مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانانو دبدمرغۍ لامل څه دی؟

مفتي کمال الدين کابلي

 

د پاکستان هيواد ته د افغانستان په اړه له تېرو درو لسيزو راهيسي ډېره ښه موقع په لاس ورغلې ده .

داسي فوځيان يې په افغانانو کې پيداکړي دي چې تنخواه هم نه ترې غواړي او په خپلو مصارفو جګړه پر مخ وړي .

نه يوازي دا چې پاکستان يادو فوځيانو ته تنخواه نه ورکوي بلکې د دې سره سره احسان هم پرې اچوي چې موږ تاسو ته ځای درکړی او د ټپيانو د تداوۍ لپاره مو زمينه در ته برابره کړې ده.

خو حقيقت دا دی چې دا يوازي د افغانانو بې علمي او سر ناخلاصي ده چې له امله يې دښمنان د خپلو ګټو لپاره د خپلو وروڼو په مقابل کې جنګوي .

که د رواني جګړې په اړه تحقيق او څېړنه وشي نو د معمولي عقل او پوهي خاوند به هم دې نتيجې ته په ډېره  اسانۍ سره ورسېږي چې دغه جګړه د پاکستان د ګټو لپاره پر موږ تپل شوې جګړه ده چې د اسلام او جهاد له نوم نه په ګټي اخيستلو د اور لمبو ته د سوند توکې چمتو کېږي .

له دې پرته نور څه نه ده .

بايد افغانان نور له عقل نه کار واخلي او لږ دي د ځان سره فکر وکړي چې دا موږ جګړه د چا سره کوو او د دې جګړې ګټه چاته رسېږي؟

په اوس وخت کې ډېری عالمان پدې پوهېږي چې دا جګړه جهاد نه دی بلکې د پاکستان دګټو لپاره د هغوی لخوا د جهاد په نوم روانه جګړه ده چې مقصد يې د افغانستان ورانول دي،نه د اسلامي قانون  حاکميت !!

خو متاسفانه چې د وېري له امله هغوی غږ نه شي کولای ځکه که څوک حقيقت بيان کړي،هغه پدې نظر دی چې نه يوازي دا چې څوک به مي خبره ونه مني بلکې د کافر ټاپه به هم راباندي ولګول شي او پدې نوم به وژل کېږم هم.

نو پرته لدې چې هغوی پرې خفه دي نور څه يې له لاسه نه کېږي .

د افغانانو بدمرغي دا ده چي جهالت او ناپوهي پکښي زياته ده ، تر دې چي افغانی  په  قرآن کريم د سر ورکولو ته تيار دی خو دسر خلاصولو ته تيار نه دی .

يوه بېلګه يې همدا طالبان دي .

ځانمرګي بريد ته د قرآن کريم نه د دفاع په جذبه تيارېږي، خو که ترې پوښتنه وشي چي  ځان وژنه خو قرآن کريم حرامه ګڼلې ده، ته په کوم دليل دغه کار دثواب لامل ګڼې ؟ راشه ! قرآن کريم ته به مراجعه وکړو : داسي آيت راوښيه چي هغه دي وايي :ځان وژنه د دين د دفاع لپاره وکړه !

په داسي حال کي چي په واضحه توګه قرآن شريف د النساء په سورت کي فرمايي : وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (29) وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (30)

ژباړه : او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ بې شکه الله په تاسو مهربان دی،او څوک چي دا کار په عدوان او ظلم  وکړي نو ژر دی چي اور ته به يې داخل کړو، او دا کار الله ته اسان دی !!

دومره نه شي کولای چي حد اقل په  دغه يوه آيت ځان پوه کړي، خو بلي خوا ته  د سرقربانۍ په ناپوهۍ سره د دين  په جذبه تيار دی .

بله بېلګه يې دا ده چي په زابل کي په دې وروستيو کي د ملااخترمحمدمنصور په مشرۍ طالبانو په بلي ډلي بريد وکړ.

اوس دغه بريد دوی په کوم دليل جائز  او جهاد ګڼي ؟ ؟

دا هغه پوښتنه دا ده چي طالب د سرقربانۍ ته تيار دی خو پدې خبره ځان پوه  کولو او فکر کولو ته تيار نه دی .

دغه سر ناخلاصي زموږ د بدمرغۍ لامل  دی او له دې امله مو دښمنان د خپلو ګټو لپاره د آلې په توګه استعمالوي .

که موږ  دومره وکړو لږ په  سړه سينه فکر وکړو نو بيا به ان شاء الله تعالی لدغو ډېرو بدمرغيو ځانونه وژغورو.

پای


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery