مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مظلوم افغانان اوتوراستعمار

عبدالسمیع (واحدی)

 

 د تلې ۱۵مه (د اکتوبر ۷مه) پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل څوارلسم کال سره سمون خوري چې د تروریزم پروړاندې د مبارزې، بشري حقوقو، ښځو حقوقو او دموکراسۍ څخه د دفاع په نوم یې لښکرې راماتې کړې او د دروغجنو او خلکو ته د دوکې ورکوونکو شعارونو پرځای کولو لپاره یې جنګ سالارانو، جنایتکارانو، جاسوسانو او تکنوکراتانو باندې ډډه وهلي ده. ښکیلاکګرو د ولسواکۍ مقوله دومره چټله کړه چې ټولي نړي ته داجوته شوه چې دریښتیني خپلواکۍ په نه شتون کې دموکراسي هیڅ معنی نه ورکوي. ترهه ګرۍ سره د مبارزي تر نامه د امریکا اصلی نیت او اراده داده چې دغه استعماری هیواد په اصطلاح ترهه ګرۍ سره د جنګ ختمول نه غواړی . په تیر یوه نیمه لسیزه کې یې نه یوازې په افغانستان کې د ترهه ګرۍ جرړه نده ویستلی بلکې ددغه نوم لاندي یې درستې نړۍ ته هم دغه ناولي جګړه غځولې دې.امریکایان دخپلو ګمارل شوو جنګسالارانو جاسوسانو او جنایتکارانو په توسط د موظف شوي میډیا له طریقه افغان ولس په دي ویروی که امریکایی او ناټو عسکر له دغه هیواده ووځی نو د ګاونډی هیواد پاکستان له لوری به له ستر ګواښ سره مخامخ شی حال دا چی دغه ګاونډی هیواد ددغه نیواک ګرو نږدي متحد او حامی پاتي شوي دي او د نیواکګرو د مشوري او اجازي پرته دغه هیواد په سیمه کی دبقا او تدوام نفس هم نشی ایستلي، نیواکګرې امریکا تل هڅه کوي چي افغان ولس په شیعه او سنی پښتون او غیر پښتون، دموکرات اوتکنوکرات، حزبی او جمیعتي، دیوبندی او بریلوی، طالب او داعش او نورو ډول ډول نومونو باندي وویشی اوپه دي ډول زمونږ ولس داخلی جنګونو کې ښکیل وساتي او دغه جنګونه د افغانستان ټول بنسټونه له مینځه ویوسي او د نیواکګرو شتون لا پسی پایښت پیدا کړي. امریکایی نیواکګر په متحده ایالتونو کي د خپلو مالیه ورکونکو په سوونو میلیارد ډالر یې د افغانستان په یرغلګریزه جګړه کې په مصرف ورسول؛ په داسې حال کې چې په یادو پیسو د نړې په څو هیوادونو کې د فقر جرړه ختمیدای شوه.
سره له دومره سترو لګښتونو چی دافغانستان د بیا رغوني تر نامه لاندي له مالیه ورکونکو راټول شوي دي مګر بیا هم له نیم زیات افغان وګړي د بیکارۍ سره لاس او ګریوان دي، له ۷۰ سلنه پورته وګړي د فقر لاندې ژوند کوي، دوه نیم میلیونه تنه تش نس دي؛ . د امپریالستي موسسو لکه «نړیوال بانګ»،«پیسو نړیوال صندق » او د داسی نورو تحمیلي سیاستونو د «آزاد بازار» او «خلاصو دروازو» تر نامه لاندې افغانستان یې په یو مصرفي او د ټیټ کیفیت لرونکې مواد په واردونکې هیواد بدل کړي او د کورنې تولیداتو د پرمختګ مخه یې په ټوليزه ډول ډب کړې ده. ددی تحمیلي او جنایتکاره سیاستونو اولین قربانیان زموږ اړ او نیستمنی پرګنې دي. امریکا د طرحه شوې برنامې مطابق، افغانستان یې د نړې دمخدره توکو په مرکز بدل کړو او له دي درکه یې په میلیاردونو ډالر لاسته راوړي، زموږ هیواد د امریکا نظامي اډو په شتون کي د غربي او سیمه ایزو هیوادونو په څار خونه او درقابتونو په ډګر بدل شوي او دغه هیوادونه هر یو په خپل طریقه په ډول ډول استخباراتي کړنو بوخت دي.
په ټوله نړي او خاصتا زمونږ په ګران هیواد افغانستان کي امریکایی ښکیلاکګر د نظامي نیواک سربیره په یو بل خطر ناک فکري، فرهنګي او تبلیغاتي یرغل هم لاس پورې کړې. د سلګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره، زمونږ په غریب هیواد کي بیشمیره صوتي، چاپي او برښنایې خپرونې او دګمارل شوو «سیاسی کارپوهانو» او «تحلیلگرانو» په اصطلاح لښکر کشې یې پیل او تمویل کړه او په چټکتیا سره هڅه کوي تر څو زموږ د ملت فکر د اساسي مسایلو او بنیادې بدبختیو څخه بل لورې ته وګرځوي، په ځانګړي ډول ځوانان برسیرنه فکرې، ابتذال او سیاست نه لرې، بې غیرته وروزي او وطن او ولس سره د مینې او پردیو سره د دښمني احساسات یې له منځه یوسي،
 چیرته چې امریکا خپل پل ايښی له ویجاړې او وینې بهولو پرته بله پایله یې نه درلوده. امریکا د ویتنام په جګړه کي دوه نیم او کوریا په جګړه کې د یو نیم میلیونه وګړو د وژلو لامل شوه، سل زره کسان یې د خلیج په جنګ کې ووژل؛ یوازینې هیواد ‌ؤ چې په اتمي بمبار يې هیروشیما او ناګاساکی کې بشرې ناورین رامنځته کړو؛ د نړي په ګوټ ګوټ کې د ولسواکو رژیمونو پر وړاندې یې خونړې کودتا وې سمبال کړې؛ په ټول ځواک سره د فلسطین ولس پر وړاندې د اسراییل تروریستي دولت څخه یې ملاتړ کړې؛ په عراق او سوریه کې د وینو ویالې وبهولي او دا مهال په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې یې خپل خونړې داستان په کار اچولې تر څو د ولسي پاڅونونو انقلابي لوری بدل شي او پر ځایې امریکا پلوه سیکولر افراط ګرا او ګوډاګی رژیمونه رامنځ ته کړي تر څو ددی ولسونو سرښندنې له خاورو سره خاوری شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery