مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په شعارونو سیاسی لوبی

عزیزالله (حقـپال)


 

 افغانیت او اسلامیت دوه هغه د تولو د خوشی کلمی او شعارونه دی چی زموږ په وطن کی د خاص اهمیت څخه برخمن دی . افغان او اسلام دوه هغه خاصی ځانګړی کلمی او مفاهیم دی چی زموږ د هر وګړی لپاره ډیر خاص اهمیت لری . افغانان په مجموع کی دا ځانګیړنه لری او په خپل قام خپل ملت او خپل دین ومذهب باندی ولاړ اولس دی . هيڅکله د افغان او اسلام له نامه سره جلاوالی ډ ځان لپاره نشی منلي .موږ پخپل افغانی هویت د یو ملت په توګه افتخار کو او د عقیدی له مخی مسلمانان او به خپل اسلامیت ویاړو ، خو دا ویاړ نباید داسی ویاړ وی چی د نورو ذلت پکی ولټوه . هر څومره چی خپل ملیت او مذهب راباندی ګران دی د نورو د مذهب او ملیت درناوی باید وشی . د تاریخ په اوږدو دیر ځله لدی شعار څخه د یو حزب ، د یوی ډلی ، اویا د څو مشخصو حلقو لخوا د خپلو مشخصو هدفونو د لاسته را وړلړ لپاره کار اخستل شوی اوزموږ د اولس له پاکو احساساتو سره داسی لوبی کړي چی ضرر یی بیا ټولو هیوادوالو ته رسیدلی ، غریب اولس ددی لوبو قربانی شوی خو هغوی چی دا شعار یی د ځان لخوا د اولسونو د مبارزی لپاره ټاکلی وه د خپل هدف ته د رسیدو ورسته داسی خوشې کړي او پری شودلی چی نوم یی هم ندی اخستی .
کله چی په 1919 کال کی افغانستان د د انګستان د استعماری دولن څخه د لمړنی هیواد په توګه خپله ازادی واخسته چی دا اوس یی موږ د 96 کالیزی د نمانځلو به درشل کی یوو . غازی امان الله خان د هیواد د ترقی او پرمختګ لپاره علمی پلانونه طرح کړل . هغه وخت هم د استعماری هیوادو لخوا د پیسو په بدل کی د څو ګوډاکیانو او ګمارل شویو حلقو لخوا د اسلام تر نوم لاندی مبارزه شروع کړی جهاد نوم یی ورکړی وه او ترقی خوشونکی پاچا امان الله خان یی تکفیر او د هغه کړني یی د دین سره مخالیفی تبلیغ او په نتجه کی د امانی دولت ته سقوط وکړ هلته افغانیت شعار چسپ نلرل نو ځکه اسلامیت شعار وه ولی هیځ کوم نظام چی تر امانی دولته هیواد ته ګټوراو یا هم تر مخکني نظام په پرتله اسلامي وي منځ ته رانغی بلکه د غلو د ډلو حکومت په مجاهد اولس وتپل شو چی بیا تر ننه پوری افغان ملت اولسونه د هغه نطام ارمان کوی او د خلکو او هیواد لپاره یی هغه امانی دولت شه مناسیب او اسلامی دولت بولی ، چی دا پښیماني نن کومه ګټه نلری . ولی د تاریخی درس په توګه باید عبرت تری اخستل شوی وای .
که پدقت وګورو د1357 کال کی د ثور د اوشتون نه ورسته د امان الله خان سره کړنه یو ځل بیا تکرار شوه نورمحمد تره کی او امین چی سیاسی قدرت پلاس کی اخلی یو لړ پروګرامونه یی د افغانستان د غریب اولس په ګټه تر لاس لاندی ونیول د بزګران یی د سود او سلم له درانه بار خلاص کړل د ځمکو اصلاحات یی د بی ځمکوبزګرانو لپاره عملی کول ، رشوت او دولتی فساد کاملأ صفر ته تیټ شوی وه، د شخو د حقونو د تحقق لپاره فرامین صادر ول ، د سري مینی او پنځه سوه یز فامیلی کارګری مینه چی ورسته په قصبه کارګری عوض شوه دا پروژی په لنډ وخت کی عملی شوی .هغه وه چی دیو تعداد اشخاصو او حلقو لخوا چی د داود خان په زمانه کی پاکستان ته پناه وړی وه او د ای ایس ای لخوا ترنینګ او تر بیه ورکړه شوی وه د تره کی په وړاندی وسله واله مبارزه شروع کړ بیا یی تره کی د امان الله په شان تکفیر او بلاخره هغه نظام سقوط وکړ خو هیڅ داسی نظام چی د خلکیانو له حکومت اسلامی تر او د خلکو لپاره ګټور وی ځای پرځای نشو( د روس تجاوز ځانته موضوع ده دلته بحث نه کوو ) هغه د جزا قانون او هغه مدنی قوانین دی منتها تطبیق کونکی تر پخوا فاسید اشخاص شول . همدی جنګ چی د پاکستان لخوا ورته د جهاد نوم ورکړ شو تنها خرابی او ورانکاری او اولس وژنه وه . وګورو د جنرال حمید کل مړینه د د افغانانو لخوا د قاتل او د هیواد د ورانونکی د تنظیمونکی او رهبری کونکی په نوم ونمانځل شول حتی ډیرو محلاتو دحمید ګل مړینه په ډولونه او اتڼونه ونمانځله .دا چی حمید ګل د جهادی رهبرانو رهبر او تنظیمونکی د د هیوادوالو د قاتل او د هیواد ورانونکی په نوم غندی نو جهادی رهبران او د حمیدګل شاګردان او پیروان په طبعی ډول دغندنی وړ دی ، دا چی پیر یی د هیواد دشمن دی مریدان یی تر هغه بدتر دوشمنان قبول شوی دا خپله دا معنی لری چی ملت او اولس هغه جنګ ته اصلا اوس د تایید ټکی نژدی بلکه هغه د هیواد ورانونکی بولی او عاملین یی قاتلان بولی نه غازیان .دلته موږ ته دا را ثابته وی چی د جهاد په کلنو کی د پاکستان د ګټو د ساتلو په منظور د اسلامیت له کلمی سوه استفاده شوی .
را به شو د افغانیت کلمی ته ، هغه د ترکی او امین وختو کی د لمړی ځل لپاره پشتو د ارګ ژبه شوه پشتو د دیپلوماسی او مطبوعاتی کنفرانسو ژبه شوه . خو دا شاغلی چی نن د پشتو لپاره د کار کولو او خدمت کولو په نوم سیاسی فعالیت کوی ( البته دلته هغه کلتوری فعالیتونه او علمی څیړنی د خپلی ژبی د ودی لپاره استثنی دی . )هغه ورځ خو د داسی یو دولته چی د ده ننی غوشتنی یی لا پخوا عملی کولی حمایت نکول . ۰
 تر ټولو عمده خبره داده هغه سیاسی کړی چی یو ورځ یی اسلام کی سرحدات نه منل قوم اوملت یی نه منل تنها د توحید کلیمه معیار بلله ، کله چی د نجیب د حکومت له سقوطه ورسته کابل ته راغلل د دولت چاری پلاس کی واخستی نور نو نه کیده چی حزب اسلامی جمعیت اسلامی او یا بر عکس کوم یو په غیر اسلامی متهم کړی .همدارنکه حزب اتحاد اسلامی سیاف او حزب وحدت اسلامی مزاری چی حتی نومونه یی هم ورته وه یو اتحاد اوبل وحدت بلل کیده یو او بل کافر اطلاق کول ورته ګران کار وه ځکه چي دوی لس کاله مشترکأ د اسلام تر نوم لاندی دپخوانی دولت په ضد جنګیدلی وه نو دلته ده چی دوی بیا د پشتون او تاجک ، او دوه نور بیا دپشتون هزاره تر نوم جنګ تازه کړ هغه اسلامی اخوت پخپله لار ولاړ او قومی تنګنظرانه سکتاریستی فعالیتونو زور واخست . او بیچاره مظلوم او بی سیواد اولس جنګیده قربانی ورکولی او دا شل کاله کی شهید او غازی معلوم نشو چی کوم څوک دلته شهید شو او کوم څوک غازی خو جنګ د شهید او غازی تر نوم لاندی دوام لری ،دلته وه چی د افغانیت او نه افغانیت د قومی جنګونو اور تازه ساتل کیده .ځکه دوی باید د خارجی استخباراتو او جنرال حمید ګل دساتیر او اوآمرونه عملی کړی وای .
ډیر کسان چی مساییل سطحي څیړی او د وطن ګټو ته د یوی تنګی دایری له کړکۍ ګوری ددی مضمون له محتوی سره به لومړیو کی موافق نوی خو د مساییلو او د وطنی ګټو ټه په عمق او ژوروالی سره کتنه کی باید ومنی چی د وطن ګټی د قومی او سمتی شعارونو لاندی نه خوندی کیږی بلکه لا زیات زیان ورته اوړی ، که موږ یو واحد او یو موټی هیواد غواړو باید د ټولو ورنو قومونو تر منځ د یوالی روحیه تازه وساتلی شوه موږ ته پکار ده چی د داسی الفاظو او شعارونو څخه ځان وساتو چی د قومونو تر منځ جلاوالی راولی د خبلی ژبی او خپل ملت خدمت کول لوی افتخار دی موږ باید هر یو خپله ژبه او خپل فرهنګ ودی وده ورکولو لپاره علمی کارونه د نورو قومونو ژبی او غرهنګ ته په کامل احترام سره ، علمی کتابونه نوشته او ترجمی ورته وشی ،ادبی ټوټی ولیکل شی شه فلمونه جوړ شی ګرامری اسانتیاوی راوستلای شی ،
 ا فغانستان د محتلیفو ملیتو او مختلیفو کلتورو په درلودلو سره د یو باغ حیثیت لری چی د رنګارنګ ګلونو په درلودلو شکلی شکاری . د شمال تنبوری د شرق دوګړی د جنوب بینجو د هرات دری تاره دلوګر مستی کلیوالی سندری د پکتیا غرنی سندری د پنچشیر خرسک او د مشرقی لوبی اوداستانی سندری د غزنی اتنی سندري زموږ د هیواد د فرهنګی غنا تشکلوي ، که سعدی ګلستان او بوستان دی که د مولانا جلال الدین بلخی او ابن سینا اثار دی که د البرونی علمی لکنی که خوشحالخان کلیات او یا هم درحمن بابا دیوان دی که کلیله ودمنه ده او که پټه خزانه او یا هم ملی هنداره .دا زموږ د هیواد ادبی علمی افتخارات دی او په ټول افغان ملت پوری تړلی دی .ځکه ویلای شو هر هغه څوک چی تر هر نوم لاندی د قوم او میلیت پالنی زبنی او سیاسی مذهبپالنی تر شعار لاندی به هر ژبه خبری کوی د افغانستان د ورانی او خرابل لپاره ستری پروژی لري موږ د یو واحد ملت په توګه د شمال ګوبیچه د جنوب هسکه شمله خپل ملی لباس او د وزلوبی ، نیزه بازی ، کرکت ، اتنونه خپلی ملی لوبی بولو زموږ یوالی زموږ د ترقی او پرمختګ ضامن دی . و منالله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery