ ثانیه یی فلم وړ او یاد فیستیوال ته یی د ګډون په موخه واستوم او دسولې پیغام راوړونکی و اوسم ځکه چې موږ تر هرڅه وړاندې سولې ته اړتیا لرو هغه زیاته کړه سوله نیکمرغي او یود بل منل دی.
 فریده امینې چې په جوزجان ولایت کې ژوند کوي هم یاد فیستیوال کې د ګډون په موخه خپل فلم را استولی ده هغه  وایی: ومی غوښتل ترڅو خپل نظر د انځور په بڼه د هیواد له ځوانانو سره له دې لارې شریک کړم دا ښه زمینه چې وکولای شم د سولې په را وستو کې مخکښه شم نور سولې ته وهڅوم او خپل نظر په آزاده توګه بیان کړم. 
د یادونې وړ ده چې په دغه فسټیوال کې د فلم د غوره کولو معیار په لاندې ډول په پام کې نیول شوی دی. 
د ۶۰ثانیه یي فلمونو محتوا او موضوع باید د فسټیوال له هدف سره چې ( په افغانستان کې سوله ) ده اړخ ولګوي.
دپیغام کیفیت او محتوا ،په تولید او جوړولو کې نوښت او خلاقیت،  فلمونه باید له ۶۰ثانیو نه ډیر نه وي.
ګډون کوونکي کولای شي خپل فلمونه د فسټیوال د ویب سایټ له لارې راواستوي ،ګډون کوونکي کولای شي خپل فلمونه د فسټیوال  ولایتي استازو ته واستوي.
 د هرات ،بلخ،جوزجان اوسمنګانو ځوانان کولای شي پرته له دې چې د هغوی جنسیت، مذهب او یاهم ملیت په پام کې ونیول شي فلمونه جوړ کړي. دفلم جوړونکي عمر باید له ۳۵کلونو پورته نه وي.
د تصویراخیستلو کیفیت په دغه فسټیوال کې مطرح نه دی. مینه وال کولای شي په خپلو ګرځنده ټلیفونونو هم تصویرونه واخلي.
له هرډول کمرې څخه کار اخستلای شئ.
فلم جوړونکي ازاد دي چې په خپلو فلمونو کې له ویډیو، عکس او یاهم انیمیشن نه کار واخلي.
هرفلم جوړونکی کولای شي یوازې یو فلم راواستوي.
را لیږل شوی فلم باید د فلم جوړونکي خپل کار وي او بل چیرته ور نه استفاده نه وي شوې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery