مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طبابت علم یوه ستره لاسته راوړنه‏

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

د علم یوه ستره لاسته راوړنه

    راتلونکي ته ښه راغلاست ! 
     دا اوس په جراحي طبابت کي یوه عادي خبره ده چي یوه انسان ته د بل انسان پښتورګي ، ینه ، زړه او ان لاس او پښي یا نور غړي پیوندوي ، خو د میترو اکسپرس ( MX.dk ) پنامه ډنمارکي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۵ کال د سپتمبر د ۱۴ نیټې په ګڼه کي د « سر  به بیخي نوی بدن تر لاسه کړي » تر سرلیک لاندي د یوه تن و بدن ته د بل چا د سر د پیوند په هکله د طبابت علم له ډګره د یوې ستري بریا خبر خپور کړی دي . پدې کی هیڅ شک نسته چي که دا کار په بریالیتوب تر سره سی ، دا به د بشر په تاریخ کي د انسانانو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وي .
      د سرلیک دغه جمله بندي هم ډیره د پام وړ ده . د زړه پیوندول چي نژدی درې لسیزي وړاندي پیل سوی ، تر اوسه می هیچیري ندي لوستلي چي « زړه ته نوی بدن پیوند کوي » . موږ تل وایو چي « د فلاني کس بدن ته بل زړه پیوند کوي » .
      اوس دا سوال منځته راغی چي بدن ته نوی سر پیوند کیږی او که سرته نوی بدن ؟ که پدغو جمله بندیو کي که د انسان د ژوند د پاره د اهمیت خبره په پام کي و نیول سي ، نو د ( زړه ) او ( سر ) اړینتوب یو شان دی ځکه د هر یوه نه شتون ژوند ته د پای ټکی ږدی .
    راسئ پر دې خبري فکر وکړو چي ځواب مو باید د کومو منطقو پر بنست ولاړ وي ؟ زما په آند بنسټیز توکی باید دلته پوهه او د جهان معرفت په پام کي نیول وی . که د انسان بدن ته بیله سره بل هر غړی پیوند سي ، انسان د خپلي ورسره پوهي سره هم هغه پخوانی انسان پاته کیږي ، مګر که د نوموړي انسان بدن ته د بل انسان سر ور پیوند سی ، دا ځل نو د بدن څخه د خپلي پوهي او تفکر سره هغه انسان جوړ سو چي سر ور نه پرې سوی دی ، نه هغه انسان چي پر بدن یې نوي یانی د بل چا سر نصب سوی دی . داځکه چي دغه انسان که تر عملیاتو او روغتیا وروسته د روغتون نه رخصت او پر خپل اختیار د کورته تګ اجازه ورکړل سي ، دی به د هغه چا کورته ولاړ سي او دهغه پشان به پوهه او تفکر ولري چی سر ورڅخه اخیستل سوی دی ، نه د هغه چا کورته چي پر بدن یې بل سر ایښودل سوی دی . پدی خاطر نو د سر پیوند د نورو غړو د پیوند په پرتله و نوو جمله بندیو ته اړتیا پیدا کوي . د همدې کبله پکار ده وویل سی چي « د فلاني کس سر ته نوی بدن پیوند کیږي » . پدې توګه د زړه یا بل هر نجیب غړي په پرتله چي ژوند بیله هغه نه امکان نلري ، د سر اهمیت توپیر کوي او ارزښت یې زیاتیږي .
    اوس به راسو د نوموړی بریا او لاسته راوړني پښتو بڼي ته چي ژباړلي می ده او د لوستونکو مخته یې ږدم :
      ایټالیا ـ اوس هغه وخت را رسیدلی چي باید د نړۍ په تاریخ کي د لومړی ځل د پاره د سر د پیوند په موخه عملیات تر سره سي . په راتلونکو دوه کاله او دوو میاشتو کي به نړیوال د سر د پیوندولو د هغو عملیاتو شاهدان وي چي هیڅکله یې لیدلي او ارویدلي نه وي ـ دا هغه څه دي چي د FOX News  لخوا یې خبر خپور سوی دی . 
       والري سپیریدونوف Valery Spiridonov چي د Werdnig-Hoffmann  پنامه د عضلاتو د یو ډول ځانګړي ناروغۍ سره تشخیص سویدی ، ځان یې په خپله خوښه وړاندي کړی څو په نړۍ کي لومړی ځل د سر د پیوند څیړني او عملیات ورباندي تر سره سي . د ایټالیایې جراح Sergio Canavero د وینا سره سم به دغه عملیات په یقیني ډول د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په میاشت کي سر ته ورسیږي . پخپله  Valery Spiridonov پدي اړه یادوونه کوي : « زه پوهیږم او هیڅ شک نلرم چي په یوه ډیر مهم او ستر کار کي برخه اخلم . ما پدي هکله ډیر فکر او غور کړي دی . یواځنی شی چي زه یې حسوم ، هغه ارامتیا اوتلوار دی . فکر کوم چي ما ټول عمر ځان و دغسی یوه مهم کارته اماده کړي او وخت یې دادي اوس په را رسیدو دی » .
       دغه روسي داتالوګ datalog و داسی عملیاتو ته سترګي په لار دی چي ښایې ۳۶ ساعته دوام وکړي .  ددې د پاره چي حجرات د اکسیجن پرته یوه نسبتاً لږ زیاته موده ژوندئ پاته سي ، پکار ده چي د والری سپیریدونوف سر او د هغه بل سړي بدن دواړه د حرارت په ټیټو درجو کي یخ کړل سي .
     له دې نه پرته یو زیات شمیر تستونه( تجربي ) ، تجزیې او معاینات پکار دي چي د عملیاتو وړاندي باید تر سره سي . د بیلګي په توګه دا یوه مهمه پوښتنه په مخ کي ده چي مغز به ددغو عملیاتو سره څنګه کړنه وکړي . د Raymond Dieter په قول چي په Illinois کي یو جراح دي ، مغز بیله د ویني د جریان څخه یوازي د څو دقیقو په موده کي ژوندی پاته کیدلاي سي او وروسته مري . دی وایي : « کله مغز ته د وینو د جریان د لاری اکسیجن و نه رسیږي ، د درو څخه تر پنځو دقیقو وروسته انسان مړ کیږي » .
   د ژباړي پای  . ډنمارک ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۵
د ژباړونکي یادوونه :
جراحان او نړیوال خو پدي اُمید دي چي دا عملیات به په بریالیتوب سره سرته ورسیږي ځکه لومړنيو اوږدو  څیړنو ددې خوب رښتینوالی ښودلی دی . پدې هکله که د ادبي جمله بندیو څخه تیر سو ، چی په یوه یا بله بڼه به یې ولیکو ، مګر ددې کار د پایلي ټولیز اړخ د غور وړ دی . ایا دا نوی دوه ګونی سړی به د کومي کورنۍ سره و اوسیږي ؟ که دا سړۍ په ایټالیا کی د بدن والا کورته ولیږل سي ، هلته هر څه ورته بیګانه دي او تل به یې خپله کورنۍ ( میرمن ، بچیان او نور خپلوان ) یادیږی . او که په روسیه کي د سر والا کور ته ولاړ سي ، د بدن والا کورنۍ د نیوکو او جنجال سره به موضوع تړلي پاته سي . پدې خاطر پکار ده چي ددې خبري پر حقوقي او ټولنیز اړخ باندي سر د اوس نه غور وسي .
ــ د نوموړی عملیاتو د بریا په هیله !

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery