مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خلک مړه کلتورونه ژوندي کوي خو موږ ژوندی مړه کوو.‏

خان ولي کامران
په هېواد کې د پېژندپاڼۍ (تذکرې) پر سر اوسنیو ناندریو زیات خلک اندېښمن کړي دي ځکه له یوې خوا په هېواد کې د روانو ناامنيو چې د طالب، داعش ،نړیوال ایتلاف او افغان دولت لخوا رامنځ ته شوې دي خلک ترپوزو راویستي اوله بلې خوا د ځوانانو بې کاري هم څوبرابره زیاته شوې چې خلک خپلو اولادونو پلورلو ته اړ شوې دي نو په دغسي حالاتو کې د پېژندپاڼو موضوع چې یوه ملي پروسه ده د دولت لخوا راکښل چې په هغه کې په لوی لاس له خلکو څخه هویت اخېستل کېږي نو ښکاره ده چې په هېواد کې د نفاق، کرکي ، نفرت او له یو بل څخه د جلاوالی سبب کېږي.
افغان دولت ددې پرځای چې په هېواد کې د هرې ورځي په تېریدو سره ستونزې ډېرېږي څوک د طالب او داعش له لورې په بمونو الوزول کېږي او څوک د ایتلاف او دولت لخوا په توپونو او بمباردنو سره بې رحمانه توګه وژل کېږي او څوک د بې کارۍ له امله د تورې بحیري په تودو اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي نو دولت ددې پر ځای چې دوي په یو ټغر سره کینوي یووالي ته یې راوبولي او د خلکو په زخمونو د ملهم پټۍ کیږدي په یو ملي نوم باندې یې راټول کړي بلکی دولت د خلکو په زخمونو باندې د ملهم پرځای مالګه شیندي د یووالي پرځای نفاق ته یې سوق کوي د یو ملي نوم پر ځای یې په قومونو پاشي له خلکو څخه هویت او اسلامیت اخلي حال دا چي دا درې لسیزه جګړه د هویت، ناموس او اسلام ساتلو په خاطر شوې او په میلونونو انسانان ترې قربان شوې دي.
په نړۍ کې د دولتونو اصلي دنده د خپل هېواد د ملي نوامیسو ساتل دي چې په هغه کې تر هرڅه وړاندي د خلکو ملي هویت راځي نو د دولت دنده ده چې د خلکو له ملي هویت ،د هېواد له ځکمنۍ بشپړتیا او د خلکو له ناموس او دین څخه ساتنه وکړي خو زموږ په هېواد کې هرڅه سرچپه راخیژي دولت په لوی لاس خلکو ته ستونزوي زیږوي او زموږ ژوندي تاریخ ، ژوندي هویت، ژوندي کلتور او ژوندي دین راته مړه کوي حال دا چې په نړۍ کې خلک کوښښ کوي خپل مړه کلتورنه او مذاهب بېرته را ژوندي کړي ښه بیلګه یې سکاټلینډ دی چې په لویه برتانیا کې واقیع دي دغه هېواد څه موده وړاندي یوه ټولپوښتنه هم وکړه چې له برتانیا څخه جلا شي او په دې کوښښ کې دي چې خپله یوه ژبه اویوهویت ولري چې په نړۍ کې خلک یې وپیژني چې دا سکاټلینډي دی نو د خپلي ژبې په جوړولو باندي بوخت دي چې په نږدي راتلوونکې کې به د ژبو په قاموس کې د سکاټلینډ ژبه هم ورزیاته شي همدارنګه اسراییل چې ټول یې له نوم سره بلد یو په نړۍ کې زیاتره لویې شتمني او فابریکي د همدي اسراییلو دی او په غرب کې ښه له مزو ډک ژوند یې درلوده او لري خو دوی غوښتل په نړۍ کې خپل هویت ژوندي کړي نو د خپل هویت د ساتلو لپاره په پیسو یې په منځنۍ ختېځ کې ځمکه راونیوه او خپل هېواد یې پکي جوړ کړ ترڅو په نړۍ کې خپل هویت ژوندي وساتي.
همدارنګه د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ورته مثالونه شته دي چې خلک اوس خپل مړه کلتورنه را ژوندي کوي خو د ځمکې پر سر یوازینې خلک موږ یو چې هم مو دولت او هم مو ځیني پردی پال خلک د خپل کلتور او هویت په ساتلو کې ونډه نه اخلي بلکي د خپل ژوندي کلتور په وژلو کې له نورو پردي پالو سره مرسته کوي نو په پای کې مې دولت او هم افغانانو ته که هغه مشران دي، علماکرام دي، روحانیون دي، پوهان دي، میرمني دي او که سړي ځوانان دي او که بوډاګان وړاندیز دا دي چې باید د خپل هویت او کلتور په ساتلو کې پوره پوره ونډه واخلي او د پردیو د دسیسو ښکار نشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery