مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولي دافغانستان تاریخ په لوی لاس ګمراه کیږي؟

شريف الله دوست

 

 
ایران او انګریزان تل په داسي خامو موادو پسي ګرځي چي په لوی لاس دافغانانو ،ځانګړې توګه پښتون قوم تاریخ په لوی لاس ګمراه کړي.
ځکه افغانان غیور ، زړه ور ، غښتلي او پر خپل هیواد مین خلک دي هيڅکله يې دپردیو دغلامۍ پړی په غاړه کي نه دی پرېښی ، یا ژر یا وروسته يې خپلواکي اخیستې او دخپلي خاوري دسر دښمن ته يې شرمونکې ماته او شکست ورکړی دی۲۵۰۰ کاله پخوا يې ایراني هخامنشیانو ، ساسانیانو ، عربانو ، تورکانو ،چنګیزیانو ، ګوډتیمور ، صفویانو ، ګرګانیانو ، انګریزانو ، شورویانو ته ماتي ورکړې ده او دادي لا يې هم دښمنان پر ارامه نه پریږدي راځو دمطلب خبري ته.
ولي په لوی لاس دافغانستان تاریخ ګمراه کیږي او خپل تاریخي حق يې په نړۍ کي مغرضو عناصرو له لوري سلب کیږي.
په ۱۹۷۸ کي دلومړي ځل لپاره دنړۍ دتاریخ اتلس وکښل سو ، چي دانګریزانو لوی لاس پکښي درلود، تاریخ د Collins Atlas of world History په نوم یادیږي ، شپیتو لیکوالانو کار پکښي کړی او تر دامهاله شاوخوا شل واره چاپ سوی دی ، دې تاریخ کي په لوی لاس دافغانستان پر تاریخ سترګي پټي سوي دي راسئ څو بېلګي يې چي استاد قدرت الله حداد فرهاد راخیستي دبېلګي په ډول راوړو.
کاږي :
(محمود غزنی ساکس قنوج) دهند دولتونه مات کړل . یو وار خو د سلطان محمودغزنوي رح نوم يې ګډوډ لیکلی دی ، بل داچي نه وايي چي غزنی چیري دی ، سلطان محمود څوک و دکومه راغی همداسي يې ګونګ پرېښی.
بل ځای کاږي :
معزالدین محمد (۵۵۹-۶۰۲ هـ)دغزنی هند اسلامي مپراتوري جوړه کړه دلته م.محمد نه ښیي چي څوک ، کله دکومه خوا راغی نه دغور او غزني موقعیت ښي همداسي وچ يې لیکلی څوک څه پرې پوه سي؟!
همداسي کاږي :
نادرشاه د صفویانو لړۍ په ۱۷۳۶ م کي ړنګه کړه ، په داسي حال کي چي ۱۴ کاله مخکي شاه محمود د اکتوبر پر ۲۲ اصفهان ونیوی.
کاږي :
احمدخان ابدالي د افغانستان پاچهي جوړه کړه نور يې حدود نه ښي چي تر کومه ځایه په داسي حال چي ټول افغانستان ، اوسنی ټول پاکستان ، نیم ایران او دشمالي هند  لویه برخه د احمدشاه بابا تر امپراتورۍ لاندي وه ، چي په یوه کرښه کي خلاصه کېدای سوای خو داکار يې نه دی کړی.
بل دا چي د افغان – انګریز دلومړۍ جګړې یادونه هیڅ نه کوي په داسي حال کي چي دنړۍ دلویو اروپايي او اسیايي پیښو څخه شمېرل کیږي.
دوهمه جګړه یادوي دریمه بیا نه یادوي .
همداسي کاږي :
په ۱۹۷۹ م روس افغانستان ته ننوت او په ۱۹۸۹ م ووت ، د افغانانو دمقاومت او سرښندني هیڅ یادونه نه کوي.دلرغوني افغانستان سند ، هلمند او اباسیند دلویو مدنیتونو چي دمصر او بین النهرین سره همزولی شالید لري هیڅ نه وايي خو دمصر او بین النهرین ، روم په تاریخ يې پاڼي ډکي کړي دي ، په هانک کانګ کي يې دتاریاکو دکوچنۍ موضوع څخه هم یادونه کړې خو د افغاستان دتاریخ لويي پیښي يې هم نه دي راوړي ، هغه افغانان چي په بهر کي ځانکړې توګه انګریزي ژبو هیوادو کي ژوند کوي حتمي به له دې تاریخ څخه ورته مواد راخیستل کیږي نو څه ډول دخپل هیواد تاریخ وپېژني؟، نو هوښیار اوسئ چي دافغانانو دښمنان ډېر شعوري دی نه غواړي چي افغانان بیا په نړۍ کي دبرم او عزت څښتنان و اوسي.
یادونه : هر هغه پر هیواد مین افغان که په انګریزي ژبه پوهیږي Pdfدې پیدا ويې لولئ او نورو  افغانانو ته يې هم ورسوئ.
اخیستني:
۱ : ستاد قدرت الله حداد فرهاد و دافغان ملي تاریخ ، دوهم ټوک ،ساپي څړنیزمرکز،۱۳۸۳لمریز
۲ : علامه عبدالحی ، حبیبي، دافغانستان لنډتاریخ ، دبینوا ژباړه ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۲لمریز

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery