مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پښتوکي اصطلاحګاني

محمدسرور وکیلي


 اصطلاح عربي کړنځې ده، چي په لاتیني اوانګلیسي کي ورته (Definition) وایي او په الماني ژبه کي ورته (Begriffsbestimmung) اویا (Ausdruck) وایي .
ددغو ګړو مانا داده،چي دیوه لغت تشریح،مفهوم او شرحه په څرګنده وښیي .
داصطلاح اصلي یا آره او سوچه مانا«سوله» کولو ته وایي . او په ادبي چوکاټ کي هر هغه ګړه چي د خپل سوچه مانا څخه نوري مانا وي هم ولري؛ نو دغي ګړي ته اصطلاح ویلای سو .
فرهنگ عمید
 دساري په توګه د « تور » اصطلاح ګورو:
د «تور» اصلي آري مانا «تور، تاریکه» رنګ ښیي،چي ضد ئې سپین دی؛ یوه ستاینه ده . لکه چي وایو: دغه آس تور دی . دلته مطلب دآس د رنګه څخه دی . د« تور » اصطلاحي مانا«تهمت ،شک،بدګماني » ده .
چي وایي : ( پر ده دغلا «تور» لګېدلی .)؛ (دی په دې هم «تورن » دی، چي د ترهګرو سره ګرځي.) بله اصطلاحي مانا د «تور » یاني « جال، دام ) -- ( «تور» ئې ګرځاوه،چي کرکان «مړز» ونسي .)؛ («تور » ئې غوړولی وو، چي زرکي ونسي .)
د «تور» بله مانا ښایست دی . لکه : ( «توري » سترګي «توري» زُلپـي دي پرمخ لکه ماران .) دلته «تور» دښایست او ښکلا مانا لري .
ددهخدا لغت نامه : ( اصطلاح «مصدرعربی» سازش کردن، صلح کردن . ۲:- واژه ای که به علت کثرت استعمال عمومی معنایی غیر از معنای اصلی خود را شامل می شود .)
دبولګي په توګه : «مشر» اصلي مانا لوی یو څوک چي له چانه په عمر لوی وي هغه تر دابل په عمر «مشر» وي . یاني دغه ئې هغه سوچه مانا ده .اصطلاحي مانائې ده : لارښود، لارښوونکی،دمخ سړی، لوی،رئیس. داسي ویل کیږي : ( دی زموږ د کام مشر دی .)
«وچه» بله اصطلاح ده،چي «وچه » په اصل کي ستاینه ده ضد ئې لوند دی . اصطلاحي مانا د «وچه» غوا یا بل ښځینه ژوی چي بچوړکی ئې نه وي په نس نو «وچه » ورته وایي یا ښځه چي نه لینګیږي او یا نر چي مردي نه لري « وچ » ورته وایي. بله اصطلاحي ماناد«وچي » «بَرّ» ده.دافریقا براعظم یا د افریقا لویه وچه .
«ډاګ » نرینه نوم دی، چي آري مانا ئې میدان دی؛ خو اصطلاحي مانا ئې «پوسته» ده . ډاګي ډاګ راوی یاني «پوسته» ئې راوړه . «ډاګ » (خبر وړلو) ته هم په «ګړدود» کي وايي . دساري په توګه : (دا «ډاګ » بیا چا ګډکی .)-- «ډاګ» په اصطلاح کي (واضح)او ښکاره ته هم وایي . لکه څرنګه چي وایي : راسه په «ډاګه» به خبوري سره وکو .
په پښتوژبه کي «اصطلاح» ښځینه نوم دی، چي په ټولنیز ډول د «دود او رواج » مانا ځني اخلي. د بولګي په توګه خلک وایي : ( زموږ په اصطلاح دسمال د ناوي خېل کوي او واده دزوم خېل .) په پښتو کي اصطلاح داسي ادا کوي : « اسِتلا» . مګر د اصطلاح سمه مانا سوله اوجوړ جاړی دی او په ادبیاتو کي چي یوګړه بېله خپلي آري مانا څخه بله مانا هم ولري او په نورو علومو کي دغه یوه «ګړه» نوري ماناګاني ولري اصطلاح ورته وایي . په پښتو ژبه کي لکه په نورو ژبو کي اصطلاحګاني ډېري دي؛ خو د پوهاوي لپاره مي دلته یو څو بولګي وښوولې . بولګه :
پښتویوه اصطلاح ده، چي آري مانائې ژبه ده ياني «پښتو ژبه» او اصطلاحي مانا ئې قول،ژمنه، وعده،میثاق ده .پښتانه وایي : ( تازما سره پښتوکړې وه .) –دپښتو بله اصطلاح غیرت دی .
 ( پښتون پښتولري .) یاني غیرت لري . «ناسته»یوه اصطلاح ده،چي سوچه مانائې کښېناسته ده او اصطلاحي مانائې غونډه، مجلس ،ټولنه،جرګه ده . او په طبي اصطلاح ورته «جواب دچای » وایي .(نس ناست ئې څنګه ده؟)
بله اصطلاح «ننّګوَنهَ» ده،چي د ننګوني آري،سوچه او اصله مانا ښورول دي، چي وایي:(ورسه دمُلا نیکه شنختي وننګوه، چي الله «ج» دي مراد درکي .) دننګوني اصطلاحي مانا مرسته غوښتل دي . چي یو پیریا یوبزرګ سړی وننګه وي،چي حاجت ئې ترسرسي .
«پېړۍ »بله دپښتو اصطلاح ده،چي اصلي او آري مانائې پښت یاشجره «سجره»ده . لکه چي وایي : (څو «پېړۍ» تیري سوې،چي زموږ هېواد له سوله رانه غله . یاني څو پښت تېر سوي .)د «پېړۍ» اصطلاحي مانا یو ټاکلی مهال دی یوه سلنه ده یاني قرن (سده) ده .
څرنګه چي لیدل کیږي دپښتو په ژبه کي اصطلاحات ډېر دي،چي دغه لیکنه ئې ځایښت نه لري پر دغه څو محدودو« ګړو» باندي بسنه کوو . پښتو ژبه دومري بډایه ژبه ده، چي هیڅ اړتیا وه نوو «ګړو» ته نه پیدا کیږي ؛ خوسړی بایددلیکني پرمهال وګوري،چي سم لغات ئې په یاد راسي او وې لیکي .
پښتو ډېر «پردي» لغاتونه په لهجه کي رانغښتي یاني مدغم کړي ئې دي،چي ډېر ئې داسي ښکاري لکه سوچه پښتو لغت چي وي . د بولګي په توګه : «لاري » باروړونکي موټر ته وایي،چي انګلسي ګړه ده یاني (lorry). بل «کلینر» هم انګلیسي ګړه ده (cleaner). !«موټر» هم انګلیسي کلمه ده (motor). سیټ مانا چوکۍ یا دناستي ځای (seat) انګلیسي «ګړه)ده .که د«عامو» «وګړو» نه وپوښتې چي دا«ګړه» پښتو ده وایي هو! او ټول دموټر اسباب، آلات او «اوزار» په انګلیسي ویل کیږي .
عربي لغاتونه خو په پښتو ژبه کي بېخي ډېر دي . لکه : «وسه» یاني (وسع،طاقت، توان )؛ «کیسه » یاني ( قصه،نقل)؛ «کرار» یاني (قرار،آرم). ټوله «دیني» مثایل او دلمانځه ارکان په عربي ژبه دي،چي عام خلک ښه په پوهيږي . له دغسي «ګړو» مو ژبه ډکه ده . داکه څوک غواړي، چي «سوچه» ئې کي اویا دانظر ورسره وي یو معقول کار به نه وي . تراوسه موږ ته هیچانه دي ویلي،چي ولي دغه لغاتونه په کار وړۍ . نو په دې لحاظ اړینه ئې نه بولم،چي دغه «لغاتونه» و «چوڼول» سي . یو نه دی دوه نه دي تر« سوو» ډېر دي . د دې وو سمه سوچه مانا پیداکول،چي لغات ئې هغسي ښکلا اومانا ولري لکه مانا کېدونکی لغت څه آسانه کار نه دی .
خو موږ ځیني جوړکړي لغاتونه وینو بېله دې چي په ژبه ملنډي ووهي بل شی نه دی . لکه : (بلبله چي مانا کړې ده؛ ډانګ لکې .)-- (اوس دغه دوه لغاتونه سره پرتله کۍ؟) اکثره د پښتو رښتني ژبپوهان پر دې سره هم ږغي دي،چي تر سوچه کېدوباید تېرسو، ځکه چي یوه معقوله،منطقي او ساده لار نه ده .


اخځونه: ۱:-ویکیپيدیا ۲:- فرهنګ عمید
 ۳:- لغت نامه دهخدا د اینترنت څخه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery