مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داود اعظمي د ژورناليزم معتبره جايزه وګټل

benawa afghanistan


ډاکټرمحمد داود اعظمي د خپلو ژورناليسټيکي لاس ته راوړونو په لړ کي د ميډترانې د ژورناليسټ (Journalist of the Mediterranean) نومې نړيوال شهرت لرونکې جايزه وګټله. نوموړي ته دغه جايزه پرون په اټاليا کي جوړو سوو مراسمو کي ورکړل سوه.
د ميډترانې د ژورناليسټ (Giornalisti del Mediterraneo)   په نامه جايزه د خبريالۍ په بيلو ډګرونو کي يو څو هغوغوره سوو ژورناليسټانو ته ورکول کيږي چي کاري او فکري نوښت ولري. د جايزې په مراسمو کي د اټاليې تر څنګ د يو شمېر نورو هيوادونو خبريالانو،اټالوي چارواکو او په اټاليه کي د څو هيوادونو سفيرانو ګډون کړی وو.
داود اعظمي د جايزې (اېوارډ) تر لاسه کولو وروسته وينا کي وويل چي ”ژورناليسټان نړۍ سره تړي، ولسونه او سيمي سره نژدې کوي او د خلګو غمونه او خوشالۍ تر نورو رسوي. “
نوموړي زياته کړه چي ” د ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب چټکتيا او په نړۍ کي د بيلوستونزو ډېروالي د خبريالانو دنده نوره مهمه کړې او مسئوليت يې نور ډېر سوی دی. “     
سږ کال ددغې جايزې لپاره دوې موضوعګاني ټاکل سوې وې لکه ” ماشومان او اورپکي“ او د  ”بيان آزادي“. داود اعظمي ته په جګړه کي د ماشومانو د خونديتوب او نړيوال امنيتي ‌ډګر کي د غوره خبريالۍ اوتحقيقي ژورناليزم په لړ کي جايزه ورکړل سوه.
ژورناليسټيکي فعاليتونه:

داود اعظمي ۱۶ کاله کيږي چې د بي بي سي د نړېوال سرويس (BBC World Service) له بيلو څانګو سره په لندن کې د مشر ‌‌ژورناليسټ (Senior Broadcast Journalist) په توګه کار کوي. نوموړي ددغي دندې په لړ کي د ورځنيو خبرونو په ګډون  کلتوري، ادبي، او علمي او ساينسي پروګرامونه جوړ کړي دي.

ده د  بي بي سي په انګليسي څانګه (راډيو، ټلوېزون او وېبپاڼه ) کي هم کار کړی او په انګريزي ژبه يې يو لړ څېړنيز پروګرامونه جوړ کړي او مقالې يې ليکلي دي.  په دغو کي  (د گوانټانامو زندان او زندانيان)٬ (اوښبه افغانان او د اسټراليا په پرمختګ کي د هغو ونډه)، (په افغانستان کي د شنډ سوو يورانيمو جوړو وسلو کارول او د چاپېريال خونديتوب)، (په ترکيه کي تصوف او ټولنه)، او (قبايلي سيمي او د شخړو نړيوالتوب) د یادونی وړ دي.
 
نوموړی په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۱ کلونو کي په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر و.

علمي او اکاډيميک  فعاليتونه:
ده په بيلو پوهنتونونو کي درس هم ورکړی دی. نوموړی په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې په امريکا کي د اوهايو په ايالتي پوهنتون کي د يوه ميلمه  ښوونکي (  ( Visiting Scholar په توګه په څېړنه بوخت وو او دمنځني ختيځ، او ختيځي او منځنۍ اسيا د کلتور، سياست او امنيت  په اړه يې لېکچرونه ورکول.
ددې ترڅنګ نوموړي په لندن کي په وېسټ مينسټر پوهنتون (University of Westminster) کي هم د ميلمه استاد (Visiting Lecturer) په توګه درس ورکوی. او د ګلوبلايزېشن، ځواک او نړيواله حکومتداري (Globalization, Power and International Governance) په نامه مضمون  يې ورته وايی. 
ښاغلي اعظمي د يو شمېر څېړنيزو او علمي راډيويي پروګرامونو د جوړولو ترڅنګ په بيلو ژبو ډېري مقالې هم ليکلي دي.
ده همداراز د نړۍ په بيلو هيوادونو کي يې په علمي غونډو او کنفرانسونو کي د افغانستان او نړۍ د کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه تر سلو ډيري مقالې او ويناوي اورولي دي.
زدکړي:
داود اعظمي خپلي لوړي زدکړي په برتانيايي او امريکايي پوهنتونونو کي تر سره کړي دي.
نوموړی په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کي ډاکټري (دکتورا) لري. د دې ترڅنګ په بيلو څانګو لکه سياست، اقتصاد، نړيوالي اړيکي، ډيپلوماسي، ټولنپوهنه او ادبیاتو، ژورناليزم، حقوق او ساينس کي درې لېسانس(Bachelor) او درې د ماسټرۍ (Master’s) ډګرۍ لري.
نوموړي د دينونو تقابلي مطالعه او ديني زدکړي هم کړي اوپه دې لړکي يې تفسير،احاديث، عقايد، او فقه لوستې ده.

جايزې:
داود اعظمي تر دې وړاندي هم د نړۍ او سيمي پر کچه يو شمېر معتبرې جایزې ګټلي دي چي ځيني يې دا دي.
1. په ۲۰۰۹م کال کې ده د بي بي سي تر ټولو لوړه جايزه (Global Reith Award for Outstanding Contribution) وګټله.

2. په ۲۰۱۱م کال کې په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم (World Economic Forum) دی د زرګونو کاندیدانو له ډلې څخه د نړۍ پر کچه د ځوانو نړيوالو مشرانو ((Young Global Leaders, YGL په ډله کې غوره کړی.
دغه جایزه تراوسه په ټوله نړۍ کې هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل سوې چې د پيښو د پوهاوي ترڅنګ يې مهمې لاسته راوړنې درلودلې او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په برخه کې یې وړتیا ښودلې ده.
د ځوانو نړيوالو مشرانو ټولنې غړي د نړۍ تر ټولو تکړه او د راتلونکي مشران دي چې د نړۍ د ستونزو په هوارولو کې هڅې کوي او مهم هدف يې له نړۍ څخه د يوه خوندي او لا ښه ځای جوړل دي.
نړیوال اقتصادي فورم داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.

3.  په ۲۰۱۲م کال کې داود اعظمي د اروپا د ټولي نيمي وچې پر کچه د يوه مبتکر او مستعد ځوان په توګه غوره سو او د هغو څلوېښتو ځوانو مشرانو په ډله کي راغلی چې عمرونه يې تر څلوېښتو کلونو ټيټ دي. تر څلوېښت کښته څلوېښت (40UNDER40 ) په نامه دغه پروګرام د اروپا د دوو مخکښو څېړنيزو او علمي ادارو (EuropaNova and Friends of Europe) په مشرۍ او د اروپايي کميسيون په ګډون دڅو نورو ورته بنسټونو او نادولتي ادارو په همکارۍ پر مخ بېول کيږي. داود اعظمي ته په اروپا کي د ځوان مشر د جايزې د زېري ورکولو پر مهال ټاکونکي پلاوي ليکلي وه.

(،تاسي به له نورو ګډون سره يو ځای يوه داسي بې سارې ټولنه جوړه کړی چي د راتلونکو نسلونو ژوند په ډراماټيکه توګه اغېزمن کړي. او د اوسنيو ستونزو او خنډونو د ليري کولو لپاره به له نوښتونو ډکي حل لاري وړاندي کړی.،)
په دغه پروګرام کي په اروپا کي ميشتو څه باندي پنځه سوه مليونو وګړو کي د بيلو ډګرونو لکه سياست، اقتصاد، لوړو/اکاډېميکو زدکړو، علمي او څېړنيزو فعاليتونو د بې ساري برياليتوبونو لرونکي څېرې غوره سوي دي.
4. په ۲۰۱۳م کال کي د افغانستان پرمختګ ټولني (Afghanistan Forward) نوموړي ته په نړيوال ډګر کي د لاس ته راوړنو او د نړيوالو اتلولیو د راوړنکي په توګه وستايی او ډالۍ يې ورکړه.

5.  په ۲۰۱۰م کال کي ده ته  دعلامه محمود طرزی (په افغانستان کي د ژورناليزم پلار) ډالۍ  په کابل کي د افغان پارلمان په ودانۍ کي جوړو سوو مراسمو په ترڅ کي ورکول سوه.
ددې تر څنګ، نوموړي د ژورناليزم، اکاډېميک  (لوړوعلمي زدکړو) او څو نورو ډګرونو کي هم يو شمېرجايزې ګټلي دي.


ځانګړي پروګرامونه:

 داود اعظمي د سيمه ييزو او نړيوالو خبرونو او تودو پيښو د ورځني پوښښ ترڅنګ، د بي بي سي راډيو او لپاره د يو شمېر څېړنيزواو علمي پروګرامونو لړۍ هم جوړي کړي دي چي موضوعګاني يې د سياست، کلتور او بشري حقونو په اړه دي. په دې لړ کي دا لاندي  پروګرامونو د يادوني وړ دي:

۱. اوښبه افغانان او د اسټراليا په پرمختګ کي د هغو ونډه: (Australia's Afghan Cameleers) : په ۲۰۱۵م کال کي په انګريزي ژبه دوه نيم ساعته پروګرامونه. 
لومړۍ برخه:
http://www.bbc.co.uk/programmes/p02mnn26#auto
دوهمه برخه:
http://www.bbc.co.uk/programmes/p02n4xsr

 ۲. د گوانټانامو زندان او زندانيان:  په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کي داود اعظمي افغانستان او بياپه کيوباکي دگوانټانامو زندان ته ولاړی او په اوو ژبو يې د راډيو، ټلويزون او وېبپاڼو لپاره ددغه زندان او زندانيانو په اړه پروګرامونو جوړ کړل. چي په پښتو، انګريزي او دري ژبو نيم ساعته پروګرامونه هم پکښي دي.
 
 د گوانټانامو انګريزي پروګرام (Guantanamo Voices)
http://www.bbc.co.uk/programmes/p01sg4cm

د گوانټانامو پښتو پروګرام
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2014/03/140305_ms_guantanamo_prisons.shtml


۳. افغانستان او ايران: دوه همکارګاونډيان که تاريخي سيالان: له گاونډيانو سره د افغانستان د اړيکو په اړه د ځانگړو رپوټونو په لړ کې داود اعظمي  په ۲۰۱۲ کال کي د بي بي سي پښتو راډيو لپاره د افغانستان او ايران د اړيکو په اړه درې نيم ساعته راډيويي پروگرامونه جوړ کړل.
 
 ۴.  ډيورنډ لاين: نړيواله که د بېلتون کرښه:  داود اعظمي  په ۲۰۰۷ کال کي د بي بي سي پښتو راډيو لپاره د د ډيورنډ کرښي او د افغانستان-پاکستان  د اړيکو درې نيم ساعته راډيويي پروگرامونه جوړ کړل.

۵. په افغانستان کي د شنډ سوو يورانيمو جوړو وسلو کارول او د چاپېريال خونديتوب (۲۰۰۸):په پښتو او انګريزي ژبو نيم ساعته راډيويي  پروګرامونه.
 
۶. په بلوچستان کي کړکېچ او دهغه سترتيژيک اهميت (۲۰۰۶): د بي بي سي پښتو راډيو لپاره دوه نيم ساعته راډيويي پروگرامونه.  

۷. افغان جهاد او نړيواله اورپکي (۲۰۰۴): د بي بي سي پښتو راډيو لپاره درې پنځلس دقيقه ييز راډيويي پروگرامونه.

۸. په ترکيه کي تصوف او ټولنه (۲۰۰۴): د بي بي سي پښتو لپاره اووه  پنځلس دقيقه ييز راډيويي پروگرامونه.

۹. د اوبو پر سر جګړه (۲۰۰۳(: د بي بي سي پښتو راډيو لپاره دوه نيم ساعته راډيويي پروگرامونه.

۱۰. قبايلي سيمي او د شخړو نړيوالتوب (۲۰۰۳): د قباييلي سيمو په اړه د بي بي سي پښتو راډيو لپاره څوارلس نيم ساعته راډيويي  پروگرامونه.

۱۱.  په افغانستان او پاکستان کي بشري حقوق (۲۰۰۲): د بي بي سي پښتو راډيو لپاره ه اووه نيم ساعته راډيويي پروگرامونه.


ليکنيز او څيړنيزيون:
داود عظمي چي کله په دو زره نهم ميلادي کال کي په يوه امريکا يي پوهنتون
کي ښوونه ورکوله نو په انګليسي ژبه يې د زده کوونکو او مسلکيانو لپاره د منځنۍ کچي پښتو ژبي پر زدکړه يو کتاب وليکی چي د اوهايوايالتي پوهنتون د درسي موا دو برخه جوړوي.
نوموړي،(ه ترکيه کي تصوف او سېکولرزم)   تر عنوان لاندي په يوه انګريزي کي يو باب ليکلی چي سږ کال په امريکا کي چاپ سو او نوم يې دا دی:
Sufism and Social Integration: Connecting Hearts, Crossing Boundaries
ددې تر څنګ، نوموړی په  پښتو او انګليسي ژبه  درې  ناچاپه کتابونه لري.
 ده له وړاندي لا په ۱۹۹۳ کي چي کله خپله زده کونکی وو، په پښتو دعامه پوهاوي  په اړه يو کتاب  خپورکړی چي (د معلوماتو خزانه) نوميږي.
نوموړي د ځينو پښتنو شاعرانو شعرونه په انګريزي کي ژباړلي چي څو يې په کتابونو او وېبپڼو کي چاپ سوي دي.

ښاغلي اعظمي همدارنګه په بېلابيلو ژبو د تاريخ، کلتور او ادبياتو په اړه مقالې ليکلي دي.  نوموړی  همدارنګه د بي بي سي په انګليسي ويبپاڼه کي هم ليکل کوي  او د افغانستان او نړۍ د ټولنيزو، سياسي او امنيتي موضوعاتو په اړه يې کوټلي او څيړنيزي  مقالې ليکلي دي. چي ځيني يې په لاندي ډول دي.

. (د بي بي سي مقاله،۳۰ جولايي  ۲۰۱۵) -افغان طالبان له يوه نابلد حالت سره مخامخ سوي.
The Afghan Taliban enter uncharted territory (BBC News 30 July 2015)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-33725841


-اورپکي څرنګه د ځانمرګو بريدونو لپاره ماشومان روزي. (د بي بي سي مقاله،  ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴)
How the Taliban groom child suicide bomber (BBC News 15 December 2014)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-27250144

 (د بي بي سي مقاله،  ۲ جون ۲۰۱۴ ) - د ګوانټاناموپنځه خوشي سوي بنديان به جنګ غوره کړي که سوله؟
Freed Taliban five to choose war or peace (BBC News 2 June 2014)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-27672919

-تر ګوانټانامو وروسته ژوند ( د ګوانټانامو د زندانيانو اوچارواکو کيسې ) - (د بي بي سي مقاله،  ۲۵ فبروري ۲۰۱۴)
Life after Guantanamo prison (BBC News 25 February 2014)
http://www.bbc.co.uk/news/magazine-26257747

-په افغانستان کي د بې ديني لانجه - (د بي بي سي مقاله،  ۱۴ جنووري ۲۰۱۴)
Controversy of apostasy in Afghanistan (BBC News 14 January 2014)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-25732919

- بهرني ځواکونه به څرنګه افغانستان تر شا پريږدي  - (د بي بي سي مقاله،  ۱۷ ډسمبر ۲۰۱۳)
What kind of Afghanistan will foreign forces leave? (BBC News 17 December 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-25410582


- له امريکا سره امنيتي تړون افغانستان ته څه ورکوي.  (د بي بي سي مقاله،  ۲۴ نومبر ۲۰۱۳)   
What future does security pact give Afghanistan? (BBC News 24 November 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-25082937

-په افغانستان کي مخالف ديني عالمان وژل کيږي.  (د بي بي سي مقاله،  ۱۹ نومبر ۲۰۱۳)
The 'dissenting' clerics killed in Afghanistan (BBC News 19 November 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-22885170

- د افغان والي ارسلا جمال  د وژني ناوړه اغېز ـ (د بي بي سي مقاله،  ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳)
Grim consequences of Afghan Governor Jamal's death (BBC News 15 October 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-24540077


-په قطر کي له طالبانو سره خبري ولي په ټپه ولاړي دي ـ (د بي بي سي مقاله،  ۱۲ جولای ۲۰۱۳)
Why Qatar talks with the Taliban are deadlocked? (BBC News 12 Jul 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-23274081


- قطر څرنګه د طالبانو د دفتر کوربه سو ـ  (د بي بي سي مقاله،  ۲۲ جون  ۲۰۱۳)
How Qatar came to host the Taliban (BBC News 22 Jun 2013
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-23007401


- طالبان په قطر کي خپل دفتر پرانيزي ـ  (د بي بي سي مقاله، ۲۰ جون  ۲۰۱۳)
Q&A: Taliban opens Doha office (BBC News 20 Jun 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-22957827

-ايا نواز شريف يو رشتړنی منځګړی دی؟ افغانان ولي د پاکستان د لومړي وزير په اړه شکونه لري.  (د بي بي سي مقاله،  ۱۸ می ۲۰۱۳)
Honest broker? Why Afghans are wary of Pakistan's Prime Minister-elect (BBC News 18 May 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-22551129


- امريکا ته د کرزي ګوت څنډنه: افغان مشر څه شي په غوصه کړی دی؟ (د بي بي سي مقاله،  ۱۸ مارچ  ۲۰۱۳)
Karzai rebuke to US: What  angered the Afghan leader? (BBC News 18 March 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-21825804


-د افغانستان لپاره له تارياکو ځان خلاصول ولي ګرانه ده؟ (د بي بي سي مقاله،  ۲۶ فبروري ۲۰۱۳)
Why Afghanistan may never eradicate opium (BBC News 26 Feb 2013)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-21548230

-کندهار: په افغانستان کي د هدفي وژنو مرکز- (د بي بي سي مقاله،  ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۲)
Kandahar: Assassination capital of Afghanistan (BBC News 29 Oct 2012)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-19074921

- د طالبانو شاعري او قهرمان جنګيالی (د بي بي سي مقاله، ۱۰ جولای ۲۰۱۲)
Taliban poetry and the lone fighter (BBC News 10 July 2012)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-17905361

- ايا تړون د افغانستان او امريکا د اړيکو کي د نوي پير پيل دی؟ (د بي بي سي مقاله، ۳ می ۲۰۱۲)
Does deal mark new era in US-Afghan relations? (3 May 2012)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-17935511

ــ د احمد اميد خپلواک ياد کي: (د بي بي سي مقاله، ۲۸ جولای ۲۰۱۱)
Remembering Ahmed Omed Khpulwak (BBC News 28 July 2011)
http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-14325955

-- کرکټ، ښوونځي، فېسبوک: د طالبانو نوې تبليغاتي هڅه - (د بي بي سي مقاله، ۲۸ اپرېل ۲۰۱۱)
Cricket, schools, Facebook: the Taliban's new PR drive (28 April 2012)
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-17852902

 --په افغانستان کي تصوف او په سوله راوستو کي د صوفيانو رول - ( د بي بي سي مقاله -  ٢٣فبروري ۲۰١١)
Sufism returns to Afghanistan after years of repression (BBC, 23/02/2011)
http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-12539409

- -القاعده د طالبانو له منځه د يوې بې پايه جګړې لپاره کسان ګماري. ( د بي بي سي مقاله، ۱۳ اوکټوبر ۲۰۱۰)
Al-Qaeda sets sights on Taliban recruits (BBC Article, 13 Oct 2010) http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-11444334

-افغان طالبان د سولي د خبرو لپاره ضمانتونه غواړي.  .( د بي بي سي مقاله، (۰۱/۲/۲۰۱۱)
Afghan Taliban members seek guarantees for peace talks (01 Feb 2011)
http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-12336294


-د برتانوي څواکونو وژونکي افغان وايي ده پر خپل سر دا کار کړی دی. .( د بي بي سي مقاله، ۱۵/۰۷/۲۰۱۰)
Afghan 'killer' of UK troops tells BBC he acted alone (BBC Article, 15 July  2010)
http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-10656477


 طالبن دانټرنېټ ځواک په خپله گټه کاروي- ( د بي بي سي مقاله، ۱۷ مارچ ۲۰۱۰)
Taliban harness power of the web (BBC Article, 17 March 2010)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/8570742.stm

 د سولي پښتون مبارز نړیوال سو-  (د بي بي سي مقاله، ۱۶ اوکتوبر۲۰۰)
Pashtun peace prophet goes global (BBC Article, 16 Oct. 2009) http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/8311549.stm


-طالبان د امريکا پر ضد د پروپاګند  جگړې ته زور ورکوي - (د بي بي سي مقاله، ۳ ،اګسټ ۲۰۰۹)
Taliban slick propaganda confronts US (BBC Article, 03 Aug 2009)
http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/8176259.stm


 دپاکستاني طالبانو راډيويي اورپکي ( د بي بي سي مقاله ۲۲ جون ۲۰۰۹)
Pakistan's Taliban radio insurgency (BBC Article, 22 June 2009)
http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/8108881.stm

 

- د ګوانټنامو پخوانيو زندانيانو ژوندليکونه ښه بازارلرون لرونکي کتابونه سول. (بي بي سي ، ۲۳ فبروری ۲۰۰۹)
Guantanamo memoirs prove bestsellers (BBC Article, 23 Feb. 2009)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/7905643.stm


-افغان شاعران د جګړې داغونه غندي - ( د بي بي سي مقاله، ۲۵اپريل ۲۰۰۹)
Afghan poets tackle scars of war (BBC Article, 25 April 2009)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/8008754.stm


-په افغانستان کي د شنډ سوو یورانیمو جوړو وسلو کارېدنه او ناروغۍ- (د بي بي سي مقاله،  ۳۰اپريل ۲۰۰۸)
Afghan 'health link' to uranium (BBC Article, 30 April 2008)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/sci/tech/7373946.stm

-انګليسي ژبه په افغانستان کي ځای نيسي ( د بي بي سي مقاله، ۱۲جنوري ۲۰۰۹)
English takes hold in Afghanistan (BBC Article, 12 Jan. 2009)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/7493285.stm

-د کندهار د معجزو هديره - ( د بي بي سي مقاله ۱۷جنوري ۲۰۰۸)
Kandahar's cemetery of 'miracles' (BBC Article, 17 Jan. 2008)
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/7193579.stm

 

 

 

 

ښاغلي اعظمي همدارنګه ه د بي بي سي په پښتو ويبپاڼه کي هم ليکل کوي او د افغانستان او نړۍ د ټولنيزو، سياسي او امنيتي موضوعاتو په اړه يې مقالې ليکلي دي. چي ځيني يې په لاندي ډول دي :
افغانستان لپاره له کوکنارو ځان خلاصول ولې ګرانه ده. (27/02/2013)
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/02/130227_ss-why-afghanistan-may-never-eradicate-opium.shtml

ټولنيزي رسنۍ په افغانستان کې ټولنيز چوکاټونه  ماتوي. 14/02/2014
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2013/02/130214
_im_valentines_day_love_and_social_media_afghanistan_dawood_azami.shtml

 خاطره: د برتانيا ملکه، او په شاهي ماڼۍ کې مېلمستيا.  (03/06/2012)
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/06/120603_hh-queen-palace.shtml

د برتانیې د شاهي نظام د ړنګېدو هلې ځلي. (۲۶/۰۴/۲۰۱۱)
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/04/110425_hh-uk-royal-state.shtml

د برتانيې د شاهي کورنۍ لګښتونه او د لږېدو غوښتنې يې. (۲۸/۰۴/۲۰۱۱)
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/04/110428_royal-family-costs.shtml
 
-  د برتانيې د شاهي نظام د تبعيضي قوانينو د بدلېدو غوښتنې
27/04/2011
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/04/110427_as_british_royal_family.shtml
 
د برتانیې شاهي نظام، شاهي کورنۍ او رول یې
13/05/2011 
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/04/110428_hh-uk-prince.shtml

په افغانستان کې زياتېدونکی تاوتريخوالی: سببونه او انګېزې يې ـ
30/07/2011  
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/07/110729_hh-afghanistan.shtml

د سولې مشال فلم او په سيمه کې د سولې هيلي - 24/10/2009
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091024_hh-bachakhan-fill-festival.shtml

د احمد اميد خپلواک په ياد کي ـ 29/07/2011
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/07/110729_hh-khpulwak-remembering.shtml

'' تور اوباما په سپينه ماڼۍ کي ''ـ
4/11/2008
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/11/081104_hf-obama-white-house.shtml

انځورګري او خطاطي:
ښاغلی اعظمي د خپلو ژورنالستيکي او څېړنيزو فعاليتونو ترڅنګ په پنځو ژبو خبرې کوي او په درې ژبو شعر او نثر ليکي.
نوموړی انځورونه هم جوړوي او خطاطي هم کوي. دده د هنر دوې بيلګي دادي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery