مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د چابهار بندر له لاسه د وتو په حال کې‏

امرالدين خان کاګر

د چابهار پرانستنه او له هندوستان سره د سوداګرۍ لاسليکونه او پر نورو اړيکو له هند سره اوږد مهاله او لنډمهاله تړونونو پاکستان ته په اصطلاح خارښت ور پوري کړی.

زموږ د نني عصر چارواکې کڅه هم له تيرو چارواکو سره په کړو وړو کې توپير نلرې, افغانستان چې د پاکستان له پيدا کيدو سره سره سم د جنګونو تاوتريخوالو او ناامني په مرکز بدل شوی, هند خپل دغه دوست هېواد چې افعانستان ده له هري لاري ورته د مرستي رسولو په هڅه کې ده.
خو افغان حکومتونه چې وخت په وخت په دې هېواد کې رامنځته شوی, له خپل دغه پخواني دوست هېواد هندوستان سره په اړيکو کله ناکله د پاکستان سره د اړيکو د پراختيا په موخه سيورۍ غوړوې.چې دا کار د هند په ولس او حکومت کې پر افغانانو د بي باوری په مانا تمام شوي.
پاکستان نه يوازی غواړي چې افغانستان په نړی وال ډګر کې يو بي باوره او کمزورې هېواد په توګه نړۍ ته ور وپيژني,بلکې غواړی چې خپلي نا مشروع غوښتني د ځينو پلمو له لا
 ري په افغانستان ومني,
د کراچۍ په سمندر کې د افغان دولت او سوداګرو پر وړاندې چې کله پاکستان خپلي ستونزې درې برابره کړي, افغان دولت د فشارونو له وجي اړشو څو بديله لار د خپلو توکو د رانيولو لپاره ولټوې, د ولسمشر کرزي په دوران کې پدغه موضو له هندې سوداګرو او چارپوهانو سره د افغان دولت له لوري خبري وشوې
 هند چې خپله هراړخيزي مرستي ته د افغانانو لپاره تيار وې, دا ځل يې
 هم افغان دولت ته د ډاډ له ور کولو سره وويل چې موږ به له ايراني چارواکو سره د لاري د پيدا کيدو په اړه خبري وکړو,
که څه هم ايران په لمړی سر کې همغږی نوه پدي خاطر چې ممکن د هند مالونه د ايران بازار په افغانستان کې ودروې, خو د هند لخوا له ايران سره د دغه بهاني پر سر د تيلو نوی تړونه لاسليک کړل, ايران د خپلو ګټو له خونديتوب وروسته تيار سو څو په چابهار کې د هند په مالې مرسته جوړيدونکی سمندرې بندر د افغانستان لپاره ومني.
هندی چارواکو د افغان سوداګرو او دولت ستونزو ته په کتو پر دغه پروژه کارونه تر نورو هغو ډير چټک کړی,څو افغا
 نان وکولای شي خپلي ميوې او لاسي اوبدل شوي توکې تر نورې نړی ورسوي,او همدارنګه له نورې نړی خپل هېواد ته اړين توکې په اسانی پرته له ستونزو وليږدوې, تر دې دمه
 افغانستان د کراچۍ بندر کاروی چې وخت پر وخت
 د افعان سوداګرو مالونه ان تر لسو مياشتو هلته د کسټم کولو په پلمه تم کيږي, هلته ځيني مالونه يا خو تر وخت تير شي
 او يا هم د ساړه موسم توکې په ګرمۍ کې پريږدې .
خو افغان نوی دولت ته پاکستان د تير په څير ژمني ورکړی ورته ويل شوی چې نور به د افغان دولت پر ضد زموږ خاوره نه کاريږي موږ (پاکستان) له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټيمګ ولاړ يو ,افغان سوداګر کولای شي خپل توکې تر واګه سرحد ورسوې او نورې ژمني ,چې له مخي يې يو هم نده عملي شوې تش په وينا کې دغه ژمني وې ان پر کاغز هم نه تر سترګو کيږي.
افغان دولت چې هر وخت يې پر پاکستان د باور کولو هوډ څرګند کړی او په پای کې ورسره په شويو ژمنو پاکستان وفادار نده ختلی ,دا ځل هم پخوانی لوبی ته ورته څه د پاکستان لخوا ترسره کيږي.
په افعانستان کې د نوی دولت په راتلو سره د هند او افغانستان پر اړيکو د سوري غوړيدا لامل هم د افغان دولت لخوا پر پاکستان د شوی باور او ډاډ بللی شو.
خو پدې وروستيو کې په ډاګه شوه چې پاکستان افغانستان ته يوازی د يوې پاکستاني صوبي په توګه وفادار ده ,نه د يو پنځه زره کلن تاريخ لرونکې افغانستان په توګه.
په همدې ورځو کې په هند کې داسي انګوزي وې چې ګواکې هند مرکزي اسيا ته د ايران له لاري لار لټوې څو خپل توکې له همدغي لارې تر اروپا پورې ورسوې.
خو هند ته تيره اوونۍ د ايراني پلاوې سفر چې مشري يې د ايران د باندينيو چارو د وزير پر غاړه وه.دا روښانه کړه چې هند او ايران د خپلو سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره چابهار تررنورو لارو غوره او ښه ارزوې.که څه هم پر ډيرو برخو دوه اړخيز تړونونه وشول خو زيات ټينګار د چابهار په ژر پرانسته و چې بايد چاري يې بشپړي شي.
هندوستان د افغانستان يو تر ټولو غوره او د افغانستان پر وړاندې د ښه نيت هېواد ده ,خو زموږ چارواکو متاسفانه هغسي ګټه لدغه ملګرتيا پورته نکړه لکه څرنګه چې لازم وه يا تمه کيده.
هندوستان چې پخوا له دغه يې ټينګار پر دې و چې خپل توکې د واګه سرحد له لاري افغانستان او بيا تر مرکزي ورسوي.د پاکستان لخوا له ورته ستونزو سره مخ کيده . اوسمهال
 هندي چارواکې خپله نغواړي چې هغه خبر يوځل بيا رابرسيره کړی چې ويل يې د واګا سرحد له لاري غواړي خپل توکې افغانستان او بيا تر مرکزي اسيا ته ورسوې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery