مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا انځور په رښتیا خبری کوي؟

benawa afghanistan
بسم الله بسمل

 

 وایي چه انځور خبری کوي او ډیر معلومات لیدونکو ته ورکوی نو پورتنی آنځور څه وایئ؟
 په پورتنی تصویر کشی چه ښاغلي اشرف غنی د افغانستان منتخب ریس جمهور، ښاغلی جو بایدن د امریکی متحده ایالاتو د ریس جمهور مرستیال او ښاغلی نواز شریف د پاکستان منتخب صدراغظم د کیڼ نه ښی لور ته ولاړ دی.
دا انځور د دری اړخیزی ناستی نه وروسته چه په ظاهر کې دافغانستان او د طالبانو تحریک دپخلاینی بهیر د ملاتړ څرنګوالۍ او د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه سیاسی اړیکو د ښه والی په مناسبت چه په داووس کې جوړه شوی وه د رسنیو سره په خبری ولاړه کې اخستل شویده. په تصویر کشی معلومیږی چه ښاغلی اشرف غنی او ښاغلی جوبایدن دیر خوشحاله او دیو د بل د ملی بیرغ پروړاندی ولاړ دی او دا په داسی حال کشی ده چه ښاغلی شریف دیر خفه او د خپل هیواد ملي علم په وړاندی په غضب و لاړ دی.
ایا د یو دبل ملي علم پر وړاندی دریدل یو ذهنی تیروتنه ده او که یو ډیپلوماتیک حرکت؟ که ذهنی تیروتنه وی نو بیا ایا اړینه ده چه داسی وګړی ملي زعیمان او مشران وی؟ بل څوک چه په ځان اعتماد ولری په دی هیواد او امریکه کشی نشته؟ او داسی خوښ دریدل په ځان پوری خندا ده او که د افغان او امریکی ملت پوری؟ که په ځان پوری خندا وی نو بیا افغان او امریکایی زعیمان حتما روانی مشکل لری او کنه یواځی افغان ملت احمقول دی. ولی لنډ ځواب دا پیدا کيږی چه دواړه زعیمان دی په یوه وخت کشی روانی ربړه پیدا کړی ناشونی بریښی.
نو بیا دا یو دیپلوماتیک حرکت اوعمدی عمل دی چه تعبیر یی داسی ښکاری چه ښاغلي اشرف غنی خپل بریالیتوب کامری په وړاندی څرګند کړی او خپل مقصد کشی یی ځان بریالی ښودلی دی. پدی دری اړخیزه ناسته کښی د پردی ترشاه د پښتونستان په مسله او ددواړو هیوادو د ایران سره په همکاری خبری شویدی چه یاخو باید پښتونستان د جنوبی افغانستان برخه اويا داچې دواړه هیوادونه خپل دیپلوماتیکی اړیکی نژدي او په راتلونکی کښی د مسلمانانو ترمنځ خپل مینځی جګړی چه ایران او سعودی به یی د مخالفو قطبونو رهبری کوی، د ایران څخه حمایت وکړی. ښاغلي غنی چه امریکایی موخو ته کار کوی په ډیره خو ښی یی امریکایی لارښود خبره منلی دا پداسی حال کښی ده چه ښاغلی نواز شریف په دواړو صورتو کښی مخالفت ښودلی او یا ازادی یا نابودی یی غوره کڼلی ده.
تر اوسه خو هیڅ مننونکی دلیل نه پیدا کیژی چه ښاغلي اشرف غنی د افغان ملت او جغرافی په ګټه کار وکړی بلکه موخه یی داده چه د افغانستان جغرافیه په دوو ویشی او یایی مکمله اغیارو ته په لاس ورکړی.
نو ځکه دداسی مجالسو نه د ښو پایلو طمعه کول خپله نا پوهی بولم. په راتلونکی کښی د صلحی او امن پر ځای ددی سیمی نامنی اود پاکستان او افغانستان دواړو تجزیه متصوره ده او نور د پاکستان سیاسیونو او جنرالانو پوری تړاو لری چه څرنګه خپل هیواد داسی احتمالی ربړو او ناښوالو نه ژغوری دا پداسی حال کښی ده چه اوس محال افغانی خاورینه مور نه داسی زړه ور جنرال لری چه له داسی ناسور او ناوړه ټپه یی وساتی او نه داسی خوا خوږی سیاسی فرزند لری چه په ټپو یی مرهمینه پټی ولګوی.
یا ربه خیر 

 ۲۳ جنوری ۲۰۱۶

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery