مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د واشنګټن په ټاکنیزو بحثونو کې افغانستان کې افغانستان چیرته دی؟

انتظار خادم

 

ویل کېږې چې واشنګټن د ولسمشریزو ټاکنو وړاندې بوخت ښار دی. ټول خلک په منډه وی، لوی مجالس په شور کې وی، سیاسي معاملي په زور کې وی، او عجیب مسایل د ځمکې سر ته راووځي. سپینه ماڼۍ د نړۍ تر ټولو غښتلی مقام ګڼل کېږي ځکه نو زورواکي، چارواکي، ملیونران، د تیلو خاوندان، مبصرین، او پوهان په ډلو ډلو وویشل شي او ډول ډول چاری سرته رسوي. دا هغه شپي او ورځي وی چې د نړۍ لوی مقام ته د رسیدلو مزل پکې طۍ کېږي او نوماندان هڅه کوي ترڅو په هره شونې لار تر خپله سیاله ګړندی منزل ته ورسیږي. دا د ژمنو، کړنو او ویناوو موسم دی او تر ډیره حده نوماندان هر هغه څه وایي چې ولس یی غواړي.

که نوماندان پر افغانستان بحث نکوي، ایا افغانستان هغه مسله ده چې نور نو د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کی ځای نه لري؟

تیره ورځ د امریکا په اوهایو ایالت- کلیولند ښار کې د جمهوري خواهانو ګوند ریاستي نوماندانو خپل منځۍ لمړۍ مناظره ترسره کړه. فاکس نیوز ددې مناظرې کوربه توب درلود. پدې یوه نیم ساعته بحث کې ټول مسایل د امریکا په امنیت، ټکس، کار موندني، مهاجرت، ایران-امریکا اتومي معامله، عراق، سوریې، او داعش کې منحصره پاتی شوه. نوموړي مبحث ته دقیق غوږ وم لیکن له بده مرغه، افغانستان لکه هیره شوي کېسه د خلکو له یاده وتلی وه. پداسې حال کې چې لا هم افغانستان د اور تنور دی، لا هم هره ورځ د سلګونو بی ګناه انسانانو ویني توییږي، لا هم ملیونونه افغانان وچې ډوډۍ ته لاس رسي نه لري، او لا هم هره شپه بی شمیره کورنۍ د غم په ټغر ناست وی لیکن د امریکا د بشر پالني مدعیانو افغانستان هیر کړی دی.  ښه بیلګه به یی د کابل د تیري شپې قیامت ته ورته چاودنه وي چې تر ۴۵۰ زیات بی ګناه وګړي پکې ژوبل او ۴۸ پکې شیهدان شو لیکن بشر پالو پری اف فدری هم ونکړ.

امریکا ۸۷ کاله کېږي چې د افغانستان سره راشه درشه لري. دا اړیکي هله ډیری تودې شوې چې شوروي په افغانستان حمله وکړه او د جیمي کارتر سلاکار بریژنسکۍ د ویتنام د غچ د اغستلو پلان طرحه کړ. شوروي مات شو، سوړ جنګ پاتی ته ورسید، د میخایل ګوربچوف په توطیه شوروي امپراتوري ړنګه شوه، نجیب وپرځید، خپل منځي لعنتي جنګ  پیل شو او امریکا له افغانستانه پښي سپکې کړې. دا هغه وخت وو چې نور نو داسی څه پاتی نه وو چې د واشنګټن میشتو خوب یی تښتولی وی.

د افغانستان جګړي  لیکوال پیټر تامسن چې د ۱۹۸۹ کال نه بیا تر ۱۹۹۲ کال پوری د افغانستان د قضيې لپاره د لمړي بش خاص استازي وو، لیکې چې په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان نه د امریکا مخ اړول ، د امریکا تر ټولو لویه ستراتیژیکه غلطي وه. ولسمشر بوش او د بهرنیو چارو وزیر جیمز بیکر د ګوربچوف په ملاتړ سړه جګړه پای ته رسوله ځکه نو دا وخت افغانستان دوهمه درجه اړینه مسله شوه.

د روس-امریکا د سوړ جنګ کشمکش د ۱۹۸۹-۱۹۹۱ کال پوری دوام وکړ. دا هغه کلونه وو چې د واشنګټن تمرکز له افغانستان نه شوروي ته واوښت او افغانان ورځي بلی ته په هیریدو شو. کله چې امریکا د شوروي په پرځیدو یقیني شوه، ۱۹۹۱ کال ولسمشر بوش ته د میلو او خوښیو کال شو او اړینه یی ګڼله چې افغانستان باید نور د دریمې درجې (فرعي) قضيې په حیث تعقیب شي.

همدا شان، سپتمبر ۱۳، ۱۹۹۱ کال، هغه مهال چې د امریکا سیاسي احزابو په افغانستان کې د امریکا د اوږده مهال مداخلي اړوند مخالفه رایه ورکړه، افغانستان څلورمه درجې ته راولوید مګر کله چې نوموړی پریکړه د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ په لمړۍ نیټه په عمل کې پیاده شو، نو کرار کرار افغانستان په بشپړ ډول یوی تکراري، ستړي کوونی کیسی ته ورته شوه او باید نور نو د مبحثونو له احنډا وتلی وی.

د امریکا غلفت، جفا، او جهالت ددی باعث شو چې ملیونه انسانان ووژل شو، ملي شتنمۍ تباه شوي، د ۹/۱۱ واقعه ترسره شوه او د راتلونکې لپاره د افغانانو امید د خاورو سره خاوري شو.

لکه احمدشاه مسعود، قومندان عبدالحق به په جهر ویل چې افغانستان د بهرنیو عسکرو ځای نه دی او نه هم بهرني عسکر پدی خاوره کې د حل لار پرانستي شي، بلکې د حل لار د نړیوالو د صادقانه مرستو او پاک نیت پوری منحصره ده. له بده مرغه، د ۹/۱۱ واقعه رامنځته شوه او دوهم بش په پوره باکۍ افغانستان ته په لمړیو ورځو کې ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر راولیږل. له هغاغې ورځې د افغانانو د مرګ تماشا پیل شوه. زه باور لرم چې د تیرو ۱۳ کلونو په جګړه کې د نړیوالو قوتونو د نظامي ځواک د استعمال څرنګوالی له تاوانه پرته بل څه له ځانه سره نه درلودل او غوره وه چې نړیوال ووتلی وی لیکن بیا ځل افغانستان په بشپړه توګه هیرول او افغان روان امنیتي او افتصادي وضعیت بابیزه ګڼل، به بیا ځل د لوی نړیوال تهدید او حادثاتو په معنی تعبیر شي.

سره ددی چۍ جمهوري خوا ریاستي نوماند لیندزی ګراهم (د سنا د بهرنیو نظامي عملیاتو د کمیټي مشر) هم د تیرې شپې په مناظره کوونکو کې ولاړ وو لیکن یوه خبره یی هم د افغانستان اړوند ونکړه.   دیموکراتان لا وار د مخه د افغان جنګ ګډ وډ پریښودلو ته وارخطا دی او که دیموکراته نومانده هلیلری کلنټن ګټونکې شی، نو دقیقه وړاندوینه کېږي چې افغانستان به بیا ځل یوې هیری شوی کیسی ته ورته شي. 
که افغانستان بیا ځل هیر شي، نو څه به وشي؟ هیڅ هم نه. بس بیا ځل به زرګونه بی وزله افغانان ووژل شی، بیا ځل به نړۍ د افغانستان په درو بانډو کې په لوی لاس د جوړ شوی تروریزم ښکار شي او بیا ځل به مصنوعي قیامت رامنځته شي.
 
وروستۍ دا چې په افغانستان کې د نړیوالو دایم الوقت حضور د حل لار نده. ژو وي  که وروسته باید افغانان خپل برخلیک په خبله وټاکي لیکن دوه مسایل تر ډیره حده اړین دی:
• لمړی دا چې نړیواله ټولنه باید بیا ځل افغانستان دوهمه دوهم او دریمه درجه ارزښت نکړي، او
• دوهم دا چې باید د افغان ولس سره په ګډه د نشه یی توکو، مافیايي خوځښتونو او ملي بیلتون د ترسیم شوو توطیو مخه ونیسي ترڅو افغانان د ارام ساه واخلي او سیمه رښتوني سولی شاهدان شي.


انتظار خادم
د غږ خیریه بنسټ مشر
واشنګټن-امریکا


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery