مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-13   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستۍ دفرهنگی ټولنې اعلاميه !

حبيب الله غمخور
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دافغانستان دورستيو امنيتی حالاتو اوپدې هيوادکي دگاونډيانودبربنډو اوڅرگندو دلاسوهنوپه نظر کي نيولوسره په سويډن کي زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دافغانستان دعالمانو دشورا له فتوانه هر اړخيز دفاع اوملاتړ اعلانوی . نن دروان ز کال داگست پر ۱۳ د کابل دعلماوو شورا د پاکستان پر خلاف دجهاد يوه ډيره معقوله اسلامی فتوا ورکړه . د کابل د علماو شورا چې نن د شاه شهید د پېښې د قربانیانو سره د خواخوږ ۍ په پلمه راټول شوي وه ، د پاکستان پر ضد د «جهاد» فتوا ورکړه. د کابل د علماو شورا رئیس مولوي عبدالبصير حقاني په دغه غونډه کې ویلي وو چې د دوی نننۍ فتوا داده چې په پاکستان کې جهاد فرض عین دی او هغه ډلې چې په پاکستان کې «جهاد» کوي دهغوی سره ولاړ دي او ملاتړ یې کوي . د علماو شورا غړو همدا راز ویلي چې دوی تیار دي د پاکستان پر خلاف «جهاد» کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي. د دغې شورا یو غړي عزیزالله مفلح ازادۍ رادیو ته ویلي چې « د اسلام لپاره، د دین لپاره، د خدای د رضا او د بشریت د هوساینې لپاره او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د رضا لپاره تیار یو چې خپل سرونه د جهاد په سنګرونو او د دغه هېواده د دفاع په خاطر ورکړو خو هیڅ بدماش ته تسلیم نه شو». زموږ فرهنگی ټولنې مشراتابه جرگه پداسي حال کښي چې ددې دينی عالمانو او افغان ولس له انسانی او اسلامی احساس نه ملاتړ کوی .دنړيوالو زبرځواکوهيوادونوله مشرانونه په کلکه غواړي هرڅومره چې ژر کېږي په افغانستان کي دافغان وژنې اونااعلان سوې جگړې کمبله ټوله کړی . افغانان لکه دنړۍ نور ولسونه په سوله اوثبات کښي دژوند کولو حق لري اوداحق دبشردحقوقودنړيوالی اعلاميې دمندرجه موادوپر اساس دمځکي پر مخ ټولو اوسېدونکوته ورکړه سوی ،افغانان پدې اعلاميه کي استثنا ندی ښودل سوی . له نړيوالی ټولنې نه زموږ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې سوال دادۍ،افغانان په کومه بشری گناه له دې روا اوانسانی حق نه داڅولسيزي محرومېږې ؟ دټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery