مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه

ژباړن: ډاکتر ابراهیم شینواری

د هدف ټاکلو ۱۲ مرحله یې پروسه
لیکوال: برایان ټریسي

لومړی. په واضح ډول تصمیم ونیسئ چې د خپل ژوند په هره کلیدي ساحه کې څه غواړئ. د متصور کولو څخه یې پیل کړئ. داسې تصور وکړئ چې د هغه څه په مخ کې هیڅ محدودیت نشته چې تاسو غواړئ هغسې شئ، ولرئ یا وکړئ. داسې تصور کړئ چې تاسو ټول وخت او پیسې، ټول ملګري او اړیکې او زده کړه او تجربه لرئ، چې هر هغه هدف پرې تر لاسه کړئ چې تاسو یې د خپل ژوند لپاره ټاکلی شئ.
تصور کړئ چې تاسو کولی شئ یوه جادویي امسا ولرئ چې ستاسو ژوند په ټولو څلورو ساحو کې بشپړولی شي. که مو ژوند په تولو اړخونو کې بشپړ وای څنګه به درمعلومیدای؟
1) عاید: سږکال، راروان کال او له نن څخه پنځه کاله وروسته څومره عاید تر لاسه کول غواړئ ؟
2) د کورنۍ خوښي او نیکمرغي: د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره د کوم ډول روغتیایي ژونددود رامنځته کول غواړئ؟ چې نیکمرغه، روغ او خوښ اوسئ. 
3) روغتیا: ستاسو روغتیا به تر اوسني حالت کوم بدلون ولري که له هره اړخه په بهترین او بشپړ حالت کې واوسي؟
4) خالصه ګټه: د خپل ژوند په کاري دوره کې څومره خالصه ګټه غواړئ چې زیرمه او راټوله یې کړئ؟
د درې هدفونو طریقه: همدا اوس تر ۳۰ ثانیو په کمه موده کې د خپل ژوند تر ټولو مهم درې هدفونه وټاکئ. په چټکۍ یې ولیکئ. هر څه چې د (هدفونو دې چټک لست) ته تاسو په ځواب کې ولیکل دا احتمالاً د هغه څه تر ټولو سم تصویر دی چې تاسو یې په ژوند کې غواړئ. 

دوهم. خپل هدفونه ولیکئ: ستاسو هدفونه باید په لیکل شوي ډول وي. دغه هدفونه باید پوره روښانه، مشخص، مشرح او د تللو (پیمانه کولو) وړ وي. تاسو خپل هدفونه هغسې ولیکئ لکه په یوه لیرې فابریکه کې چې د هغو د تولید لپاره فرمایش ورکوئ. په هر لحاظ خپله تشریح روښانه او له ټولو جزئیاتو سره ورکړئ. یوازې ۳٪ بالغان لیکلي هدفونه لري او نور ټول خلک د دوی تر مشرۍ لاندې کار کوي.

درېیم. هر کار ته یو ضرب الاجل وټاکئ: ستاسو تحت الشعور ضرب الاجلونه د یو (فشار راوړونکي سیستم) په شان کاروي چې په شعوري او ناشعوري توګه مو د مهالویش سره سم د خپلو هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په حرکت راولي. که هدف مو پوره لوی وي، نو فرعي ضرب الاجلونه ورکړئ. که غواړئ مالي خپلواکي لاس ته راوړئ، تاسو ممکن یو د لسو یا شلو کلونو هدف وټاکئ، او وروسته یې په وړو ټوټو، کال په کال جلا کړئ. بیا پوهیږئ چې هر کال باید څومره زیرمه او پانګونه وکړئ.
که د هر دلیل له مخې خپل هدف ته د ټاکل شوي مودې له مخې ونه رسیدئ، ساده لار یې داده چې بله موده یا ضرب الاجل وټاکئ. نامناسب هدف هیڅ نشته، یوازې نامناسب ضرب الاجلونه موجود وي (چې سمیدای شي).      

څلورم. هغه خنډونه وپيېژنئ چې تاسو پرې باید غالب شئ او هدفونه مو تر لاسه کړئ. ولې لا تر اوسه خپل هدف ته نه یاست رسیدلي؟
د خنډونو تیوري ـ همیشه یو محدودنکي عامل یا خنډ موجود وي چې هدف ته د رسیدو لپاره ستاسو چټکتیا ټاکي. دا تاسو ته څه معنی لري؟
د ۸۰/ ۲۰ قانون د خنډونو په باب هم تطبیقیږي. ۸۰٪ عوامل چې تاسو خپلو هدفونو ته له رسیدو راګرځوي، ستاسو په دننه کې دي. دا د یو مهارت نشتوالی او د پوهې د اندازې یا کیفیت کموالی کیدای شي. یوازې ۲۰٪ عوامل چې تاسو خپل هدف ته له رسیدو راګرزوي، بهر دي. تل یې له ځانه پیل کړئ.

پنځم. هغه پوهه، معلومات او مهارتونه په نښه کړئ چې تاسو به ورته د خپلو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره ضرورت ولرئ. په ځانګړي ډول هغه مهارتونه چې تاسو یې باید په ځان کې وروزئ چې پخپله (کاري یا مسلکي) برخه کې د اوچتو ۱۰٪ کسانو په ډله کې راشئ.
تر ټولو لوی کشف: ستاسو تر ټولو کمزوری مهارت ستاسو د عاید او بري لوړوالی ټاکي. تاسو کولی شئ د هغه یوه مهارت په ښه کولو، چې تاسو له پرمختګه راګرځوي، تر نورو د زیات کار کولو له لارې زیات پرمختګ وکړئ،. 
کلیدي پوښتنه: هغه کوم یوازینی مهم مهارت دی چې که تاسو یې په ځان کې ښه وروزئ او په عالیترین شکل یې تر سره یې کړئ ستاسو پر ژوند به تر ټولو ډیره اغیزه وکړي.
هغه کوم مهارت دی چې که تاسو یې په ځان کې ښه وروزئ او په دوامدار ډول یې په عالیترین شکل تر سره یې کړئ، ستاسو سره تر ټولو زیاته مرسته کوي چې خپل تر تولو مهم هدف لاس ته راوړئ؟ هر مهارت چې وي، ویې لیکئ، یو پلان ورته جوړ کړئ او هره ورځ (یې د تقویه کولو لپاره) کار وکړئ.

شپږم. هغه خلک وپیژنئ چې تاسو به یې د خپلو هدفونو په لاس ته راوړو کې مرستې او همکارۍ ته اړتیا ولرئ. د هر هغه شخص نوم له ځان سره ولیکئ چې تاسو باید ورسره کار وکړئ او یا یې په خواوشا کې کار وکړئ چې خپلو هدفونو ته ورسیږئ. د خپلې کورنۍ له غړو یې پیل کړئ، چې ملاتړ او همکاري یې تاسو ته ضرور ده. د خپلو امرینو، همکارانو او زیردستانو نومونه لست کړئ. په ځانګړي ډول خپل مشتریان وپیژنئ چې ملاتړ یې تاسو ته پکار دی تر څو پوره محصولات او یا خدمات پرې وپلورئ او هغه پیسې وګټئ چې غواړئ یې.
کله چې مو د هغو خلکو لست جوړ کړ چې تاسو به ورته اړتیا پیدا کوئ، له ځانه دا پوښتنه وکړئ: (پدې کې د دوی لپاره څه دي؟) یو ورکونکی اوسئ نه اخیستونکی. د لوی هدف د لاس ته راوړلو لپاره باید تاسو د ډیرو زیاتو خلکو مرستې ته اړتیا ولرئ. ستاسو په ژوند کې به یو کلیدي شخص په یوه ځانګړي وخت کې هغه ټول لوی بدلونونه راولي. تر ټولو بریالي خلک هغه دي چې د نورو خلکو سره د اړیکو تر ټولو لویې شبکې جوړوي او ساتي چې دوی ورسره مرسته کوي او په بدل کې ورسره هغوی هم بیرته مرسته کوي.

اووم. د ټولو هغو کارونو یو لست جوړ کړئ چې تاسو یې باید د خپل هدف د لاس ته راوړلو لپاره وکړئ. د هغو خنډونو لست جوړ کړئ چې تاسو پرې باید بریالي شئ، هغه پوهه او مهارت مشخصه کړئ چې باید په ځان کې یې وروزئ او د هغو خلکو لست برابر کړئ چې تاسو یې مرستې ته اړ کیږئ. هر هغه ګام لست کړئ چې چې تاسو فکر کوئ چې باید د خپل هدف د تر لاسه کولو لپاره یې تعقیب کړئ.
هر هغه نوی شی چې فکر کوئ درته پکار دی، تر هغه په خپل لست کې ورزیات کړئ چې لست مو پوره شي.
کله چې مو د ټولو هغو شیانو لست بشپړ شو چې تاسو ورته د خپل هدف د تر لاسه کولو لپاره ضرورت لرئ، تاسو بیا پوهیږئ چې دا هدف تر هغه څه زیات د لاس ته راوړلو وړ دی چې تاسو یې فکر کاوه. (د زرو میلونو مزل یوازې په یو ګام پیلیږي). تاسو د نړۍ تر ټولو لوړ دیوال په یوه وخت کې له یوې یوې خښتې جوړولی شئ. 

اتم. خپل لست د یو پلان په توګه منظم کړئ. خپل دا لست داسې تنظیم کړئ چې ټول هغه ګامونه چې مو پکې شامل کړي دي د نوبت او لومړیتوب له مخې تنظیم کړئ. دا باید واضح وي چې کوم کار له بل څخه مخکې تر سره شي او په کوم ترتیب سره.
لومړیتوب ـ څه شی ډیر مهم دی او څه شی کم اهمیت لري.
د ۸۰/۲۰ قانون وایي چې ستاسو ۸۰٪ نتیجې به ستاسو د ۲۰٪ کارونو څخه تر لاسه شي.
۲۰/۸۰ قانون وایي چې ستاسو لومړنی ۲۰٪ وخت چې په پلان جوړولو او تنظیم یې لګوئ د هغه ۸۰٪ وخت او هڅو ارزښت ولري چې تاسو ورته د هدف د لاس ته راوړلو لپاره اړتیا لرئ. پلان جوړول ډیر مهم دی.

نهم. پلان جوړ کړئ، خپل لست له پيله تر پایه د بیلابیلو ګامونو د یوې سلسلې په ډول داسې تنظیم کړئ چې د هدفونو له پیله تر بشپیړیدو پورې ټول ګامونه پکې شامل وي. کله چې تاسو یو هدف او یو پلان ولرئ، تاسو خپل هدف ته د رسیدو چانس ۱۰ ځلې یا ۱۰۰۰ سلنه زیاتوئ!
۱). هره ورځ، اونۍ او میاشت له مخکې پلان جوړوئ، ۲). د هرې میاشتې په پیل کې پلان جوړوئ، ۳). هره اونۍ د اونۍ په تیره اونیزه رخصتۍ کې پلان جوړوئ، ۴). د هرې ورځې پلان په تیر ماښام کې جوړوئ. څومره چې مو پلان د کړنو او د هغو د وخت په برخو کې په احتیاط او مشرح جوړ شوی وي، هماغومره په لږه موده کې د هغه د عملي کیدو چانس زیات دی. قانون دا دی چې هره دقیقه چې پر پلان جوړولو لګوئ، د عملي کولو پر مهال مو ۱۰ دقیقې سپموي. دا د دې معنی لري چې تاسو د تیرو ورځو، اونیو او میاشتو کې پر پلان د خپل لګول شوي وخت ۱۰۰۰٪ بیرته لاس ته راوړئ. 

لسم. د خپلې هرې ورځې لپاره خپل لومړی نمره تر ټولو مهم کار وټاکئ.  په خپل لست کې د لومړیتوپ د ټاکلو پر مهال د ۸۰/۲۰ قانون په پام کې ونیسئ.  له ځانه وپوښتنئ چې ( که زه نن لدې لسته یوازې یو کار وکولی شم نو هغه به کوم یو مهم کار وي؟). هر ځواب چې مو خپلې پوښتنې ته ورکړ، هغه ته ۱ شمیره ورکړئ. بیا له ځانه وپوښتئ:  (که زه نن لدې لسته یوازې یو بل کار هم وکولی شم نو هغه به کوم یو ارزښتمن کار وي چې زه پرې وخت ولګوم؟) بیا ورته ۲ شمیره ولیکئ. بیا دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ چې زما د وخت تر ټولو باارزښته استعمال د کومو کارونو په سر ته رسولو کې دی، دې پوښتنو ته تر هغه دوام ورکړئ چې لست مو ۷ مهمو دندو ته ورسیږي چې د نوبت او لومړیتوب له مخې تنظیم شوي وي.
دلته بیا بله پوښتنه ده چې له ځانه یې کولی شئ: (که زه په ټوله ورځ کې یو مهم کار کولی شم، کومه کړنه به زما کار او زما هدف ته تر ټولو ډیر ارزښت ورزیات کړي؟).
تمرکز او ځیر کیدل د بریالیتوب کلي ګانې دي. تمرکز دا معنی لري چې تاسو پوه شئ چې په دقیق ډول کوم کار کوئ او باید ویې کړئ او ځیرتیا داده چې خپل ځان یوازې د هغو کارونو ته سر ته رسولو ته وقف کړئ چې تاسو خپلو هدفونو ته رسوي.

یوولسم. په ځان کې د ځاني انظباط عادت وروزئ. کله چې مو د خپل تر ټولو مهم کار په باب تصمیم وکړ، نو پر همدغه یوه کار تر هغې په پوره فکر  تمرکز وکړئ تر څو یې ۱۰۰٪ بشپړ کړئ. 
ستاسو دا توان چې خپل تر ټولو مهم کار وټاکئ، او بیا پرې له هر ډول انحراف او تخریب پرته په پوره فکر سره د تمرکز له مخې پیل وکړئ، ستاسو د کار محصول او ګتورتوب د نورو وګړو په نسبت دوه او درې حتی پنځه چنده زیاتوي. 

دوولسم. د خپلو هدفونو د انځورولو تمرین وکړئ. د خپلو هدفونو روښانه، ځلیدونکي، هیجاني او احساس پارونکي انځورونه په داسې ډول جوړ کړئ لکه همدا اوس چې واقع شوي (واقعیت) وي.
خپل هدفونه په داسې ډول وګورئ لکه همدا اوس چې تر لاسه شوي وي. ځان داسې تصور کړئ چې خپل هدفونه مو تر لاسه کړي دي. دا که یو موټر وي، دا که یوه رخصتي وي، ځان په دغه موتر او دغې رخصتۍ کې مخکې له مخکې وګورئ. دا که یو ښکلی کور وي چې تاسو یې غواړئ، ځان په همدغسې ښایسته کور کې د ژوند کولو په حال کې وګورئ.
په تصور کې څو شیبې داسې احساس پیدا کړئ چې تاسو په بریالیتوب سره خپل هدف ته رسیدلی یاست.
له یو احساس سره یو څای یو ذهنی تصویر، ستاسو په تحت الشعور او تحت الشعوري دماغ یو فوق العاده اغیز کوي. تصور احتمالاً ستاسو تر ټولو پیاوړی او لویه توانمني ده چې ستاسو سره ستاسو د هدفونونو په تر لاسه کولو کې تر هغه څه زیاته بیړنۍ مرسته کوي چې تاسو یې د امکان فکر کړی وي.   
کله چې تاسو د روښانه هدف، احساسي پارونې او تصور یو ترکیب وکاروئ، تاسو خپل فوق الشعوري دماغ فعالوئ. ستاسو فوق الشعوري دماغ بیا ستاسو د هدف پر مخ پرته هره ستونزه هواروي. ستاسو فوق الشعوري دماغ (د جذب قانون) فعالوي، او پدې پیل کوي چې تاسو ته ټول هغه خلک، حالات، مفکورې او منابع راجذب کړي چې ستاسو سره ستاسو د هدف په ژر لاس ته راوړلو کې مرسته وکړي.  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery