مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسپیني ماڼي نوي استاځي او دافغانستان کړکیچ

بخت الرحمن بخت
دسپیني ماڼي نوي استاځي او دافغانستان کړکیچ
 تیره ورځ دافغانستان او پاکستان لپاره دسپیني ماڼي خاص استاځي جریټ بلنګ په اسلام باد ته راغلي نوموړي له دي څخه مخکي کابل ته ولاړی اسلام باد کي دامریکي په سفارت کي دخبریالانو په وړاندي جریټ بلنګ وویل زمونږ له لوري وطالبانو ته دسولي او مذاکراتو لپاره وار ورا وړاندیزونه شوي اوس خبره دوی پوري اړه لري چي څه وخت دافغانستان له حکومت سره مذاکرات پیل کوي او څرنګه یی پیل کوي.
دبلنګ څخه پوښتنه وشوه چي دسولي لپاره به دمذاکراتو پروسه بیا کله پیل کیږي؟ نوموړي وویل څرنګه چي دطالبانو ترمنځ دمشرتابه پر سرباندي جنجال پای ته ورسیږي سمدستي به مذاکرات پیل شي همدارنګه نوموړي زیاته کړه چي دمذاکرتو ځای او څرنګوالی هم په طالبانو پوري اړه لري او راتلونکو څو اونیو یا میاشتو کي به ښی پایلي ته ورسیږو.
نوموړي زیاته کړه دافغانستان په کړکیچ کي ښکیل ټول اړخونه دمذاکرتو او خبرو اترو په ترڅ کي دیوي ښی پایلي لپاره هیله مند دی او باور لري چي دافغانستان کړکیچ یواځي دمذاکراتو اوخبرو اترو له لاري حل کیدلای شي او په دي وروستیوکي دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مري کي دسولي په اړه ناستي او مذاکراتو مونږ نورهم باوري کړي یو دواړه اړخونه کولای شي روان کړکیچ ته دخبرو له لاري دپای ټکي کیښیږدي.
د روان کال دجولایی په میاشت کي چي په مري کي دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکرات ترسره شوو، په سمیزه او نړیواله کچه یی ډیري هیلی او امیدونه راپورته کړو چي کیدای شي دافغانستان کړکیچ نور دخبرو له لاري حل شي، خو له مذاکرتو څخه سمدستي وروسته دطالبانو دمشر ملامحمد عمر دمړیني خبره راښکاره شوه او دطالبانو له لوري دمذاکراتو دپروسي دتعطیل او ځنډ اعلان وسو، او همدارنګه دطالبانو ترمنځ دنوی امیردټاکلو پرسر څه ناڅه مخالفتونه هم راپورته شوو، چي ترټولو مهم یی دطالبانو دپخواني مشر ملامحمد عمر دکورني دغړو ناراضیتوب او له نوي امیر سره دنه بیعت کولو مشکل وو.
داچي تیره ورځ دطالبانو دپخواني امیر ملامحمد عمر کورني ( دنوموړي زوي مولوي محمد یعقوب او ورور یی ښاغلي ملا عبدالمنان هوتک) له نوي امیر سره بیعت وکړ، داسي ښکاري چي دطالبانو ترمنځ دمشرتابه په اړه اختلاف او کړکیچ نور پای ته رسیدلی او دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر مشر ښاغلي سرتاج عزیز هم تیره ورځ په ډاګه کړه چي ډير ژر به دطالبانو او افغانستان ترمنځ دسولي خبري پیل شي او همدارنګه وسیمي ته دسپیني ماڼي نویي استاځي هم هیله ښودلی چي دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ به دسولي په اړه ډیر ژر خبري پیل شي، نوموړي زیاته کړه دافغانستان دکړکیچ په اړه د روسیی او چین په شمول ټول ښکیل اړخونه په یوه خوله دي او دغه هیواد کي روان ناورین ته د خبرو له لاري دحل په لټه کي دي.
له بله پلوه مونږ وینو چي طالبان په افغانستان کي ورځ په ورځ له حکومتي ځواکونو څخه سیمي نیسي دهلمند ولایت شمالي برخه چي په عسکري ډګرکي ډیر هم ستراتیژیک حیثیت لري دطالبانو لاس ته لویدلي او همدارنګه دهلمند ولایت دکجکي ولسوالي چیري چي دهلمند او کندهار لپاره دبریښنا دتولید مهم بند پروت دي هم دطالبانو لاس ته لویدونکي ده، دوي ورځي مخکي په غزني کي ددغه ولایت مرکزي زندان دطالبانو له لوري مات او ټول زندانیان یی خوشي کړو او همدارنګه دافغانستان په شمال ختیځ کي طالبان دحکومتي ځواکونو په وړاندی دپرمختګ په حال کي دي، حکومتي ځواکونه مورال بایللي ښکاري دافغانستان ولسمشر له څو ورځو راهیسي نادرکه دي نه کومه غونډه کي ښکاره شوی او نه همد درسنیو په وړاندي ظاهر شوي دي داسي ګنګوسي دی چي ولسمشر مرګونی ناروغه دي.
داچي افغانستان کي عسکري وضعیت دطالبانو په ګټه روان دي، دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر له وفات څخه وروسته دمشرتابه پر سر کړکیچ دمولوي محمد یعقوب او ملا عبدالمنان هوتک به بیعت سره نور پای ته رسیدلي، سیمي ته دسپیني ماڼي نوي استاځي راغلي دمذاکراتو دپیل او څرنګوالي خبره یی طالبانو پوري تړلي ده او دپاکستان حکومت هم وار وار داخبره کوي چي دمذاکرتو دپروسي ځنډ یواځي او یواځی دطالبانو ترمنځ دمشرتابه پرسر ترکړکیچ پوري معطله وه ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر تیره ورځ له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل ډیر ژر به دطالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ دسولی خبري پیل شي.
دافغانستان ګاونډیانو او دافغانستان دکړکیچ ټول ښکیل اړخونه دروسیی او چین په شمول ټول هیوادونه دافغانستان دناورین سولیز حل غواړي طالبانو ته په وار وارددغو ښکیلو اړخونو له لوري دمذاکرتو بلنه ورکول شوی او دمذاکراتو په لاره کي یی دطالبانو هرقدم ستائلی ورته یی ښه راغلاست ویلی.
همدارنګه اوسني وضعیت هغه که دافغانستان په داخل کي وي اوکه د طالبانو ترمنځ داتحاد او یوالي خبره وي دواړي دطالبانو په ګټه رواني دي ایا طالبان به وکولای شی چي له دغه صورت الحال څخه په سیاسي ډګرکی هم ګټه واخلي او د افغانستان حکومت او دافغانستان په قضیه کي ښکیل اړخونه دي اړباسي چي دطالبانو له لوري وضع شوي شرطونه ورباندي ومني که څه هم په سیاسي ډګرکي به افغانستان کي روان عسکري وضعیت طالبان نورهم ښه وځلوي
 خو فکر نکوم چي دافغانستان کړکیچ ته دي داسي ژر اوبیړنی سولیز حل رامنځ ته شی لکه څرنګه چي یی دافغانستان ګاونډیان او دافغانستان په کړکیچ ښکیل اړخونه تعبیره وي، که څه هم دطالبانو اوسني مشر دپخواني مشر په پرتله نسبتا نرم مزاجه دي دافغانستان په قضیه کي دښکیلو لوریو په اړه نرم دریځ لري، خوبیا هم دغه ښاغلی دافغانستان دقضیی دسولیز حل په لاره کي ننګوني او خنډونه لري.
اول په افغانستان کي دامریکایانو دائمي اډي ایا دطالبانو اوسنی مشر به دافغانستان له حکومت سره دامریکایانو دفوځي ځواک په شتون کي کوم سولیز حل قبول کړي.
۲: دافغانستان اوسنی اساسي قانون چي طالبانو یی سخت مخالفت کړي او ددغه قانون دتعدیل او ترمیم غوښتنه یی کړي دسولیز حل په صورت کي به یی ورسره ومني؟
 ۳: ایا طالبان به وکولای شي چي دافغانستان په قضیه کي ټول ښکیل اړخونه باالخصوص چین او روسیه او ورسره دمنځنی اسیا هیوادونه په اعتماد کي واخلي که بیاهم طالبان دافغانستان له حکومت سره دروان کړکیچ دحل په لاره کومي سولیز پایلي ته رسیږي هغه وخت کي طالبان له القاعدي سره کومه معامله کوي او برخورد به یی ورسره څه وي.
ترټولو مهمه او دپام وړ خبره دالقاعدي ده چی دطالبانو له نوي مشر سره یی بیعت کړي دطالبانو نوي مشر یی خپل مشر بللی دنوموړي پریکړو او فیصلو ته یی غاړه ایښي او دطالبانو مشرتابه دنوموړي دبیعت هرکلي کړي او لبیک یی ورته ویلی حال داچي دالقاعدي مشر ایمن الظواهري دنړي په ګوټ ګوټ کي پرخپلو پلویانو او عامو مسلمانو ځوانانوباندي ږغ کړي چي امیریکا یان او ملګري یی خپلو کورونوکي په نښه کړي.
څه فکرکوي دطالبانو نوی مشرتابه په افغانستان کي دامریکایانو په موجودګي کي له افغانستان حکومت سره کومي سولیزي پایلي ته ورسیږي دافغانستان اوسني اساسي قانون به ورسره ومني، کچیري دطالبانو نوي مشرتابه دافغانستان له حکومت سره دامریکایانو دفوځي اډو په موجودګي کي کومه دحل لپاره لټوی ورسره اوسني اساسي قانون مني.
ایا په دغه صورت کي به القاعده له طالبانوسره په بیعت کي پاته شي په داسي صورت الحال کي به القاعده دطالبانو دمشرتابه امرته غاړه کښیږدي؟
 ترټولو مهمه او دپام وړ خبره داده ایا القاعده چي اوس کوم بیانونه ورکوي امریکایانو اوغربیانو ته دهغوپه کورونه کي دننه ګواښونه کوي دنړیوالو په وړاندي دطالبانو هم دغه سیاست دي دغه ګواښونه ټول دطالبانو له نوي مشر سره له صلا مشوري وروسته ورکول کیږي او که پرخپل سر ایا طالبان او القاعده په ګلوبل یا نړیوال جهاد کي هم فکر او هم نظره دي که څنګه؟
 کچیري طالبان دافغانستان له حکومت سره کوم سولیز حل ته رسیږي ایا په هغه وخت کي به القاعده له طالبانو سره په بیعت کي پاته وي دطالبانو دمشرتابه حکمونه او اوارمروته به غاړه ږدي که څنګه؟
 ، کچیري القاعده بیاهم ځان په طالبانو پوري تړلي ډله بولي خو خپل ګلوبل ( نړیوال جهاد) په مخ بیا یی دافغانستان حکومت او نړیوالي ټولني ته ګواښونه رامنځ ته کوي ، څه فکرکوي دغه صورت کي به طالبان بیاهم ظواهري خپل لاس لاندي قوماندان بولي که به دملا اغاجان معتصم په ډول ورپسي اعلان کوي چي ظواهري نور له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نه لري.
دطالبانو نوی مشر که څه هم ډير باحکمته او باتدبیره مشردي خو پورته ټولي ننګوني او خنډونه یی په وړاندي پراته دي فکرنکوم چي سیاسي ډګر کي په خاص ډول دافغانستان قضیی ته دسولیز حل په لاره کي دي هم داسي وځلیږي لکه څرنګه چي اوس په افغانستان کي نظامي ډګرکي ځلیدلي او همدارنګه دنوي مشردټاکلو په پروسه کی یی له ستر او عظیم حکمت څخه کار اخیستی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery