مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هېواد کې داعش د مسلمدوست په نوم!!

اتل ننګرهاری
مسلم دوست صیب له مقدمی تېریږم او مستقیما خپلې خبرې درسره شریکووم هغه داچي لومړی خو له خپل تخلص څخه لاس په سر او بدلون پکې راوله ځکه له ترور، ربړونو، وهلو او د بې رحمانه وژلو سره ستاسو تخلص په ټکر کې دی نو له همدي کبله بدلون که پکې راشي نو بهتره به وي .
مسلمدوست صیب څو ورځي وړاندي ستاسو په ګاونډ شېنوارو کې د لسو تنو بې ګناه افغانانو وژل چې ټول د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو وړتیا په ځان کې نه درلوده تاسو په داسی بې رحمانه ډول ووژل چې د نړۍ په هیڅ قاموس کې ورته ځای نشته یانې لومړۍ مو یاد کسان وتړل او بیا مو د یوې شنې غونډۍ په لمن کې په شنه ځمکه باندې یو اوږد لښتي ورته وویسته او د ځمکي شین بخمل مو په دوه ټوټو وویشه او هغه شین بخمل او بوټي به هم ستاسو په حق کې د اخرت په ورځ د ظلم ګواهي ورکوي چې دوی (داعش) زموږ په حق کې ظلم کړي دي.
ځکه دغه شنه نباتات به وایې موږ د سېمي د ښکلا لپاره وو، موږ د انسانانو په ګډون ټولو ژوندیو حیواناتو ته د ساه اخیستو لپاره د ژوند سرچیني وو موږ د زیاتو حیواناتو د وږي نس د مړولو لپاره چې هغه بیا ستاسو د اشرف المخلوقات په خدمت کې وي خوراک برابرولو، شنه ګیده مو را څیره او د بشریت او چاپېریال ضد بمونه مو را کې وټومبل او بیا مو هغه کسان چې ټوله ورځ پنځه وخته په جوماتونو د الله په ذکر کولو بانډې ستړي ستومانه ول او په خپلي داسي غریبۍ کې ژوند پرمخ وړلو چې د شپی د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو وس به یې هم په وجودونو کې نه حس کیده خو تاسو (داعش) هغوي راوستل او زموږ په څېره شوې ګيده کې مو په بمونو باندې کینول او بیا مو ورته انفجار ورکړ چې هم مو موږ (بوټي) په شنه غیږ کې د باروتو له سرو اورونو سره تورې ایري کړو او هم مو دغه د کلي ځوانانو او سپین ږیرو سرې غوښي داسي هواته پورته کړلي چې په هوا کې الوتونکي به هم در باندې به بد وایې.
ځکه د هغوي له خوارکه مو هم وویستلي داسي په بې رحمانه توګه مو ووژل چې نه د الوتونکو د خوراک شوې او نه د پاتې کورنیو د غړو د وروستۍ تسل سبب شوې ځکه د ټولو لسو تنو غوښي یو له بل سره داسي ورکي شوې چې راټولول به یې هم ګرانې تمامیدي او نه به هم معلومیدی چې دا د کوم کس د غوښي ټوټه ده . نو که تاسو مسلمدوست صیب لږ په ګریوان کې فکر او سوچ وکړي او داسي کړنه په خپل ځان راولي نو ایا ستاسو کورنۍ به په کوم حال کې وي بچي، میندي ، میرمني ، خویندي او پلارونه به ددغو خلکو څه فکر کوي چې د دوی ګناه څه وه ایا دوی غیر مسلمانان کفار او یهودان ول او که نصواره وه چې د داسي ظلم ښکار شول او یا په کوم کفري جنګ کې اسیران شوې ول ځواب به مو حتمي نه وي ځکه دوی خو سوچه ساده مسلمانان ول تر اوسه یې د هیچا په برخه کې ظلم نه وو کړي.
ددغو تېرو درې لسیزو راهیسي په ډيورن لین پراته قومونه پخوا د خلق ،پرچم او مجاهد د جنګونو قرباني شول، بیا د طالب القاعده ، نړیوال ایتلاف او د افغان دولت د جنګونو قرباني شول او دا دي اوس ستاسو (داعش) ، افغان دولت او طالب په نومونو به بیا قرباني کېږي اخر ددې مظلوم ملت ګناه څه ده په کومه ګناه وژل کېږي.
نو ښاغلی مسلمدوست صیب ستاسو ځواب ته به تمه یو یا به یې د افغان ملت د وژلو دلایل روښانه کوي چې موږ هم درسره ملګري شو چې یو افغان او په ځانګړې توګه پښتون چې ټولو نړیوالو ته سرخوږي دي له منځه یوسو او که دلایل مو کمزورې وي نو بیا د نر په څېر دداعش له ظلمونو پرده پورته کړه او خپلو ننګرهاریانو ته ووایه چې زه په تېروتني له داعش سره یو ځای شوې وم زه ستاسو بچي او ستاسو اولاد یم او له تاسو سره اوس بیرته یو ځای کېږم چې زموږ ځوانان دې ترشا ودرېږي او دغه پردۍ ډله چې د افغان وژنۍ لپاره ګومارل شوې دي په نطفه کې شنډه شي او که داسي کار ونکړي نو بیا به تاسو هم خپل تخلص د مسلمدوست پرځای مسلمدوښمن کیږدۍ چې ګیله درڅخه زموږ ختمه شي.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery