مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-10   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دپاکستان پروړاندی ملی خوځښت دولس دنجات لارده !

حبيب الله غمخور
په افغانستان کي افغان وژنه دپاکستان حکومت پرمخ بيايي،زموږ دښمن پاکستان دی . موږ ټولوته لمر غوندي روښانه ده چې پر افغان ولس په هربڼه بريد دپاکستان داستخباراتی ادرې په دفترونوکي طرح ،تنظيم اوديوترهگر پوسيله عملی کيږي . زماددې خبری پخلی دکابل پښارکي تر ورستيو بريدونو وروسته دډله ايزورسنيو په گډون ټول کوی . دطالب په نوم وژونکی ډلي دراټوکيدو له لمړی ورځې نه چې خښته یې په ۱۹۸۴ کال دپاکستان په مدرسوکي دهمدې پرونيو اوننيو موخو لپاره کښېښودل سول ، ديوی استخباراتی جگړه ايزي مپرزې په توگه ترېنه کار اخيستل کيږي. په ظاهر نوم دطالب مطرح دی خودپردې شاته هرڅه دهمدې خپل نوکر طالب پوسيله ترسره کوی.هرڅوک چې طالب يوخپلواک ځواک بولی زما اوډيرو دسياسي نظر خاوندانو په اند تاريخي اشتباه کوی.موږ هيوادوال داڅولسيزي يوځل دمجاهدبيا دطالب اوس دداعش په نوم له پاکستان سره په نا اعلان سوې گړه کي اخته دي. که نړيوال دامنی چې پرموږ داتپل سوې جگړه دپاکستان دپوځی او استخباراتی ادارو لخواددوي ددولتی مشرتابه په خوښه سازماندهی کيږي اوډاکتر اشرف غني هم داخبره کوی چې موږ دپاکستان سره په يوه نا اعلان سوې جگړه کي مصروف يو .نوداپدې معنا چې زموږ مخالف لوری پاکستان دی ، نه دهغوي اجنټان چې وربايد افغانان وژنی . نوکه دافغانستان چارواکي په رشتيا دسولی لپاره هڅه کوی او نړيوال وايي چې موږ دافغانی لوری سره دسولی دهڅو په لار کي ملاتړ کوو ، ټولی خبری بايد له پاکستان سره مطرح سی .دطالبانوسره دخبرو دلته اوهلته ناسته هيڅ ډول گټه نلري اودوخت ضايع ده ، په تکرار وايم طالبان خپلواک نه دی دايوه روزل سوې ډله ده چې پاکستان دهغوي پوسيله اونوم خپلې کرغېړنی موخی سرته رسوی. که امريکا افغان ولس ته ځان ژمنه بولی بايد هرډول مالي اومادی مرستې پر پاکستان ودروی.هغوي دبهرنه دميليونوډالروپه ترلاسه کولو همدا ترهگر روزی،مگرنوم ورباندي دترهگرو سره مبارزه اېږدي . زموږ له نظره دټولو نړيوالو اصولو اودملگروملتونودمنشر له مخې موږ ددې نړيوال سازمان دبنسټ اېښودونکی هيواد په توگه داحق لروچې له همدې نړيوال سازمان اوددي سازمان له امنيت شورانه په کلکه وغواړو چې په پاکستان کي روزل سوو ،په وسلو سمبالوسو ترحه گړوپوسيله دافغانستان پرخلاف دپاکستان لخوا په ديره بې شرمۍ نا اعلان سوې جگړه پايته ورسېږي . او دبلې خو ا زموږ دولتی مشرتابه مکلفيت لری چې ډير ژر دپاکستان سره زموږ دکړکيچ خبره دټولو نړيوالو سازمانواو امنيت شورا پر ترېبون مطرح اودهغوي په مرسته دپاکستان لاسونه زموږله هيوادنه لنډسی. ترڅو موږ دې موخې ته رسېږوترهغو بايد دپاکستان له حکومت سره همدا يوه خبره مطرح وي چې دافغانستان څخه لاس په سرشي . اوددې ترڅنگ په ټول هيوادکي دټولو دله ايزورسنيو،ټولنيزو ،سياسي سازمانو اومدنی ټولنو دامکاناتو پوسيله دافغان ولس ترگوږودپاکستانی چارواکو ددسيسو اوتوطيو پايلی اوددوي موخی ورسېږي اوملت ددې ناروا اوسپين سترگی گاونډي پر خلاف راوپارېږي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery