مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند فرهنګي وضعيت / اوومه برخه

پوهنيار نور احمد اېمل



لوی کندهار مجله
د لوی کندهار مجلې لومړنۍ ګڼه زما سره له ډېره وخته خوندي وه او تر نوم لاندي يې (خپلواکه،علمي، کلتوري او ټولنیز مهالنۍ خپرونه) لیکل سوي دي.د لوی کندهار دغه ګڼه د ۱۳۸۸ل. کال د چنګاښ په میاشت کي چاپ او خپره سوې ده.
د یادې مجلې امتیاز د لوی کندهار د محصلینو  د ټولني دی، مسول مدیر يې محمد هاشم نوراني او د کتني په برخه کي انجینر محمد داود فرهنګ، نعمت الله ځار، انجینر عصمت الله سلطاني، څارنوال غلام فاروق او ډاکټر بریالی میوندوال همکاره دي. د لوی کندهار مجله درې ګڼي پر له پسې چاپ سوې ده او وروسته د مالي او ځینو نور ستونزو له امله له چاپه پاتي سوې ده، خو د یادي مجلې مسولین بیاځلي د چاپ او نشر خبرداری ورکوي. د لوی کندهار د لومړۍ ګڼي لګښت او مالي مصرف د هلمند پخواني والي او د مشرانو جرګې اوسني سناتور الحاج شیرمحمد اخندزاده ورکړی دی او د مجلې په پای کي يې له نوموړي څخه مننه  هم کړې ده.
 نوموړې مجله پر هلمند سربیره د افغانستان او له هېواده بهر په ډېرو نورو هېوادونه ته رسېدلې او په هر ټاکلي هېواد کي يې خپل استازی درلوده. لوی کندهار د مشرق مطبعې له لوري چاپ سوې ده.
د لوی کندهار بڼه او متن
د لوی کندهار مجلې لومړۍ ګڼه د رنګه پښتیو پرته د ۴۲ مخونو په درلودلو په ټيټه درجه کاغذ کي چاپ سوې ده. د وقايي لومړي او څلورم مخونه رنګه او یو شمېر عکسونه ورباندي راغلي دي. د يادې مجلې پر لومړۍ پښتۍ د مجلې نوم په زرغون رنګ ښکلی لیکل سوی دی او لاندي يې د پښتو ژبي د نوموتي لیکوال عبدالروف بېنوا عکس راغلی،  بل څنګ ته يې د خرقې مباري عکس ځای پر ځای سوی دی او لاندي یې د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش کوچنی راغلی چې لاندي يې دا جمله لیکل سوې ده ( د امریکا تر ټولو پیکه ولسمشر) او همدا رنګه د مجلې له منځپانګې څخه د یو شمېر مهمو سرلیکونو یادونه هم راغلې ده او په دوهم مخ کي  د مجلې ځانګړني ، د مطالبو لړلیک راغلی او د مجلې د شمېرو د پیل په لومړي مخ کي د ( د ځوانانو تاریخي مسولیت) تر نامه لاندي د ادارې له لوري سرلیکنه لیکل سوې ده. په نوموړې مجله کي ټول ۲۱ بېلابېل ادبي، فرهنګي، اسلامي او ټولنیزي مقالې او لیکني راغلي دي. په دې مجله کي د شعر او شاعري برخي ته په ۲۳ پاڼه کي ځای ورکړل سوی او څلور بېلابېلې غزلې پکې راغلي دي، د غزلو برخه يې د جهاني صاحب په مشهور شعر چي عنوان يې ( زما کندهاره) دی پیل سوې ،درې نوري بېلابېلی غزلي په دې برخه کي راغلي دي.
ددې مجلې ټول مطالب په پښتو ژبه دي او د لومړۍ ګڼي د محتوا سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:
۱: سرلیکنه ( اداره)
۲: د لوی کندهار علمي، فرهنګي، او کلتوري ټولنه ( نعمت الله زهیر)
۳: په اسلام کي د اخلاقو مقام ( پوهنمل شیرزاد عزیزي)
۴: خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ( عبدالروف ځلاند
۵: سیاست د اسلام له نظره ( سلطان شاه صفاري)
۶: د روسي تیري پر مهال د افغانستان نړیوال حقوقي شخصیت (امان الله ایمان)
۷: د ټاکنو ویروس طالبان که کاندیدان؟ (حبیب الله عزیز فرمان)
۸: د امریکا تر ټولو پیکه اولسمشر(غمی)
۹: ملي جبهه د ماتي پر کنډو (لقمان)
۱۰: یوه چوکۍ او څلویښت کاندیدان ( ګل اغا احمد وردګ)
۱۱: استاد عبدالروف بېنوا (عبدالودود هجران)
۱۲: نن مي د یار سترګي یادیږي ( شعرونه)
۱۳: د پښتو یاګاني ( محمد اسماعیل یون)
۱۴: اوسني پښتو شعر کي د ښځینه وو ونډه ( هارون حکیمي)
۱۵: خوږې خبري (عبدالظاهر یارمل)
۱۶: یووالی او اتقاق ( عبدالصمد توخی)
۱۷: موړ د وږي په حال څه خبر دی (انجینر سید فرید آغا)
۱۸: اها! خپله ځلا مي کړه کړه ( لنډه کیسه ډاکټر محمد صابر)
۱۹: خوب یعني څه؟ ( ژباړه احمد شاه پاڅون)
۲۰: پس له مرګه ژړا ( نبي الله امېل)
۲۱: نشه یي توکي او د هغوی ضررونه (عبدالرازق علیزی)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery