مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نیګړی ارمان

ګلزاده ((سنګر))


د ژمي د يخي شپې خوره خاموشي کړکۍ ته د شليدلي پلاستيک پړقار ماتوله،امید ځان په بړستن کې کلک رانغاړلی و.له یوخوا دیخني له وجې خوب نه ورتلو،ځکه یې لاسونه یې په پښوکې ایښي اوغونج پروت و،بل طرف یې د کاکا دي خبرې زړه کې ډار ورغورځولی و چې سپوږمۍ به رانه تر هغې په سترګو هم ونه وینې چې ترڅو پوهنتون ته بریالی نه شي. همدي سوچونو یې زړه کې لارې جوړي کړي وي،چې ناڅاپه یې مبایل ته یې زنګ راغی، د چې ترڅو ورته سلام وایه غیرت ترینه مخکې شو. (غیرت یم لکه چې له خوبه مې وه ایستې هغه غورځنګ به پيژنې؟
:کوم غورځنګ ؟خداې دې خير کړي څه خبره ده ؟
:هغه زما د ماما زوی مړه ، هغه پوهنتون کې چې دې .
 :خه ،خه هغه غونډارې ههههههه ،خه څه يي ويل؟
 ویل یې سبا ته به پوهنتون ته راشئ چې ددولسم ټولګیو فارغانو ته (ای ډي) کارتونه توضیح کوي ماویل چې تاهم خبر کړم،اودایې هم راته وویل چې څومره وختي راتلای شي چې بیا وروسته بیروبار جوړیږي.
سهار دوخته هیلۍ دباغچې څخه دسون لرګو پسې له کوره په وتوکې وه چې دروازه کې امید سره سترګې په سترګو شوه یوه شیبه دواړه چوفه خوله ولاړ وه بیا امید ورته وویل دعا کوه دکانکور امتحان مې نیږدي شوی که خدای تعلی مې کامیاب کړي ستا د دادا بانه به ختمه شي.په همدي سره یې دسپوږمۍ نه دلاس په اشاره خدای پاماني واخیسته روان شو.
سپوږمۍ دکورمخامخ کنډوکې داسي پرته ودریده، لکه د مازیګر لمرسترګه چې دغره څوکه کې ولاړه وي.
دسهار لمرلا خپلي وړانګې پرځمکه نه وي غوړولي چې دوي دواړه ښارته ورسیدل،دښار په هغه هوټل کې یې چای وڅښلو چرته چې دکلي ډریوران سره راټولیږي اوبیا په نوبت کلي ته ځي. خودوی دچایووروسته پوهنتون ته ځان ورساوه هلته دامید کارت نادرکه و.له ډیري ګرځیدا وروسته یې په یوه دفتر کې پیدا کړو.
په کارت کې یې دوه ورځي وروسته دامتحان نیټه لیکل شوي وه،امید دوی دا دواړه شپې له غورځنګ سره دپوهنتون په لیلیه کې سبا کړي،خو له ډیر سوچه پري دا دوه شپې دکال په څیر تیرې شوي ځکه دکانکور امتحان ورته دقیامت دورځې هم سخت ښکاریده.
کله چې دامتحان ورځ راورسیده ،له د سره چې کومه اندیښنه وه،هسي هیڅ هم نه و، ځکه یې په سړه سینه سوالونه حل کړه.
دکانکور له امتحان وروسته یې دپایلو ورځې شپې شمارلي.بله ورځ خبرشو چې دکانکور نتایج اعلان شوي، مبایل یې له جیبه راوویست،غورځنګ ته یې زنګ وواهه ،هغه له سلام کلام وروسته ورته وویل زه به خواري وکړم چې نتیجې مو ژر وګورم خو دي اولو وختو کې دلوړو زدکړو سایټ ډیر مصروف وي ،خو بیاهم کوښښ کوم چې انتظارمو لنډ شي.هغه ډاډ ورکړو، خو ترسبا سهاره یې هیڅ پته ونه لګیده.
امید اوغیرت اخر دا فیصله وکړه چې باید یو کس ښارته هتمن لاړشو نیټ کېفۍ کې خپل نتایج وګورو،غیرت امید ته وویل (یوبل نه به یې څه پټوو زه خو هسي هم په ځان باوري نه یم تاخو دولس کاله په ځان خوبونه حرام کړي، اوس خو باید اتمنان حاصل کړي.امید هم ورسره ومنله .ښارکې يې په پوښتنو پوښتنو نیټ کېفي پیداکړه هلته دد په څیر نور هلکان هم په دي انتظارولاړوه چې خپل مستقبل ورته معلوم شي، دی هم ورسره کتارکې ودریدو یو یو به په نمبر نيټ خونې ته ورتله، دلږځنډوروسته به دچا خوله له خندا ډګه اودچابه سترګې سري راوتو.
بلاخره دده نمبر هم راورسیدو د نیټ خونې کمپیوټر کار ورته وویل ایډي نمره دي راته وایه؟امید ورته ایډي نمره ورکړه، لږه شیبه وروسته یې په مسکا ورته وویل مبارک شه خو شیرنې به پکې وي،ځکه ته په ښو نمرو دننګرهارپوهنتون ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شوی یې.امید له ډیري خوشالۍ ځوان ته دسل افغانیو پرځای دري سوه ورکړي اوله نیټ خونې په منډه راووتو له ځان سره یې ویل اوس به مبایل ته کارت چیګ کړم ټولې کورنۍ ته به مبارکې ووایم،دکاکا په زړه به مې یخې اوبه تلي شي او سپوږمۍ به نو!
زړه یی له خوشالۍ درزيده د سړک په پورې غاړه يي د کارتونو د پلور غورپه تر سترګو شوه ،منډه يي کړه ، په سړک دبريک ترخو غږونو د لارويانو سترګې ورواړولې ،کتل يی چې اميد د واده په ورا پسې د مست ګلپوش موټر تر ټيرونو لاندې ورستۍ سلګۍ وهلي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery