مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مصري طبي ډاکټر ايمن الظواهري ته :

سيدحسين پاچا

له دې بيعته به درته  تمسک پر کتاب الله وسنتو ښه وو
لومړی مو د داسې چا بيعت کړی وو چې شرعاً معذور او په هکله يې صراحتاً قرآني مزاحمت وو، خو اوس مو د داسې چا بيعت وکړ چې په تعيين کې يې اختلاف او هم په غبن فاحش ((قاچاق)) او هم د ملا عمر په قتل متهم دی. حال دا چې دوی دواړه نه د حضرت امير معاويه رضی الله تعالی عنه او نه هم د حضرت علي کرم الله وجهه په مرتبه کې دي. تاسو د بيعت په تعريف او مشروعيت کې خطا شوي ياست. د پنتاګون او MI6 د لاسپوڅو ISI د لاسپوڅو سره مو بيعت کړی. دا ډول بيعتونه هېڅ سياسي وشرعي مشروعيت نه لري


ښاغليه ،
تاسو يو مصري طبي ډاکټر ياست. له تاسو سره دا ښه ايسېده چې مو خپل طبي مسلک ته دوام ورکړی وی نه دا چې هسې په نړيواله استخباراتي لوبه کې ښکېل شوئ. تاسو له خپل مسلکه يعنې طبابته څه بد ليدلي وو؟ له دې لالهاندۍ به درته د الله تعالی د مخلوق خدمت ښه وو. که نور نه وای، نو ډېرو خلکو ته به دې عملاً ښېګڼه رسېدلی وی. له بده مرغه دلته د هغه چا له لاسپوڅو سره په استخباراتي لومه کې ونښتئ له چا سره چې تاسو په ښکاره دښمني اعلان کړې.

که لږه خپله شننه پراخه کړو، نو تاسو د خپل مشر اسامه کومه تگلاره خپله کړې او هغه بيا د خپل مشر عبدالله عزام لاره تعقيبوله.

له تاسو نه هم زموږ غوندې لکه چې د اشغال تعريف غلط شوی وو. د اسرائيلو له لورې خپل اشغال ته مو لکه چې اشغال نه ويلو. ستاسو يوه برخه خاوره خو هم اسرائيلو قبضه کړې او له موږه دلته پنجابي استعمار قبضه کړې. دلته مو د روسانو پسې د چا په لمسون راودانگل؟ يا هغه درته فرض کفايي او دا درته فرض عين برېښېده، نو ځکه دلته درڅخه په تعريف کې د فرض کفايي او فرض عين خبره خطا شوې او د عربي وغربي امپريالېزم د ډول پسې مو اقتداء کړې وه.

مولوي حماد اسحاقزی :
[[د امارت د جعلي رهبرۍ نوې کړۍ د ميوند ولسوالۍ د بندِ تيمور د کلي ملا اختر محمد منصور، ګل آغا، مولوي نانی او نورو تنګ نظرو او کم پوهو اشخاصو په شمول له يوې خوا د قبيلوي عصبيت په جاهلانه او شيطاني دام کې کښېوتلې ده او له بل پلوه د صمد ثاني، حاجي کندهاري، حاجي عصمت او نورو قاچاقبرو په څېر فاسد او فاسدوونکي اشخاص په خپل مضر او استخباراتي دخالت د مجاهدينو ميداني قيادتونه او مشران د عياشۍ، ټنبلۍ او راحت طلبۍ په جال کې را بندوي. حاجي کندهاری د هلمند يو قاچاقبر دی چې همدا اوس د ګل آغا ۸۵ زره لکه کلدارې ورسره پرتې دي. ملا اخترمحمد منصور آن د اريانا افغان د مديريت له مهاله په نړيوالو تجارتونو سر خلاص شوی وو او په دوبۍ کې يې د اريانا د نماينده حاجي فريد په شراکت دارۍ له يوکراينيانو سره په ګډه يو کارګو ليږدونکی هوائي شرکت رامنځته کړ چې دا مهال پنځه ويشت غټي او وړې ټرانسپورټي الوتکي لري او په اونۍ کې مرکزي آسيا، اوکراين او روسيې ته څوارلس پروازونه لري.

ملا اخترمحمد منصور همدا راز په ۱۹۹۹ز کال کې په خليج کې د ثُريا د سټلايټ ټلېفونونو انحصار تر لاسه کړ چې په دې کار کې ورسره د بلوچستان د ګلستان په سيمه کې مېشت د آي ايس آي ښی وزر شکور غبيزی هم شريک دی. پر افغانستان له امريکايي بريد يو څه موده وړاندې په ناڅاپي ډول ثُريا سټلايټونه افغانستان ته په لوی شمېر کې وارد شول او نژدې هر طالب چارواکې ته يو يو دانه رانيول شو او منصور ميليونونه ډالره وګټل. همدا راز په هلمند کې د هيروينو کښت، کارخانې او قاچاق هم له چا پټ نه دي. يواځې په يوه کاروان کې د منصور او ګُل آغا د برخې هيروين اته سوه ميليونه ډالره کيږي.

صمد ثاني چې له سقوطه وړاندې په کندهار کې د ملي بانک مدير وو او خر يې نه درلود اوس له شکه وتلی ميلياردر دی. د کوټې په اسحاق آباد کې يې کور څلور جرېبه دی او يواځې د غواؤ غوجله يې دوه جريبه ده. هره غرمه يې په کور کې يو پسه حلاليږي او له ډيره غروره يې ځان په حاجي نېکه نومولی دی.په کوټه، کراچۍ، اسلام آباد، لاهور او مري کې جايدادونه يې په خپل ځای ميليونونه ډالره ارزښت لري.]]

مشوره :
د دې پرځای چې تاسو دلته د داسې خلکو سره د بل چا په لمسون بيعت کوئ چې هغه پر يو ستر غيب يا پر غير قانوني کړنو او هم د ملا صاحب پر وژنه تورن دی او هم په دې نژديو کې د بن لادن کورنۍ شخصي الوتکه په برېتانيا کې ولوېده او د کورنۍ څلور تنه يې پکې ووژل شول. د بن لادن يو زوی دلته له يوې برتانوۍ سره واده هم کړی.

عجيبه خبره ده چې د بل لادن زوی دې په بغداد او کابل کې د جهاد غوښتنه کړې. تاسو بيا د تورن قاچاقبر او اختلافي امير سره بيعت کړی. هلته زموږ په هېواد کې دښمني کوئ او هم بيا دلته تګ راتګ او خېښي کوئ، نو نه پوهېږم چې يا خو تاسو سربداله ياست او يا موږه؟

هغه دې هېر دي چې دودي فياض Dodi Fayad د محمد فياض زوی دې دلته له چا سره د موټر د ټکر په پېښه کې په فرانسه کې ووژل شو؟ سړی حيران شي چې دلته څه کوئ او هلته څه کوئ؟
http://www.dailymail.co.uk/news/article-2905239/Diana-pregnant-Dodi-s-child-died-Paris-car-smash-sensational-West-End-play-claim.html


دا پوښتنه بايد موږ له ځانه او هم له تاسو نه وکړو چې ستاسو شخصي الوتکې برتانيا ته ځي راځي او موږ دلته پخپل هېواد کې ستاسو په يارانه کې دل شو؟ چا چې له موږه يې غوښتنه کوله چې ((سړی راوسپارئ کنه درپسې درغلو او په سوړو او غارونو کې به راڅخه خلاص نه شئ))، نو هغوی يې ولې له خپلو دوستانو نه غوښتنه نه کوي چې په خپلو هوايي ډګرونو کې يې مخه ونيسي؟ دا کار خو په تېلېفون او يو رسمي مکتوب يا په ديپلوماتيکه سطحه هم کېده. نه به دومره نړيوال غوبل ته اړتيا وه او نه به دومره بېګناه خلک وژل کېدای او نه به ستاسو دواوړ لوريو ته دومره خساره رسېده.

پوښتنه دا ده چې دومره ازاده تګ راتګ کولای شئ چې خپلې شخصي الوتکې مو دلته راغورځيږي او له بل پلوه بيا د سعودي نوی پاچا سلمان بيا له زرو تنو سره په سياحت فرانسې ته راتلی شي او نه مو خلک ملکيتونه ضبطوي، نو دا بيا هم کولی شئ چې تاسو پخپله يا دلته د هماغه يعنې د بن لادن د کورنۍ او يا د پاچا سلمان په وسيله دا هم بيا کولی شئ چې دلته په برتانيه، فرانسه، امريکا او نورو ځايونو کې ځانته يو حقوقي مدافع وکيل او مشاور ځانته ونيسئ او ځان له دې سياسي - استخباراتي لوبې وباسئ او يو قانوني برائت ځانته ترلاسه کړئ او پاتې عمر مو پخپل طبي مسلک کې تېرې کړې او له دې ليارې خلکو ته ښېګڼه ورسوئ، نه دا چې پنجابي سامراجان مو زموږ په سياسي حقوقي مساله کې وکاروي.

که د قتل مساله وي، نو قتل خو بُش هم کړی، بلير هم کړی، د عربو د تور سيپتمبر والا هم کړی، تاسو القاعدې والا هم کړی چې هغوی خلاص ګرځي، نو بيا تاسو ولې خلاص مټ نه شئ ګرځېدلی؟ زموږ غريب ولس او عراقيان خو تاسو دواړو ووژل. دا خو بيا اجتماعي عدالت نه دی چې يو قاتل دې سرې سترګې ګرځي او بل دې بيا د هغوی د بړېڅو او لاسپوڅو سره په برمته او اسارت کې وي.

زموږ اسلامپال وطالبان خو برمته دي، تاسو ولې خپل ځان هسې بېځايه په درواغو د خلکو په برمته کې ساتئ. موږ خو ښکېل يو، تاسو ولې خپل ځان راسره ښکېل کړی؟ که ريښتينې خپلواکي دې په کار وي، نو ښه به دا وي چې تاسو ځان د څارګرې ادارې له چنګال او منګولو خلاص کړئ. دا د مصريانو او ټولو عربو لپاره د شرم خبره ده چې تبعه يې دلته د پنتاګون او د MI6 د لاسپوڅو سره برمته وي.

تاسو چې نن له چا سره پټ ياست، دوی همغسې لوبه له تا سره هم کولی شي کومه چې ستا له مشر سره وکړه. تر هغه به درڅخه خپله مالي وسياسي ګټه اخلي چې ګټه يې درکې وي، خو چې کله دې عقل سر ته راشي او په خودشې، نو بيا به دې پر هماغه ورځ د خپلو ګټو لپاره قرباني هم کړي، لکه ستا مشر يې چې د يوې معاملې له مخې قرباني کړ.

که له دې ورپسې مخکې ولاړ شئ، نو د عربو Black September پېښو ته لږ ځغلنده نظر وکړې، نو تاسو ته به روښانه شي چې چا هلته د چا په امر ولارښوونه ووژلئ او بيا د هغه په وخت کې ستاسو د مشر عبدالله عزام په وسيله ستاسو نړيوال سازمان رامينځته شو. دا پخپله د پوښتنې وړ ده چې زموږ جهاديان وننني طالبان يې سيمه ييزه کچه وساتل، خو تاسو ته يې نړيواله اجندا په خوله کې درکړه. لينک دلته کتلای شئ:
https://lubpak.com/archives/673

داسې برېښي چې تاسو خپل قاتل غلط کړی. هيله ده چې لږ وړاندې و وروسته فکر وکړې! که تاسو د لبيد اشعار لوستی وای، نو په داسې لومه کې به نه ښکېلېدای. د لبيد لورګانو خو د خپل پلار قاتل له يو بيت نه وپېژندل، خو زموږ او ستاسو سر لا تراوسه پر دغو لوبو نه خلاصيږي، خو اوس هم سروخت دی که تاسو په خپل ژوند او کړنلارې باندې له سره غور وکړئ.

په درنښت
سيدحسين پاچا


شهيد اميرالمؤمنين: دښمن ته د قهر او دوست ته د مظلوميت داستان/مولوي حماد اسحاقزی
http://www.taand.com/archives/53155
د اسامه بن لادن زوی په کابل او بغداد کې د جهاد غوښتنه وکړه
http://www.taand.com/archives/53697

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery