مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(پر ډاکټر نجیب الله باندې نیوکې او د هغو ځوابونه)

توریالی(وزیر)
۹/۷/۱۳۹۴،ل
متل دی:(خبره د خدای لپاره کوه، جګړه د زوی او ورور لپاره) ځیني کسان داسې لیکنې کوي چې په حقیقت باندې نه وي ولاړې او یوازې د یو چا د شخصیت د تخریب لپاره هڅه کوي او یو شمېر محترم لوستونکي بې له دې چې په اړه یې فکر یا پلټنه وکړي په پټو سترګو یې مني او قضاوت کوي، دا ډول لیکوالان نه یوازې د بل چا شخصیت ته تاوان رسوي بلکه خپل ځانونه هم بې اعتباره کوي د روهي په وېب پاڼه کې(ډاکټر نجیب الله، انځور او حقیقت) تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره شوي ده، د مقالې لیکونکي چې څه لیکلي دي د کوم سند او سرچینې مکمله پته نه لیکي، یوازې د کتابونو نومونه یادوي، د پاڼو او مخونو د شمېرو ذکر نه کوي او هم د نامعلومو او بې نومه کسانو له قوله غیږیږي، خو کله چې موږ په یادو شویو اخځ لیکونو پسې لټون وکړ، په کتابونو کې یو څه وو او ده بل څه لیکلی وو، چې دا ډول خبرو ته دروغ او تشې افسانې ویل کیږي او هېڅ د باور وړ نه دي او د څېړنې له اصولو سره اړخ نه لګوي... .
د روهي په ویب پاڼه کې د ډاکټر نجیب الله په اړه په نوموړي لیکنه کې ویل شوي دي:«له هغې ورځې چې ډاکتر نجیب الله د طالبانو لخوا بې محاکمې اعدام شو، د خلکو همدردي ورسره پیدا شوه.»
موږ د دغه جناب په ځواب کې وایو چې: د هزاره ګانو قوماندان عبدالعلي مزاری او د نظار شورا مشر احمدشاه مسعود د طالبانو لخوا بې محاکمې وژل شوي دي، مګر پرته له خپلو اړوندو کسانو څخه، بل څوک هېڅ ډول همدردي نه ورسره لري، خو برعکس د ډاکټر نجیب الله سره د افغانستان د ټولو قومونو ډېری خلک او کوز پښتانه او بلوڅان او حتَی د جهادي تنظیمونو او طالبانو په منځ کې هم خواخوږي او زړه سوی شتون لري، او د یو اتل په توګه یې یادوي، د ځینو وطن دوستو طالبانو په منځ کې هم خواخوږي لري، چې د ډاکټرنجیب الله د شهادت د ورځې په مناسبت له سباء تلویویزنون څخه یو تن عني شاهد داسې وویل:« په هغه ورځ د ډاکټر نجیب سره د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې وم، څو تنه طالبان راغلل او د ډاکټر صاحب لاسونه یې ښکُل کړل.»
بله دا چې ټول خلک خبر دي چې ملا بورجان نه غوښتل ډاکټر نجیب الله ووژل شي، نو له دې امله نوموړی د (ISI) ادارې لخوا په سروبي کې د شا لخوا ووژل شو.
په لیکنه کې راغلي دي: «ډیره د حیرانتیا خبره ده چې خلک لا هم د خپل قاتل تصویرونه ځړوي.»
لکه چې پوهیږو چې موږ افغانان له بل هر چا نه خپل دوستان او دښمنان ښه پېژنو او هېڅ کله خپل دښمنان نه بخښو، نو څوک چې د ډاکټر نجیب الله انځورونه ځړوي دومره احمقان نه دي چې خپل دوست دښمن ونه پېژني، له دې څخه ښکاري چې ډاکټر صاحب د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای لري.
مقاله لیکونکي ډاکټرنجیب الله د عقدو پر آس سپور بولي په داسې حال کې چې ډاکټرصاحب د خپل نیکه غچ اخیستی دی، لاندې وینا ولولئ:
«ډاکتر نجیب د یوې بارسوخې پښتنې کورنۍ اولاد و. نیکه یې غوث الدین خان د افغانستان د نجات په جګړه کې د نادرشاه کلک ملګری او پوخ همکار و. تر بري وروسته نادرشاه ظاهراً برتانوي هند ته ولیږه چې ده ته ملاتړ راجلب او وسله خریداري کړي، خو د شا له خوا یې پسې ترورست لیږلی و او هملته یې وواژه. ډاکتر نجیب همدغه شخصي عقده تعقیبوله او غوښتل یې چې د شاهي نظام له منځه لاړ شي.»
د پورته وینا ځواب دا دی: هر پښتون چې پښتونولي ولري خپل غچ اخلي هغه که سل کاله وروسته هم وي او د پښتونولۍ یو مهم اصل له خپل دښمن څخه د غچ اخیستل دي، ښاغلي حامد کرزي هم د خپل پلار شهیدعبدالحد کرزی غچ له آی، اس، آی او د هغوی له مزدورانو څخه اخستی دی، دا چې ډاکټر نجیب د خپل اتل نیکه انتقام اخستی دی خپله پښتونولي یې تر سره کړي ده، په دې تړاؤ لوی خان خوشال بابا څه ښه ویلي دي:
څــــو وانـه خلي لـه غــــلیمه انـتـقــام = مــرد نـه خــوب کا نــه خــوراک کــــا نه آرام
 د مردۍ د نامردۍ تر مـــــنځ میل نه دی = تــفــــاوت یې پــه ذره دی یــا پــه ګــــام
***
که یې کښینوې په باغ کې= مرد به ونه کا آرام
 څــــو پوره په غلیم نه کا= هــره چـــار د انـــتقـــام
 فــراغت کا خبر نه دي = نامردان په ننګ و نـام
***
بل ځای لیکل شوي دي: «نوموړی(ډاکټر نجیب الله) په ایران کې له سفارته وتښتید چې له ځان سره یې د نورو پرچمیانو په شان د سفارت شتمني هم وتښتوله.»
وایي چې لمر په ګوتو نه پټیږي، که ډاکټر نجیب د نورو معلوم الحاله غلو په شان غل وای نو اوس به یې په خارج او داخل کي لوړ پوړیزې ودانۍ ولاړې وای.
دا ډول په لیکنه کې زیاتوي: «ډاکتر نجیب د خاد (خدمات اطلاعات دولتي) د هغې جهنمي دستګاه مشر و چې ۸۵۰۰۰ ځوانان یې پخپل لاس وژلي دي... داسې خلک یې هم اعدام کړي دي چې کارمل به معاف کړي وو چې یا یې سن کم دی او یا جرم، ... .»
هغه خلکو چې د دولتي خدماتو اصلاعاتو(خاد) په اداره او یا په نورو اړوندو ادرو کې یې کار کړی دی په دې پوهیږي چې د ببرک کارمل د حکومت په وخت کې، د یو مجرم د اعدام واک د خاد د ریاست صلاحیت نه ؤ، هر څوک به چې اعدامیدل د ببرک کارمل لخوا به یې حکم لاسیک کیده او د حکم د متن په پای یا د لاس لیک پر ځای کې به یې لیکلي وو (رئیس شورای انقلابي ج، د، ا)
له بل پلوه د مقالې لیکوال پخپله اقرار کوي او د روسي قوماندان له خولې لیکې چې ډاکټر نجیب په هرات کې د کارمل په امر اسیران وژل. او هغه څوک چې په جګړه کې د آمر د اطاعت پر اصولو باندې پوهیږي ټول مسؤلیت د آمر پر غاړه دی نه د لاس لاندې کسانو.
 (په جلاآباد کې د روسانو جنایت او د ډاکټر صاحب غبرګون) تر عنوان لاندې لیکوال، د روسي پوځیانو د هغه جنایت په اړه چې د یوې کورنې پر ښځو باندې یې جنسي تېری کړی ؤ او بیا یې په اور سوزولي وو، د روسي جنرال الکساندر مایوروف له خولې لیکلي دي چې، نوموړی روسی جنرال کارمل او کشمند او ډاکټر نجیب ته ورغلی دی او د خپلو عسکرو د مجازاتو په اړه یې مرسته ترې غوښتي وه او ډاکټرنجیب یې په اړه منفي ځواب ورکړی ؤ.
دغه کتاب چې د مقالې لیکوال یې حواله ورکوي (په افغانستان کې رښتیا څه تېریدل) د سترجنرال الکساندر مایوروف د خاطرو ټولګه ده او ښاغلي ډاکټر داود جنبش په پښتو ژبه ژباړلی دی، په دې کتاب کې چې څه ډول چې په مقاله کې لیکل شوي دي، هغه نه تر سترګو کیږي، د نوموړي کتاب په ۳۴۰مخ کې یواز د ډاکټر نجیب الله په تړاؤ د سلطانعلي کشمند له خولې په دې ډول راغلي دي:«د خاد رئیس نجیب او(روسی) جنرال سپولنیکوف همدا لږه شیبه وړاندې خبر راکړ چې: دا جنایت په بدلو جامو کې غلیم پخپله کړی دی.»
بل ځای وایي چې نجیب د ګورباچوف انتخاب ؤ، نو ځکه یې نجیب الله د کارمل پر ځای وګماره.
ټول پوهیږي چې دا ډاکټر نجیب الله ؤ چې له ګورباچوف سره هم نظره ؤ چې روسان یې له افغانستان څخه وایستل، همدا ډاکټر صاحب ؤ چې د روسانو د یرغل ورځ(۶/۱۰/۱۳۵۸) یې توره ورځ او د وتلو ورځ یې د افغانستان د نجات ورځ ونوموله.
په مقاله کې دا هم ویل شوي دي چې: «ډاکتر صیب چې کله په مشرۍ کې راغی، له لومړۍ ورځې یې د ګلم جمع ملیشو پیاوړي کولو ته مټې راونغښې او د هیواد درانه او باعزته قومونه یې پرې بې عزته کړل.»
لومړۍ دا چې د ګِلم جمع او دوستم ترمنځ توپیر نه دی شوی، امان الله(ګلم جمع) له درالمعلمین څخه فارغ شوی ؤ د بلخ د دولتي امینب د اوپراتیفي کندک قوماندان ؤ خورا دروند او ښه سړی ؤ او دوستم چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال دی بل جدا شخص دی، په هر حال، د ازبکو د ملیشو په اړه باید ووایم چې ډاکټرنجیب الله د دې لپاره د ازبکو ملیشې رامنځ ته کړې چې له پخوا څخه په هیواد کې په ټولو افغانانو کې یوازې ازبکو او ترکمنو ښه عسکري کوله تل د خپل آمر امر ته تابع وو، پښتانه چې ډېری یې مهاجر شوي وو او کوم چې په ښارونو کې پاتې وو ډېری یې له ډاکټر نجیب سره ولاړ وو یوازې شانواز تڼی ؤ چې له ډاکټر صاحب سره یې مخالفت وکړ، دا چې وروسته دوستم یاغي شو، یا شهنواز غداري وکړه دا نو د ډاکټرنجیب الله ګناه نه ده، ده له خپلو ملګرو سره ناځوانې نه ده کړي دا د ده نااهله ملګري وو چې له خپل ولسمشر سره یې بې ایماني کړي ده او دا به د تاریخ قضاوت ته پریږدو.
د لیکنې په یوه برخه کې ویل شوي دي: «ډاکټر نجیب الله د شهنواز تڼي مشورې نه منلې»
خبره دا ده چې هر څوک د هوښیار سړي مشورو ته اړتیا لري او غوږ ورته نیسي، مګر ټول پوهیږي چې شهنواز تڼی که هوښیار سړی وای نو د هغه چا په مخالفت کې به نه وی ولاړ چا چې د دفاع وزات مقام ته رسولی ؤ او بیا به له دې غټو غټو(خلکي) بېرتونو سره خپل تاریخي دښمن آی، اس، آی، ته نه سلامي کیدی او همدغه ګلبدین حکمتیار ته چې ده بې فرهنګه اشرار، د امپریالیزم مزدور او د پاکستان لاپوڅی باله، د نظامي دریشۍ او له جنرالۍ ستورو څخه له ډکو اوږو سره نه ورتسلیمدلی.
د ښاغلي شهنواز د هوښیارۍ او پوهې معلومات هغه وخت راته ښه سرګند شول، چې څه موده پخوا د کابل د میوند جادې د ځاځیو په مسجد کې یوې فاتحې ته رادننه شو، زه چې په مسجد کې ناست وم ومې لیدل چې د مسجد په منځ کې یو سړی د جرمني سیلور بوټونو سره روان دی، کله مې چې سترګې پورته کړې پخوانی د دفاع وزیر ؤ، حیران پاتې شوم دیخوا ایخوا یې وکتل څو شیبې په ولاړي ولاړ ؤ مګر چا ځای نه ورکولو په پای کې د خپلو بوټونو سره کښیناست او وروسته یې بیا هم عقل کار ونه کړ، تر څو متوجه شوی وای چې له بوټونو سره رادننه شوی دی او خپل بوټونه یې ایستلي وای، کله چې ښاغلي شهنواز له مسجد څخه ووت نو ناستو کسانو پسي پسي پېل کړل یوه وویل: دا جُماعت څه پېژني همغه کمونسټ کافر دی ... .
مقاله بل ځای وایي: «... نجیب پر تڼي کودتا کړې ده نه تڼي پر نجیب.»
له هر څه د مخه لومړی باید کودتا وپېژنو، د کودتا کلمه یوه فرانسوي اصطلاح ده چې د دولت راپرځولو ته وایي، یا دا چې د دولتي او نظامي مقامونو لخوا په زور سره یو دولت راوپرځول شی، یا دولت ته تغیر ورکړي، په دې مانا چې ټیټ پوړي دولتي چارواکي د ولسمشر یا د دولت رهبر پر وړاندې پورته شي.
دا چې ویل شوي دي چې ډاکټر نجیب پر خپل دفاع وزیر باندې کودتا کړي ده سمه خبره نه ده، جنرال نبی عظیمي چې د کودتا چیانو پلار دی همدغه شهنواز تڼي ورته ویلي ؤ«راځه چې له دغه غویي څخه ځانونه خلاص کړو» او د شهنواز د کودتا ټول جریان په اوکرایین کې په کال (۱۳۷۸،ه،ش) کې ښاغلي اسلم وطنجار راته ویلی دی او ټکي په ټکي یې راته وویل چې شهنواز کودتا کوله او موږ یې مخه ونیوله، خو بیا هم دا مهمه نه ده چې کوم لوري په عمل لاس پورې کړ مهمه دا ده چې ډاکټر نجیب الله د خپل نمک حرام دفاع وزیز د کودتا مخه ونیوله او شهنواز خپل تاریخ چټل کړ، وروسته له هغې چې شهنواز پاکستان ته په منډه خلاص شو نو ډاکټر نجیب الله هیوادوال د کودتا له جریان څخه خبر کړل، ډاکټر صاحب وویل: شهنواز تڼی زموږ کورته راغلې ؤ او زما میرمن چې ناروغه هم وه نوموړي ته یې (آش) پوخ کړ، تر څو وشرمیږي او له خپل ناوړه تصمیم(کوتا) څخه تېر شي ... ډاکټر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ګلاب زوی راته وویل چې تڼی د دفاع وزیز په توګه مقرر کړه، ما هم دا کار وکړ او له موږک څخه مې زمری جوړ کړ، ډاکټرصاحب د خپلو فصیحو او جرارو خبرو په اوږدو کې د پېښې په تړاؤ یوه کیسه په دې توګه بیان کړه: یو ښه او بزرګ سړي ته یو موږک ورغی او ورته ویې ویل: زه له پیشو څخه ډېر په تنګ یم ما ته دعا وکړه چې پیشو شم، ښه سړي خدای تعالَی ته دعا وکړه، دعا قبوله شوه موږک په پیشو باندې بدل شو، لږه موده وروسته پیشو بیا ښه سړي ته راغله شکایت یې وکړ چې زه له سپي څخه ډېره وېریږم او خوري مې، ته دعا راته کړه چې زه سپی شم، ښه سړي بیا دعا وکړه دعا منظوره شوه، له پیشو څخه سپی جوړ شو، څه وخت وروسته هغه سپی دریم ځل بیا هغه ښه سړي ته راغی، ویي ویل: زه له زمري څخه وېریږم د خدای لپاره زمری راڅخه جوړ کړه، ښه سړي بیا خدای تعالَی ته دعا وکړه، دعا ومنل شوه له سپي څخه یې زمری جوړ کړ، کله چې سپی ځان ته متوجه شو چې زمری شوی دی نو دیخوا ایخوا یې وکتل، هغه سړي ته یې وویل: اوس نو زه تا باید وخورم، ښه سړي ورته وویل:ګوره ته خو موږک وې ما زمری درڅخه جوړ کړ نو ته اوس ما څنګه خورې؟ زمري وویل: زه تا خامخا خورم، کله چې سړی پوه شو چې زمری یې خوري نو خدای تعالَی ته یې دعا وکړه چې دا زمری دې بیرته موږک شي، هغه وو چې له زمري څخه یې موږک جوړ کړ. ډاکټرصاحب په پای کې وویل: موږک وې ما زمری(دفاع وزیر) درڅخه جوړ کړ او بیا د پر ما باندې کودتا کوله؟ ورځه اوس بیرته هغه موږک شوې.
په مقاله کې د ډاکټر صاحب د وتلو او د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د نبي عظیمي لخوا د سپکو سپورو او کنځلو په اړه ویل شوي دي:«کله چې پوه شو چې نبي جان عظیمي د ده نه، بلکې د کارمل او مسعود سړی دی، نو د تیښتې د کوښښ تر ناکامۍ وروسته یې د ملګرو ملتونو دفتر کې پناه واخسته . هلته پسې نبي جان عظیمي ورغی، نجیب پرې ناز وکړ او ورته ویې ویل : رفیق عظیمي، ما از تو توقع ازی ره نداشتم که بالایم کودتا کنې، هغه ورته وویل : بې غیرته، چا کودتا کوله؟ ما که تا؟ تا غوښتل چې پخپله وتښتې او ګوند او دولت بې سر نوشته پرېږدې؟ ته یو ذلیل او ډارن یې ...»
لومړی دا چې د ډاکټر نجیب الله وتل له هیواد څخه د تښتې مانا نه درلودله، په دې دلیل چې د ډاکټر صاحب د استفاء څخه وروسته په دې موافقه شوي وه او ټوله کابینه او د ملګرو ملتونو استازی پرې خبر وو چې ولسمشر باید له افغانستان څخه ولاړ شي، دا خبره ښاغلي سلیمان لایق چې د ډاکټر صاحب د کابینې وزیز ؤ پرون شپه د سباء تلویوزیون څخه په ډاکه وکړه، بله دا چې په مقاله کې دا هم ویل شوي دي چې عظیمي ډاکټرنجیب ته د(بې غېرته، ‌‌‌ذلیل او ډارن) خطات کړی دی، چې اصل حقیقت داسې نه دی، نبي عظیمي د خپلو خاطراتو په کتاب(اردو و سیاست در سه دههء اخیر افغانستان) په (۵۵۶) مخ کې په دې ډول لیکلي دي«رفیق عظیمي، من از تو و رفقایت توقع نداشتم که بدین شکل بمقابل من کودتا کنید.»
عظیمي وړاندې ځي او وایي:«با کستاخي جواب دادم، شما کودتا کردید یا ما؟ از اینکه فرار می کردید و موفق نه شدید من مقصر هستم؟ قوتهای جنرال دوستم را مګر من از مزار شریف خواسته بودم. درست در روزیکه قصد فرار داشتید، چرا آنها را خواستید، چرا به من نګفتید که فرار می کنید، یا من به شما کمک می کردم یا اقلاً مشوره میدادم. داکتر کفت: ... .»
اوس به نو ښاغلي لوستونکي قضاوت وکړي چې د ډاکټر نجیب الله انځور څه دی او حقیقت څه دی.
په درناوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery