مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملګرو ملتوغونډې درشل کې، د پنجابي پروپاګنډي پراختیا

سرلوڅ مرادزی

 د سیپټمبر په وروستیو کې به د تېر پشان د ملګرو ملتو کلنۍ غونډه په نیویارک کې جوړیږي. په دې غونډه کې افغان پلاوي چې د امنیتي جرګګۍ مشر حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني يي غړي دي، د اجرايي چارو ریس ډاکټر عبدالله په مشرۍ ګډون کوي.
د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ به د پاکسان پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون ولري. پاکستانی پلاوی ښايی ځان سره، په هغه هېواد کې د افغانستان د لاسوهنې او خیالي جګړې ځینې ادعاوي او د هغو په اړه جعلي لاسوندونه ولري. پاکستان به دا جعلي لاسوندونه او ادعاوې که په عمومي غونډه کې د دیپلوماتیک دود له مخې په ښکاره طرحه نه کړای شي، د دغه سازمان د دهلیزو په غونډو او کتنو کې به يی د نړیوالوغوږو ته ورسوي. پاکستان به دا ځل هلته دومره د مکر اوښکې توی کړي او ځان به هومره مظلوم او د افغانستان تر تیري لاندې وښۍ، چې د نړیوال تروریزم څانګپوهان او څېړونکی به د خپلو هغه ادعاوو په اړه چې د نړیوال تروریزم مرکز پاکستان بولي، هک حیران کړي او په دې اړه به هغوی پخپلو ثابتو لاسوندونو شکي کړي!
د تروریزم په ملاتړ او په افغانستان کې د نااعلان شوي او نیابتي جګړې په اړه، د ملګرو ملتو په غونډه کې د افغان پلاوي د احتمالي نیوکو او مستدللو لاسوندونو د ښودلو د ارزښت د کموالي لپاره، دا ځل پاکستانی پلاوی د هغه سازمان غونډې ته په پوره چمتووالي سره ځي.
ویل کیږي، پاکستان د ملګرو ملتو د دغونډې په درشل کې په لویلاس د تېرې جمعې ورځې د سیپتمبر د ۱۸ نېټې، د بډه بېرې د هوايي اډې تروریستي پېښه رامنځته کړه او پړه يی پر افغانستان واچوله. په یو راپور کې پاکستاني مقامات وايی« پر هوايي اډې د سیپتمبر د ۱۸ مې نیټې د برید متفکر مغز په افغانستان کې وو» همدارنګه په بل تازه راپور کې هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي زیاتوي«د ترهګرو په سپارلو کې افغانستان زموږ سره همکاري نه کوي»
همدارنګه «د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د سیپتمبر په ۲۲ مه په یوه راپور کې د بلوچستان د لیویز یا ملېشه ځواک عمومي رييس طارق زهیر له خولې ویلي چې افغان طالبانو د افغانستان او پاکستان کرښې ته څېرمه شپږ تنه پاکستاني اتباع وژلي دي.تاند»
د افغانستان په وړاندې پاکستاني مقامات د ملګرو ملتو د غونډې په درشل کې داسې تبلیغاتو ته ځکه زور ورکوي چې غواړي په ننګرهار ولایت کې د داعش روانه جګړه چې حقیقت کې د پاکستاني ملیشو په مټ مخته وړل کیږی او بلخوا د کابل په شاشهید سیمه کې د ISI په لاس ترسره شوې کربالا چې سلګونه افغانان پکې ټپي او شهیدان شول، د خپلو زهرجنو تبلیغاتو تر سیورې لاندې پټه کړي.
د پاکستان پر چارو د پوځیانو او ISI د لاسبري په لامل، د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان د نوي حکومت هغه ښه نیت هم چې نوموړي هېواد سره يي د اړیکو په رغولو او بلخوا يي طالبانو سره د خبرو اترو له لارې د سولې او امنیت په اړه درلود، هممهال په کراچۍ کې د ISI په لاس د ملاعمر د دوه کاله مخکې وژنې په رابرڅېره کېدو او په دې دلیل هم چې ګنې طالبان د نوموړي ملا له مرګ وروسته یوموټي مشرتوب نه لري، په نهیلۍ او سترې ماتې بدل کړ.
پاکستان په داسې حال چې پر افغانستان خپلو تورونو ته ادامه ورکوي په کوټه، کراچۍ او خپلو نورو ښارونو کې د ملاعمر د ځایناستې ملا منصورد ګمارلو لپاره د طالبانو په منځ کې کمپاین کوي او بل پلو د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په وینا غواړي طالبانو منځ کې اختلافات جاري وساتي چې افغان دولت ونه شي کولای د خبرو اترو لپاره د طالبانو واحده پته پیداکړي.
دا چې پاکستان د خپلو جنایاتو د پټولو لپاره مخکې ترمخکې وايی، د بډه بیرې پر هوايي اډې د سیپتمبر د ۱۸ مې نیټې د برید متفکر مغز په افغانستان کې وو، هیروي چې د نړیوال تروریزم متفکر مغز اسمه بن لادن د پاکستان یوې پوځي اډې ته څېرمه په ایبټ اباد پیدا او ووژل شو.
پاکستان دوه کاله وړاندې په کراچۍ کې د ملاعمر مرګ نه یوازې له نړیوالو او افغانانو بلکې له طالبانو او پاکستانیانو هم پټ وساته. د وژل شوي ملاعمر له نوم يي پرله پسې اعلاميي اوفتوې صادرولې چې روستۍ هغه يي د تېر کوچني اختر اعلامیه وه.
د نه ردېدونکو لاسوندونو او د افغان او نړیوالو رسنیو د پرله پسې څرګندونو سره سره چې ښۍ د حقاني ترهګره ډله د پاکستاني پوځیانو او ISI د شیطاني مغز په مټ وسلوال کیږي او افغانستان ته يی د مرګ او ویجاړۍ لپاره رالیږي، خو بیا هم پاکستان په افغان خاوره کې د تروریزم د متفکر مغز له خبرې نه اوړي.
کله چې نړۍ په یوه ژبه پاکستان د نړیوال تروریزم مرکز بولي بیا خو د تروریزم، وحشت او بربریت متفکر مغزونه لکه لوی درستیز راحیل شریف، دISI اوسنی او پخواني مشران لکه اختر عبدالرحمان، اسد درانی، حمید ګل، نصیر الله بابر، شجاع پاچا، ظهیر الاسلام ، پخواني دیکتاتورپرویز مشرف او په لسګونو نور په جعلي هېواد، پاکستان کې دي!
تر ټولو لوی او شیطاني مغز پخپله د پاکستان بنسټګر محمدعلي جناح بلل کیږي چې په سیمه کې يي د مذهبي افراطیت، شرارت، وحشت او بېلتون پالنې تخم د جعلي هېواد پاکستان په رامنځته کېدو سره پاشلی دي!
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتو د غونډې په درشل کې پاکستاني پوځیان او ISI د داعش او طالب په نوم په افغانسان کې نااعلان شوې او نیابتي جګړې ته پراختیا ورکوي، پاکستان د افغانانو پر ضد خپل تبلیغاتي ماشین لاګړندی کوي او د نواز شریف په مشرۍ پلاوی به يی د تروریزم په ملاتړ له ځانه دفاع ته مټې رانغاړلي وي!
افغان پلاوي ته پکار دي چې د ملګرو ملتو له نړیوال تریبیون څخه د مستندو لاسوندونو په مټ د افغانستان په وړاندې د پاکستان د لسیزو جګړې پټ او تر ماسک لاندې مخ افشا کړي.
نړیوال باید په دې لا قانع او یوه خوله شي چې پاکستان د نړیوال تروریزم د روزنې، وسلوال کولو او صدور مرکز دی!
نړیوال باید هلته او دلته د تروریزم د لټولو او موندلو پرځای، د تروریزم ځالې او اډې ته پاملرنه راواړوی او د تروریزم جرړې باید په پاکستان کې له بیخه وباسي!
پاکستاني پوځیان او ISI خپله تروریستان دی او اسلام اباد خپله د تروریزم پلازمېنه ده!
د ۲۰۱۵ کال د سیپټمبر ۲۵ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery