مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ولسمشر تاريخي تيروتنې!!

ميراغا ملت مل
د ولسمشر تاريخي تيروتنې!!
د اميريکا سره ستراتيژيک تړون، د هندوستان رښتيني دوستي د پاکستان په پنسلي دوستۍ بدلول، د پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو تړون، په تذکرو کې د اسلاميت او افغانيت په کلمو چپ پاتې کيدل، په پارلماني ټاکنو کې ګوندونو ته زياتې څوکۍ ورکول.
دافغان ولسمشر محمد اشرف غني پورته ذکر شوې تيروتنې هغه تيروتنې دي، چې دافغانستان ملي ګټې يې له درانه خطر سره مخ کړي او په راتلونکې کې به د افغانستان لپاره د ډېرو ګډوډيو لامل شي او د افغانستان او افغانانو په ويشنه به تمامې شي. دا هغه تيروتنې دي چې تاريخ به يې هم هيرې نه کړي. دلته په لنډ ډول د هرې تيروتنې تاوانونو ته اشاره کوو:
د امريکا متحده ايالاتو سره د دې ډول ستراتيژيک تړون لاسليک کول ځکه لازم نه ول، چې په دې تړون کې د افغانانو ګټې نه وې خوندې او د افغانستان د امن سره يې مرسته نه ده کړې، بلکې امنيتي حالات نور هم خراب شوي؛ که څه هم ولسمشر د مالي امکاناتو د نشتون له وجې دې تړون ته زړه ښه کړی، خو په حکومت د افغانستان د خلکو باور کم شوی او مخالفتونه په همدې وجه زيات شول، چې د امريکايانو لکۍ لنډيږي او دوی يې لا غځوي.
په تړون کې يې ډېره بيړه وکړه، د افغانستان ګټې يې ثابتې نه کړې، ده فکر کولو چې د افغانستان سوله او امنيت په همدې تړون پورې تړلې او بې له سوچ او فکره يې قلم له جيبه راواخستو او لاسليک يې وکړ.
بله لويه تيروتنه دا وه چې د هندوستان هغه رښتينې دوستي، چې د افغانستان سره يې هر وخت د ګاونډيتوب ښه چلند کړی او د افغانستان سره يې رښتيني مرستې کړې، هغه يې د پاکستان په پنسلي دوستۍ بدله کړه.
د پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو تړون، د افغانستان څلويښت کلن او ازمايل شوی دوښمن چې هر افغان ته معلوم دی، چې د افغانستان سره مرسته نه کوي د داسې مهمو معلوماتو شريکول، چې له امله به يې په پاکستان کې امن ټينګيده او په افغانستان کې به لا هم نا امنۍ زياتېدې.
په تذکرو کې د اسلاميت او افغانيت د کلمو په نه ذکر کولو سره د افغانستان لپاره زياتې ننګونې موجودې دي، چې په اوس وخت کې د افغان دولت سره د خلکو کرکه او مخالفتونه ورځ تر بلې زياتيږي او په راتلونکې کې د افغانستان د تجزيې لپاره لومړی ګام دی.
د ولسي جرګې په څوکيو کې دريمه برخه يا تر دې زياتې څوکۍ ګوندونو ته ورکول د افغانانو سره يو غټ خيانت دی؛ ځکه چې يو خو ګوندونو اوسه پورې د افغانستان په ګټه نه دي تمام شوي او په افغانستان کې يې تفرقې، شديد مخالفتونه او منفي رقابتونه رامنځته کړي او بل دا چې په ګوندونو کې که وړ کسان وي او که نه وي، نو د دوی پلارنۍ او ګوندنۍ برخه به دوی ته ورکول کېږي او د وړتيا او قابليت خبره به هيڅ مطرح نه وي،‎ له بله پلوه به د وړ کسانو مخه نيول شوې وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery