مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هېواد مشر غني د اولوياتو پرځای بدعت ته ملا تړلې ده

سيد حسين پاچا

هېواد مشر غني د اولوياتو پرځای بدعت ته ملا تړلې ده
استاذ سياف هم له سلفيته بېزار شوی بدعت يې خوښ دی. کلام پاک ونبوي ارشادات يې له پامه غورځولي

د کلام  پر بنسټ خو د الله تعالی خوښي او ورسره مينه د پېغمبر پيروي ده نه يې نمانځنه. مړو وشهيدانو ته د دوعا سپارښتنه شوې نه يې د کليزو نمانځنه. پېغمبر پخپل ژوند کې هېڅکله خپله کليزه نه ده نمانځلې ، نه راشده خليفه ګانو دا کار کړی، نه معتبرو امامانو او محدثينو. پېغمبر خو له دې منعه کړې، ځکه خو زياتره علما ومحدثين د مولود نمانځنه نه تاييدوي، نو شهيد ته څه جواز شته؟

دوه ورځې دې د اوونۍ رخصت دي، درې دې د آمر صاحب، استاذ صاحب ومارشال لپاره رخصت دي. ډاکټر عبدالله، محمدي، عطا، معنوي وقانوني چې مړه شي، نو له اوونۍ اوړي. اسماعيل خان، استاذ سياف، حضرت صاحب مجددي وکرزي صاحب ته خو ورځې پاتې نه شوې. حکمتيار صاحب به څه کوي؟ که په ژوند کې چا صدارت ته نه پرېښووه او مرغانچه يې ورته نه ورکوله، نو په دې خو ارزي چې يوه ورځ هغه ته هم رخصت شي. ملايان بيا لکه : ملا عمر، حقاني، خالص، محمد نبي، منصور ومؤذن او نورو ته خو څوک ورځ نه ورکوي. د مزاري پلويان هم ورته هيله لري چې دا پاتې نور جهاديان به څه کوي؟


نوټ: داسې ويل کيږي چې ايران ښاغلی غني واکليلي ايران ته د سفر په وخت کې په غوږ وهلي وو چې د هېلمند د اوبو په تړاو د موسی شفيق د وخت پخوانی تړون ورته د منلو نه دی. دا ځکه چې هغه اوس زموږ غوښتنې نه شي پوره کولی. د اسماعيلخان ناغيړي چې له بهره برېښنا راواردوي. د خپلو اوبو له زېرمو ګټه نه پورته کوي او د نويو بندونو په جوړولو کې ناغېړي کوي. له بل پلوه د طالبانو پياوړتيا په هېلمند او اړوندو سيمو کې يو له بل سره تړاو لري. طالب ومجاهد چې پخوا يې د آی ايس آی په اخور وربشې خوړلې نن د تهران د اوربشو په خوړلو هم روږدي شوي چې دا وړيا اوربشې موږ ته له زهرو ډکې دي. سبا ته چې اسماعيلخان مړ شي، نو بيا هغه ته هم يوه ورځ رخصتي په کار ده. رب العلمين له خپل واک واختيار سره سره د بنده حق چا ته نه ورکوي، نو اسلامپال ومجاهدين ((اخوانيان، ستميان، ماويستان، ديوبنديان، مودوديان، قادانيان واحمديان، حزبيان وجمعيتان، حرکتين، محاذين ونجاتين، طالبان وداعشيان)) څنګه د ملت ولس حق چا ته ورکوي؟ اله تعالی دې خير کړي چې داعش يې اوس د اوربشو په خوراک راوستی.

ښاغليه،
هغه وخت چې روسانو پر هېواد يرغل کړی وو، نو تاسو خپلې زده کړې کولې. دې هېواد نژدې يو نيم ميليون شهيدان ورکړي دي. بيا د جهاديانو په وخت کې څومره خلک شهيدان شول، بيا په طالبي او ورپسې په امريکايي غوبل کې. يو کال ۳۶۵ يا ۳۶۶ ورځې لري چې دا ورځې خو د هر شهيد نمانځنې ته بس نه دي. اوس څه وکړو؟ الهي قانون ورته بدل کړو چې دا خو مو له وسې پوره نه دی او نه نړيوال قوانين بدلولی شو، ځکه چې په نړيواله ټولنه کې هر چېرې همدا شپه ورځ، اوونۍ، مياشت وکال دي. د شواروز ساعتونه معلوم دي. د هفتي اوونۍ معلومي دې، د مياشتو ورځې معلومې دي او د کال مياشتې وهفتي ان ساعتونه، دقيقې وثانيې ټولې محاسبه شوي دي. د ناروي شپه ورځ هم روښانه ده. موږ پر زمکه ژوند کوو نه په سيارو وبحر کې. نن خو سيارو ته هم د مزل واټن روښانه دی او د بحرونو ژوروالی هم.

دا ۳۶۵ ورځې به ته چا ته کړې؟ دا د اوونيو ورځې به ته چا ته رخصتوې؟ له دې مخکې خو زموږ درې جنګه له برتانيا سره هم راغلي دي. هلته خو هم خلکو قرباني ورکړې او شهيدان شوي دي. همداسې د نورو په وخت کې. که داسې نمانځنو پسې وګرځو، نو بيا خو په کار ده چې دولت وړيا معاشونه خپلو مامورينو ته ورکړي. حاجت نشته چې سړی په دولت کې کار وکړي او يا خپل روزګار ترسره کړي.

دلته په برتانيا کې د ملکې د لمسي ويليام او کتي واده وو. هغه يې هم د Easter رخصتيو ته د اوونۍ پای يوه نۍ ((يکشنبې)) ته راوړ چې په هغې کې هم خلک خوشاله نه وو چې زموږ کاروبار ته يې زيان واړولو، خو شاهي کورنۍ بيا هم د خپل لمسي واده د رسمي ورځو پرځای د اوونۍ پای رخصتۍ ته راوړ چې چا ته تکليف پيښ نه شي. زموږ په نمانځنو کې هغه هم د مړو په نمانځنه کې لارې وسړکونه بند وي، خلک له کورونو راوتلی نه شي، نو دېته څه ووايو؟ استاذ سياف چې له ايات وحديث پرته خبره نه کوي، نو د ((قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله)) يا دا چې ((يااهل الکتاب لاتغلوا في دينکم)) او داسې نورو کې څه وايی؟ همدارنګه د نبوي ارشاد له مخې چې موږ يې د خپل ځان په حقله له بېځايه توصيفه منعه کړي يو چې تاسو به د يهودو نصاری په شان زياتی نه کوئ، لکه هغوی چې د خپلو انبياو په حق کې کولو.

تاسو خو د دې ټولو پورې له غرب سره زيات اشنا ياست او هم له شرقي کلتور سره اشنا ياست. هندي اتوم پلار عبدالکلام وفات شو. د هغه ساده ژوند ته چې سړی فکر وکړي او خپل ځان سړی په هېنداره کې وويني، نو موږ وانصاف ډېره لېرې خبره ده. کاشکې چې دغسې يو عبدالکلام خو موږ ته هم الله تعالی راکړی وی چې هېواد يې زموږ د ځواکمنو هېوادونو همسيال کړی وی.

توصيه ومشوره :
زما توصيه ومشوره خو ټولو ته دا ده چې امير وي که رهبر يا مشر، مجاهد وي که عادي، د خپلو مړو او شهيدانو لپاره هغه څه وکړي چې الله تعالی ورسول صلی الله عليه وسلم يې موږ ته سپارښتنه کړې چې له هغې زياتی به له سرې کرښې يا د ترافيکي سرې اشارې نه اوښتل وي. موږ بايد هغه وکړو چې موږ او زموږ مړو او ورثه وو او شهداو ته ګټه رسوي نه تاوان.

موږ مسلمانان د خپلو مړو په تړاو په بېځايه لګښتونو مکلف نه يو. په شريعت کې له درېيمې برخې نه زيات د وصيت اجازه نشته، هغه هم په خپل مال کې نه د نورو په مال کې. هسې بېځايه د چا د مرګ يا ترور د دوسيو څېړنو باندې بېځايه لګښتونه د بيت المال له پيسو نه په کار نه دي. البته که محکمه يې لازمه وګڼي، خو زموږ په سلګونو او په زرهاو تنه په مرموز ډول وژل شوي. موږ خو خپلو ملکي ونظامي پرسونل په تېره بيا خپلو مامورينو، پوليسو او ښوونکو ته معاش نه شو ورکولی چې محکمه به دومره لګښت له کومه کوي؟ ، ژوندي په نس ماړه کړئ! د ژونديو په انفاق کې مکلفيت دی او په تصدق کې يې توانمندي، توسع واختيار دی چې سپارښتنه يې شوې ده.

يهودو ونصاراو خو د عيسی او د عزير عليهما السلام په حق کې ځان تباه کړ، اهل تشيعو بيا د اهل بيتو او  امامانو په تېره بيا د علي رضی الله تعالی عنه په محبت او له شيخينو سره په عناد کې ځان تباه کړ، خو موږ جهاديانو بيا د غيرمسلمو په مالي ونظامي مرستو ځانونه د شهيدانو په تجليل يا نمانځنه کې تباه کړ. دوعا مو ورته پرېښې، خو نمانځنه يې مو راټينګه کړې ده. د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم له اوامرو ښکاره سرغړونه نوره څنګه وي؟

په درنښت

لاندې جدول د سعودي عربستان رخصتي ښيي چې څومره او په کوم مناسب کې دي.
Holidays in Saudi Arabia in 2015
Change Year | Change Holidays | Change Country

Date Weekday Holiday name Holiday type
Jan 3 Saturday Prophet's Birthday
Observance
Jan 25 Sunday Day of Mourning for King Abdullah
National holiday
Mar 20 Friday March equinox
Season
Jun 18 Thursday Ramadan begins
Observance
Jun 21 Sunday June Solstice
Season
Jul 18 Saturday Eid-al-Fitr (End of Ramadan)
National holiday
Jul 19 Sunday Eid-al-Fitr Holiday
National holiday
Jul 20 Monday Eid-al-Fitr Holiday
National holiday
Jul 21 Tuesday Eid-al-Fitr Holiday (public sector only)
Observance
Jul 22 Wednesday Eid-al-Fitr Holiday (public sector only)
Observance
Jul 23 Thursday Eid-al-Fitr Holiday (public sector only)
Observance
Jul 24 Friday Eid-al-Fitr Holiday
National holiday
Sep 23 Wednesday September equinox
Season
Sep 23 Wednesday Saudi National Day
National holiday
Sep 24 Thursday Eid-al-Adha (Feast of Sacrifice)
National holiday
Sep 25 Friday Eid-al-Adha Holiday
National holiday
Sep 26 Saturday Eid-al-Adha Holiday
National holiday
Sep 27 Sunday Eid-al-Adha Holiday
National holiday
Oct 15 Thursday Muharram (Muslim New Year)
Observance
Dec 22 Tuesday December Solstice
Season
Dec 24 Thursday Prophet's Birthday
Observance

http://www.timeanddate.com/holidays/saudi-arabia/
http://www.timeanddate.com/calendar/?country=74
http://www.officeholidays.com/countries/saudi_arabia/

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery