مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند ځلمی نسل د پرمختلنې نه، د شاتلنې لوری خپل کړی

عزت الله پیژاند

 

 څرنګه چې ځلمی نسل د یوې ټولنې شمزی دی او همدا رنګه د کار کولو، ښه مدیریت، د یوالي او پرمختګ او د ټولنې د ثبات لپاره توان او انرژي لري او کولای سي چې په ټولنه کښې مثبت رول و لوبولي، خو هلمندی ځلمی نسل ددې هرڅه سره سره مخالف لوری خپل کړی او د تېرو وختونو د تېروتنو په څېر یې د شخصي ګټو د ساتلو او خپلو ډلو ټپلو د ترتیب کولو په هڅو کښی ډوب دی.

هلمندی ځلمی نسل د هلمند په ولسونو کښې ډېر ښه محبوبیت درلودی او هلمندی ولس ورباندې پوره باور خپل کړی وو او د زړو زورواکو بدیل یې ګڼلی وو، خو د تېر یو کال راپدې خوا داسې معلومیږي چې ځلمی نسل خپل محبوبیت د لاسه ورکړی او نور به ورباندې د ولس باور ونسي او نه به یې هم خپل کړای سي. همدارنګه ولس پر هغو زړو کفن کښانو اود ډلو مشرانو باندې رازي دي او د ځلمی نسل اختلاف او ځان غوښتنې د زړو ځورواکو څخه ولس زیات زیانمن کوي، ځکه ځلمی نسل په سمت پرستی، قوم پرستی او ډلو او ډلبازې کښې لاهو سوی او د ولس د ارزښتونو په نظرکښې نه نیولو سره د خپلو ګروپونو او ډلو د قوی کولو او د مخالف لوري پر خلاف هڅې کوي او دا هڅې یې د هلمند منافعو پرخلاف او د هلمندی ولس د نفاق سبب کېدلی سي.

ځلمی نسل ته په کار ده چې د ولس باور بېرته خپل کړي او اجازه ورنکړي چې هغه کم شمېر ځوانان او د ځوان په نوم فعالین چې د نفاق د لمن غزېدو، سیاسي ګټو هڅې کوي ددوی نمایندګي وکړي.

زما په اند هغه ځوان چې خپل د هلمند ولایت و کلی او بانډو ته د تللو جرآت نلري هغه بیا د هغه ولایت د ټولو ځوانانو نمایندګان هم نسي ګڼل کېدلای.


په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery