مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا! دملا محمد عمراخوندوفات دطا لبانودپای ټکی دی ؟

ننګیالی - بڅرکی


په دې کی شک نه سته چي اشخاص دتاریخ په جوړولوکي ستررول لري. خود هغوی رول اوارزښت ټاکونکی نه دی.یوازي ولسونه دي چي دتاریخ په جوړو لوکی ارزښت درلودلای سي،دولسونوپه منځ کي لارښوونکي اوشخصیتونه دټولني دتاریخي تجریبوڅخه ګټه اخلي اوپه ټولنه کي یاپه تصادفي ډول لارښوونکي رامنځته کیږي اویاهم دایډیالوژیکواړیکوپربنسټ،دټولني مشرتابه په غاړه اخلي.

داچی په ټولنه کي خلک دتغیر،پرمختګ اوپه انقلابونوکي قاطع ونډه لري،ددې معناداهم نه ده چی شخصیتونه دي په پرمختګونووتحولاتواوانقلابونوکي بې ارزښته وي. دټولني عیني اومروج قوانین د ضرورتونوپربنسټ راهبران را زیږوي.اوبیاراهبران هم په خپل نوبت سره همدغه ټولنی ته دخلکود ضرورت اوایډیالوژیکي اړتیاوپربنسټ تغیرورکوي.چي ددې فلسفي منل سوي مقولې بیلګي موږپه افغانستان اونوروهیوادوکی لیدلای سو.خوزموږدبحث موضوعو اوسني شرایط اودملامحمدعمرمړینه ده. چي ده پردیوپاکستانیانوپه وسیله ترسره سوی دی....نوپه مړینه به ئې کوم نوي تغیرات را منځته سي؟.

ملامحمدعمراخوندچي دافغانستان په هغه شرایطوکی په ناڅاپي توګه را منځته سو،په هیوادکی یو پیژندل سوی کس نه وو.زموږ دټولني دیوه تاریخي ګوند له خواڅخه نه ؤټاکل سوی،خو!په یوه افسانوي ډول رامنځته سؤ.اوشهرت ته ورسیدی.نوموړې افسانه چی په افغانستان کی دپاکستان په دښمنانه سیاست سره را پیل سوه،هد ف ئې دافغانستان اشغال اودپاکستان دیوې سوبي په شان دطالبانوپه وسیله اشغال ول وه.پا کستان د طالبانو ده سیاست په پولي کولوسره غوښتل چی دافغانستان خلک دپوهي اوسوادڅخه محرومه وساتي.دطالبانوپه واکمنۍ کي لومړنی بریدیې پرښوونه اوروزنه ترسره کړ.اوبیایې هم دښځوونډه په ټولنیزژوند کي دمنځه یووړه.همدغسي یې منورین اوزده کړی خلک دټولنی څخه دږیروپه پریښولوسره مجبور،توهین اودهیواده څخه وشړل،یوازي یې عام،بیسواده اوجاهل خلک په هیوادکی دننه په کاروه،چي دانتقاد کولوتوانمندی ونه لري.

دطالبانودغه کارچی ټوله خلک دی ږیري ولري دا داسلام اوداسلامي هیوادونوکړنه نه وه.بلکي؛ یوازې په دې کی هدف همدغه وکړه چي دهیواده منورین وشړی اوملک ددوی غوندي جاهلیوته پاته سي.نوموړی عمل پا کستان دهغوکسانوپه وسیله سرته وه رساوه ، چی هغه ددوی ترنفوذلاندي اودآی – اس – ای ترپروګرام لاندی خلک وي، هغه طالبان کیدای سوای، ځکه دهغوی سره ملی تفکراصلآ وجود نه درلود.

ملامحمدعمراخوندچي یوخت دمجاهدینو په وخت کي دمولوی محمدنبی محمدي اخونددطالبانوپه ګروپ کی دزابل دپښ کندي دسیمی قومندان وو،اودکابل کندهارلویه لارکې جبهه درلودله.په همدغه ځای کي معلول کړل سو. او یوه سترګه يې هم دلاسه ورکړه. ورسته ترهغه چي دشوروی سرې قواوي دهیواد څخه ووتلې اوبیا وروسته دافغانستان دحکومت چاري مجاهدینوته وروسپارل سوې،ملامحمدعمرنورپه همدغه جنګ جګړوکی برخه وانه خیستل.او ځانته یې دپاکستان دکوټي څخه په شل کیلومترۍ کي،دګلیستان په سیمه کي دیوه خان پر باوړۍ دساتونکی دنده غوره کړه اوپه عینی حال کې مذهبي زده کړی هم کولې.خو!هغه وخت چی پاکستان دمجاهدینوپه موجودیت کی خپل وسعت طلبۍ یااستعماری شوموعملونوته نورادامه نه سوای ورکولای.اودشمالي تلوالوسره سخت په تکرکي راغلی وه،نویې ده –C I A په مرسته طالبان رامخته کړه اوطالبان ئې په افغانستان کي واک ته ورسول.داهغه وخت دی چي نورنو پاکستان دنجیب دحکومت دسقوط څخه وروسته مجاهدین دځان غلامان ګڼي اوداسی فکرکوی چي موږ په افغانستان کی فاتح یواودغه هیواد نوردپاکستان یوه صوبه ده... خو! واقیعت بل ډول راوزي،ضدپاکستان شعارونه،دپاکستان سفارت ته اوروراچول، پرسفارت حملې کول داټوله هغه څه وه چی پاکستان یې مایوسه کی اودمجاهدینوڅخه یې مخ واړوی.اودملامحدعمر په مشرۍ یې کرنل امام افغانستان ته را واستاوه.طالبانوپه لومړي سرکي یوه اندازه کړنی هم سرته ورسولې،په افغانستان کې دفهم وړکارونه هم وکړه،هیوادیې دتجزې څخه وژغورۍ،کوڅه په کوڅه يې دلوټماروګروپونه خلع سلاح کړه، خلک په دې کاریوه اندازه دطالبانوڅځه خوښ سوه.تریوه حده یې امنیت هم تامین کی. دا ځکه چی دغه وخت پا کستان غو ښتل چی په افغانستان کی سوله او امنیت تامین وي.

تش په نوم یې ملامحمدعمراخوندکښینولی وو،خو! واک ټول دپاکستان دنظامیانو په لاس کي وو.دطالبانو تندروي ،افراطیت اودعربو دالقاعده ګوندونو موجودیت په افغانستان کي،ددې سبب سوچي،ځیني مدني ټولني،غربی هیوادونه اودامریکا متحده ایالاتو،ځانونه په خطرکی ولیدل.اودطالبانوسره د مسلحت له مخي ئې داسمابن لادین غوښتنه وه کړه.اودعربوایستل یې دافغانستان څخه وغوښتل،خو! طالبانو دې وړاندیز ته منفي ځواب ورکی.اودغه وخت وو، چي یولسمه دسپټمبرهم دالقاعده یااسما بن لادین په نوم ختمه سوه، نودامریکاېانو دپاره دغه ښه فرصت سوچي طالبان دقدرته لیري کړي.اوپرځای ئې شمالي تلوالي راو ستل، خو! حمید کرزی یې دیوه سمبول په ډول ورته کښیناوه.

  طالبان دملامحمدعمرپه مشری دپاکستان په نظامي ځایونوکي وساتل سوه.او په افغانستان کي داورلمبې خاموشه نه سوې. طالبانوپه هم هغه میتودپه افغانستا ن کي جنګ راپیل کی کوم چی مجاهدینودافغانستان ددموکراټیک ګوندپه مقابل کي جنګ کاوه.هم هغه سي ئې ښوونځۍ وسوځلې،ښوونکي ئې ووژل، دلویولاروپلونه اوسړکونه یې مات یادمنځه یووړه.عام ملکي کسان دمجاهدینوپه وخت کي په ړندورا کیټنواومینونووژل کیده.خو!! دطالبانوپه وخت کي بیا دځان مرګو په وسیله وژل کیده،یا هم دموټربم په وسیله.

خو! دغه دواړه حالات دپاکستان په غوښتنه،لارښوونه اودستورسره سرته رسیدل که یووخت ده سیاف،رباني،احمدشاه مسعوداویا ګلبدین په وسیله سرته رسیدل. یاهم اوس ئې طالبان سرته رسوي ... بنسټ ئې پاکستان دی.که موږ دموضوعوعمق ته توجووکړویاپه ساده نظرورته وګورو.په افغانستان کي دبیګناه کسانووژنه پاکستانیانوکړې ده که نن وژنه کیږي یا پروندوژل کیده.په پاکستان کي دملي شخصیتونوترورلکه:عبدالاحدکرزی–ډګرجنرال نظرمحمد خان (وزیري دفاع) پوهاند مجروح صاحب، ملارباني دملامحمدعمرمرستیال اوخپله ملامحمدعمر.اوداسي نورچی وژل سوي دي پا کستان دخپلوګټودپاره وژلی یاترورکړي دي.خوتاوان یې پرافغانانوکړی دی،دغه ټوله کارونه پا کستان په تنهایی هم نه دی کړي بلکي دپردې وشاته ،ځینی وخت لاهم دپردې مخته دلوی امپریالیستي هیوادونوپه مستقیم اوغیری مستقیم حمایت سره سرته رسیدلي دي.

اوس نوچي دارته جوته سوه،چي پاکستان دانګریزو،امریکا ،اسرائیلوپه ملاتړپه افغانستان کي شوم اهداف لري نوبیاهغه کسان چي په پا کستان کي دپاکستان دای – اس – ای ترلاښووني اوحمائې لاندي مشری ته رسیږي.هغه زموږ دګران افغانستان استازي نه، بلکي! پرهغه یوطرفه جاده روان دي چی را تلونکی ژوندئې هم پرهمدغه یوطرفه جاده دی.هم یې خپل ځانونه په خطرکی اچولي دي هم ئې دټولنی سره جفاه کړې ده.

دلته دپا کستان دپلار یعني انګریزانودلوی مشرچیرچیل دغه خبره پرځای ده چی وایی:( دیوه ملک دنیولواواستعمارولودپاره دوه شیان ارزښت مند دي. لومړی : دهغه هیواد دخلکوڅخه یو تعدادلږهیوادته خائینان کسان.اودوهم : په هیوادکي ناپوه او بیسواده یا جاهیل اکثریت کسان) دغه دهیواددغلامولوډیره ښه ،اسانه لاره ده.پا کستان هم دهم دغه میتودولوژي پربنسټ دافغانستان دمستعمره کولوخیال لري.موږتاسوولیدل چی دغه څلورلسیزي په افغانستان کي دډیورنډپر ۲۵۰۰کیلومترسرحد باندي دپا کستان دهیواددخواڅخه په سلاحو بارموټران اودپاکستان نظامیان زموږدمذهبی ګوندونوپه ملاتړراواوښتل اوپه هیوادکې دننه دهیڅ ډول خرابیوڅخه مخه وانه ړول.پا کستان که دیوه طرفه دافغانستان په کمزوره کولو کی خپلی ګټي ویني خودبله پلوه یې دامریکااوغربي نړۍ څخه هم په میلنونوډالره ترلاسه کړی دي اوهرکال په میلنوډالره امتیازدغرب یا امپریالیستی هیوادونواوعربوڅخه ترلاسه کوي، چي ښه بیلګه یې موږ په همدغه سږکال یعني ۲۰۱۵ م کی وینو چی دامریکا څخه یې ۳۶۵میلونه ډالره وشکول.پا کستان دافغانستان دکمزوره کولوپه سیاست کي ډیری سیاسي ګټي هم ترلاسه کړي دبیلګې په توګه دتروریزم په نوم دپښتنوسیمي ئې دپښتنو څخه تشی کړې اوقتل عام یې پرشمالي پاکستان چي ټوله پښتانه دي جوړکی.هم دغسي ئې بلو څان هم وځپل چی دغه ټوله قومونه ئې وپنجابیانوته ضعیف اونا توانه کړل.

نو دلته موږ خپله کولای سو چی ووایو چی ایا دملا محمدعمر په مړینه به کوم تغیرراسي؟
 ځواب : روښانه دی ، ملامحمدعمراو دده په شان نورمشران چی دپردیو په وسیله راهبران سوی دي هم دغسي یې وژنه هم دپردیو په لاس کی ده،‎.او کوم پرابلم نه سي جوړولای.هغه دافغانستان په دننه کی دافغانانو نماینده نه دی، هغه اودهغه ډله ټوله خپل مجلسونه شوراګانی،پریکړي دافغانستان دښمن هیواد یعنی پاکستان په هیوادکي جوړوي.اودپاکستان دنظامیانوپه لارښوونه کې په افغانستان کي تطبق کوي.لکه د کویټې شورا،دپیښورغونډي اوشورا ګاني ، پګواش شورا د مرې شورایا غونډه اوهمدغسي تردغو شورا ګانومخکی اووروسته،داټوله دپا کستان دلاس جوړی سوي غونډي دی چی پرافغانانوباندي عملی کیږي،افغانان چی د مجبوریت په اساس پاکستان ته تللي دي هلته دپاکستان دخوا څخه یرغمل نیول سوی دي.اوهغه څه چی دپا کستان دولت یې غواړي هغه با یدوکي.او که ئې ونه کړه نوژوندیې په خطرکی دی.لکه دملاعمرمړینه اوهلته دطالب چارواکودنوروهغه کسانوچي دافغانستان ملی ګټوته وفاه داره دي اویاهم غواړی چی دافغانستان طالب واوسیږي،ډیرهغه طالبانوچی ملی فکرئې کاوه او پر افغانستان یې زړه سو ځل کیده یا یې هم دپا کستان سیاست نه مانه هغوی په خپله په پا کستان کی ترورسوي دي. دځینو مړی موندل سوي دي خو دځینو دا بیالادرکه دي. ملا محمد عمر چی دطالبانو بنسټ ایښونکی وو، دوه کاله مخکی وژل سوی دی خوپاکستان اوطالبانودهغه مړینه داسی وساتل چی حتا دکورنۍ غړويې لاهم ددې جرئت ونه کړای سوچی دخپل مشردمړینی ویردی وکړی.او یا دې فاتحه وکي.ملامحمد یعقوب چی دملا محمد عمرمشرزوی دی هغه په دې اعتراف کوی چی ماته اجازه نه وه چی دپلاردمړینی په باب څه ووایم... همدغسی دملامحمدعمرنورکورنۍ چی دپا کستان دای اس آی ترکنترول لاندی ده، هغوی هم آخ ونه کښی.دغه توله مشران یې هم خاموشه پاته سوه.ددې معنا څه ده؟

ځواب بیا هم روښانه دی: هغه افغانان چي دپا کستان ترارادې اوادارې لاندی سیاست اومبارزه کوی هغوی نه داچي آزادنه دي بلکي ژوندیې لاهم دنوروپا کستانیانوپه لاس کي دی.

دملامحمدعمرمړینه ولی پردغسي حساس وخت باندی څرګنده اوښکاره سوه ...؟ .دلته په افغانستان کی داشرف غني ترمشرۍ لاندي حکومت جوړسو، دسولی خبري دهغه طالبانوسره چی په افغانستان کي دسولي غوښتنونکی وه پیل سوې،همدغسي دحکومتونو په کچه هم تماسونه اوغونډي حتاپریکړي وسوې.چی نورنودثبات پړاورارسیدونکی وو،دقطرسیاسي دفترهم خپل استازی اومرستیالان وټاکل پریکړه دافغانستان دخلکو په ګټه وه.

دلته دپاکستان نظامیانو (ای اس ای)ناببره نوموړي خبري ټوله ګدی وډي یا سبوتاژکړې،همدغسي ئې د مري شوراداهل حل اوعقدعربي سوژې په نوم شورایاغونډه جوړه کړه اوملااخترمحمد منصورئې په غیاب کی مشروټاکه اوملاحقانی ئې مرستیال وټاکه.دلته هغه نامتو اورسمي طالبان چی دملامحمد عمردمړیني څخه خبر سوه ډیرخوابدي اوداوژنه يې دپا کستان له خوا دملا اخترمحمد منصورپه وسیله وبلله.اودافغانستان سره یې دخبرواوروغي جوړي لاره غوره وګڼل.ملااخترمحمدچي دیوه کوچني ګروپ دخواڅخه په امریت ټاکل سوی وو دای اس ای په دستو یې دسولي خبري رد کړې.

پاکستان چي دطالبانوښکاره ملاتړی دی،ځان داسي څرګنده وي ګواکي دی،دطالبانوپه کړنوناخبره دی. خو! واقیعت داسي دی چي دپاکستان استخبارات چي دسیمي ترټولوقوي استخبارات دي هغوی ته فرد،فردطالب دخپل ټولو ځانګړنوسره ورته معلوم دی.نوچیري ددغه لوی راهبرمړینه به پا کستان ته نه وي معلومه ؟نوپه دې چي موضوعو ښه تراروښانه سي،بایدپا کستان دنړیوال فشارپه نتیجه کی دې ته مجبورسي چي دافغانستان سره دغه دڅلورولسیزو جنګ نورختم کي.اودافغانستان سره ددښمنی سیاست ته دپای ټکی کښیږدي. ددې خبري څخه مراد دادی چي طالب په افغانستان کي نه جنګیږي ...یوازی دا پا کستان دی چي دافغانستان سره په بې رحمانه ډول جنګیږي اودګیدړي سیاست پرمخ بیا یې دیوه پلوه ددوستی لاس غزوي خو! دبله پلوه بیا دشاه دخوا څخه وار کوي.

موږ ولیدل چی دوه کاله ډیرعمردی چي ملامحمدعمر وژل سوی دی، خو! په مړینه یې هیڅ کوم تغیریا فرق نه دی راغلی، نوددې معنا داده چی دملا محمد عمر په مړینه ،دملااخترمحمد په مړینه اویا هم بل لارښودچی په مصنوعی توګه دپردیودخواڅخه په لارښوونه ګمارل سوی وي، هغه هم په ټولنه کی قاطع رول یا نقش نه لري. خو! دطالبانوپه پروسه کي قاطع نقش دپاکستان ددولت دی.نوپه قاطعت سره ویلاسم چي : ( دملامحمدعمرمړینه به دجنګ اودطالبانو دپای ټکی نه وي)خو! لکه څنګه چی موږمخکي وویل :جنګ پاکستان مښلولی دی ،یوازي افغانان دمجبوریتونوپه وجه پا کستان ته تللی دي هغوی دپا کستان دای اس ای یرغمل دي او هغوی به یا جنګ کوي او یا به په پا کستان کي وژل کیږي. پای

نتیجه : نه دملامحمدعمراخوندمړینه پهافغانستان کی دجنګ دپای ټکی نه دی. بلکي ؛دجنګ دنوردلاقوي کیدوپه معنا کیدای سي، ځکه موږ ولیدل.

دافغانستان اوسنی خطرناکه جنګ داخلي جنګ نه بلل کیږي،دایوخطرناکه جنګ دی چي پاکستان دافغانستان په مقابل کي راپیل کړی دی.اودهمدغه جنګ وشاته دامریکا امپریالیزم دخپل نوروامپریالیستي هیوادونوپه مرسته دغه جنګ دډیرلیري اهدافوپه خاطرپه آسیا اوآسیامیانه کي ځانونوته دقدم دځای دپیداکیدو دشومواهدافوپه خاطردغه جنګ دغه څلویښت کلونه کيږي چی پرموږ افغانانو باندي دغربي هیوادوپه مالي مرسته سره تحمیل دی اوپاکستان هیوادیې دخپلو ګټودپاره ساتلی اوحمایه کړی دی.چي ددې خبری ښه ثبت دامریکا دولسمشر بارک وبامادامنیت په چاروکي ځانګړي استاذي(پیټرلاووی)دپاکستان دصدرا عظم دسلاکارسردارعزیزسره په رسمي خبروکي یوځل بیاوویل:(چي دافغانستان دسولي په خبروکي دپا کستان رول مهم دی.) . ښاغلی لاووی پر دغه واقیعت باندي سترګی پټي نیسي چي دطالبانوټوله شورا ګانی ،جلسې، سیاسي غونډي هم هلته دپاکستان دنظامیانوترمشری لاندی حمایه اوسرته رسیږي.نونتیجه هم دغه ده چی دپا کستان دحکومت وشاته دټول تروریستی عملونو مسؤلیت دپاکستا ن– اودهغه وشاته دولاړوامپریا لیستانو دی.

اودا جنګ چی نن پرافغانستان دغه څلورلسیزي تحمیل سوې دی. فقط شکل ته تغیرورکول کیږي . لومړی دمجاهد په نوم دبیګناهو افغانانووژنه کیده .خوبیا یې دهم هغه مجاهدڅخه طالب جوړکی اونن بیاطالبان دداعیش په وسیله پرمینونوکښينوي اوپه غیري انسانی ډول یې وژني، مشران یې وروژني .اودا بیا دامریکایانو او پا کستانیانو یوه بله خطرناکه لوبه ده ، چي دپاکستان دسرحده څخه داعیش را اوړی ا په افغانستان کی حکومتي خلک او طالبان وژني.

دلته دهمدغه اخیریني نتیجې سره داهم یوعینی واقیعت دی؛چي دهرهیواد دسرحد څخه چي دسلاحوسره خلک دسرحد څخه رااوړي اوعملیات په هرنامه چی ترسره کوي داده عمومی کانوانسیون داصولو – دهمزسیتي مسالمت امیز یادښه همسایتوب داصولو خلاف عمل دی او په ښکاره دهیوادپه کورنیو چارو کی مداخله ده.نونتیجه داده: که نړیوال دافغانانو سره مرسته کوي باید دپا کستان سرحد ترنظرلاندي ونیسي اودپا کستان مداخله زموږ دافغانستان دهیواده بنده کړي.اودترویزم ځالي چي مرکزیې پا کستان دی دمنځه یوسي. په در ناوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery