مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپيژنئ- ۱۳۱ برخه : مندوزي

ډاکټر لطیف یاد

 

:
که چیرې دمندوزیو دنسب شجره په غور سره ولولو نو جوته به شي چې دوی په خوږیاڼيو ورګډیږي او له آره کرلاڼي پښتانه دي .
مندوزي په پخوا وختونو کې دخپلې اصلي قبیلې نه جلاشوي دي ، دخوست سیمې ته تللي دي او هلته استوګنه لري .
مندوزي دخوست دولایت په لویدیزه برخه کې استوګنه لري. ددغې قبیلې لویدیزې خواته دځدراڼو قبیله، جنوب ته یې دشمل سیند پروت دی چې اسماعیل خیل او مندوزي یې سره جلا کړي دي، ختیزخواته داسماعیل خیلو سره ګډه پوله لري او دشمال خواته هم دځدراڼو دقبیلې سره نښتی دی.(۱)
دمندوزيو دقبیلې زیاتره خلک دکرکیلې په چارو بوخت دي ، خو به دوی کې یو زیات شمیر خلک دولتی او سرکاري دندې هم لري.
مندوزي زړور، میلمه پالونکي او په پښتني ننګ او غیرت ټینګ او ولاړ خلک دي.
دمندوزیو دقبیلې ځینې نورې څانګې او ښاخونه په لاندې ډول دي :
حسن زي ، درې نومي ، شیایي خیل، اسماعیل زي او درې کوټي .(۲)
-------------------------------------------------------------------
۱- معلومات مختصر دربارّ اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور ،۶۲ مخ . دقومونو او قبایلو
 چارووزارت ،د کا بل چاپ .
۲- ډاکټر لطیف یاد ، پښتنې قبیلې ، ۲۵۷ مخ ، دپیښور چاپ .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery