مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا دکفترو په الوزولو سوله راتلی شي !

روح الله – انوري


له ډیرو کلونو را پدیخوا  افغانستان او نورو هیوادونو کې  کفترې دسولې سمبول ګڼل کیږي .او د سولې دسفیر  په توګه  يي  هوا ته  خوشي کوي . .دوي  پدې باور دي چې که چیرته کفترې خوشي شي نو په یو هیواد یا  سیمه کې به د خلکو ذهنونو کې   جنګ سره دنفرت او سولې  سره دمینې احساس پیدا شي ،ټوپک به پرځمکه کیږدي پرځاي به يي  قلم ،کتاب او دوطن ابادۍ وسایل په لاسونو کې واخلي .
 موږ دا منو چې کفتره  بې ازاره  الوتونکي ده ،دسولې سمبول ګڼل يي ښه کار دی .او که چیرته انسانان هم دکفترو په څیر خپل کار سره کار ولرې ،څوک يي له ژبې ،لاس او فکر څخه ازار نشي  نو لرې نده چې په ټوله نړۍ کې به  سوله تامین او جنګ پاي ته ورسیږي .
  خو بدبختانه چې څوک او کوم دولتونه او ټولنې چې کفتره دسولې نښه بولې او په اکثرو پروګرامونو کې دسولې ټینګښت دپاره په سلګونو کفترې هوا ته خوشي کوي ،زړونه او فکرونه يي دکفتري په څیر ندي ،زړونه او ذهنونه يي له دسیسو ، دنورو وژلو ،دخاورو لاندې کولو او دهغوي دطبعي شتمنیو دلوټ کولو ډک دي .په ښکاره ځانونه دکفترو په څیر بې ازاره ښي خو په باطن کې دتورو کارغانو په څیر تور ، بد رنګ او حریص دي .
 دکفترو الوزول او ازداول يي خلکو ته ددوکې ورکولو سترې پروژې دي .چې ورسر ه  په نړۍ کې جګړې پیل کوي ،خلک وژنې او دخلکو دوژلو په وسیله ځانونه خپلو شومو هدفونو ته رسوې .
 که چیرته دوي هم ځانونه او تور زړونه له کینې ،خلکو ته دضرر رسولو او نورو بدو دسیسو پاک کړې په هم هغه ورځ به نړۍ کې جنګ پاي ته ورسیږي ،قومونه او ولسونه به ازاد ژوند ولرې ،دکفترو په ګډون به ټول مرغان بې ویرې الوتني وکړي ،هیڅ شي سره به ویره نه وي ،چې له کومې لورې به په تورو یا سپینو جامو کې پټ وسله وال راشي دوي به ووژنې ،هیچا سره به ویره نه وي چې پیلوټ لرونکي اویا بې پیلوټه الوتکې به راشي ددوي خوښۍ به په غم بدلی کړي ،دوي به ټپیان او ژوند به يي وترړوې ،دا ویره به هم ورسره نه وي چې په ځمکه کې خښ شوی بم به پرې والوزول شي ،دافکر به هم نه کوی چې یو انسان دې ځان پورې  له باروتو او وژونکو موادو ډک واسکټ تړلی وي ،ځان دي هم پرې له منځه یوسي او نور هم .دا سوچ به هم خلکو سره نه وي چې له کوم لورې به دتوپک ګولۍ راشي او دوي به زیانمن کړي .هر څه به سم شي خو شرط يي دادی چې زموږ زړونه سم او له هر ډول دسیسو پاک شي .د انسانیت عزت او شرافت ته په خپلو ټولو ګټو دلومړیتوب حق ورکړو .نورو هیوادونو او خلکو ته دپسرلیو دښکلو نومونو لاندې دوینو سیلابونه او دباروتو اورونه  ونه لیږو ،یو چاته دسولې راوستلو دپاک نوم تر شا جنګ صادر نکړو ،دخولې او زړه خبره مو یوه شي ،نو دنړۍ ولسونه او حکومتونه هم سره نزدي کیدای شي او سوله راتلی شي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery