مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ښاغلي محمد معصوم هوتک د تېروتنې د سمون په پار

سيد حسين پاچا

 إلاّ – إستثنا/إستثنی او إلی - حرف جر سره توپير لري

وفوق کل ذي علم عليم
ژبپوهنه او متنپوهنه ځانته دوه جلا څانګې دي

ناسم : وما علينا الی البلاغ
سم : وما علينا إلا البلاغ

إلاّ ((استثنا/استثنی)) :
ولاتقولن لشيئٍ اني فاعل ذلک غداً إلاّ ان يشآء الله ... [الکهف : ۲۳-۲۴ ]
ماکان لياخذ اخاه في دين الملک إلا ان يشاء الله ... [يوسف : ۷۶]
... وما علی الرسول إلا البلاغ  [المائدة : ۹۹]
... فهل علی الرسول إلا البلاغ المبين  [النحل : ۳۵]
... وما علی الرسول إلا البلاغ المبين  [النور : ۵۴]
... وما علی الرسول إلا البلاغ المبين  [العنکبوت : ۱۸]
... وما علينا إلا البلاغ المبين  [يس : ۱۷]
... ان عليک إلا البلاغ ... [الشوری : ۴۸]

دېته ورته نور ايتونه هم شته، خو د استثنا توری پکې نه شته.
... وان تولو فانما عليک البلاغ ... [آل عمران : ۲۰]
... فانما عليک البلاغ وعلينا الحساب  [الرعد : ۴۰]
... فان تولوا  فانما عليک البلاغ المبين .[النحل : ۸۲]
... فان توليتم فاعلموا انما علی رسولنا البلاغ المبين [المائدة : ۹۲]
... فان تولوا  فانما علی رسولنا البلاغ المبين  [التغابن : ۱۲]

إلی ((حرف جر)) :
... ثم استوی الی السماء ...
... الی جنات النعيم
... الی جهنّم زمراً
... الی مضاجعهم ...
او داسې نور.

د بېلګې په توګه :
جاءنی القوم إلا زيد لعيادتي
يا دا چې :
جاءنی القوم لعيادتي إلا زيد
له زيد پرته نور ټول قوم مې پوښتنې ته راغلی وو.

ذهبت من البيت إلی المدرسة
له کوره ښوونځي ته تللی وم.

کله ناکله په رسنيو کې زموږ دواړه درانه مشران پوهاند زيار وښاغلی محمد معصوم هوتک يو له بل سره په ځينو مواردو کې ښکر پر ښکر شي چې بيا ځينې دوستان دواړو ته د نصيحت په پار ليکي چې له نيوکو تېر شي او خپلو علمي کارونو ته پاملرنه وکړي.

له ټولو دوستانو نه مننه چې دواړو ته د نصيحت سپارښتنه کوي، ولې دومره خبره ده چې :
لکل فنٍّ رجالٌ
د هر مسلک لپاره خپل خلک دي.

په اوسني وخت کې چې ساينس يعنې علم (پوهه) پرمخ ځي، نو ورسره سمونې او رغونې هم مخته ځي. ژبپوهنه خپله ځانته يو علم او يو مسلک دی. هر څوک ژبپوهاند نه شي کېدای څو چې په هماغه برخه يا رشته کې زده کړه، پوهه او تخصص ونه لري. ژبه پر کُلياتو ولاړه ده، نه پر جزئياتو او استثناآتو او دا په هره ژبه کې شته.

ايا موږ ليکدود معياري کوو، که ژبه؟
زما په اند دواړه اړين يعنې لازم وملزوم دي، خو د دواړو ترمينځ انډول ضرور دی. که انډول نه وي، نو ارزښت له لاسه ورکوي. اګر چې دا ستونزه په زياتره مشهورو نړيوالو ژبو کې حل شوې ده، خو موږ لا تراوسه ورسره پکې له ستونزو سره لاس وګرېوان يو. زياتره وخت پکې د تعصب وسمتپالنې او د رخې بوي راخېژي.

ژبه د ټولو مشترک ميراث دی او بايد په مشترکه يې ساتنه وشي. ژبه له مذهب وسياست سره کار نه لري او نه بايد پکې مذهب وسياست يا ستمپالنه ښکېل شي.

دا اړينه بولم چې پوهاند زيار هېڅکله د ژبې د انحصار دعوه نه ده کړې او نه د دې حق لري، بلکې د ژبپوهنې دعوه يې د زده کړې، پوهې او مسلک له مخې کوي چې دا يې يو علمي حق هم کيږي. دا چې څوک يې ورسره مني او يا نه؟ دا جلا خبره ده.

زموږ د ملايانو په شان سماع الموتی ترې بايد جوړه نه شي چې څوک يې په سماع قايل او څوک يې نه دي. د حل لاره يې دا ده چې :
څوک يې مني چې شته، نو موږ هم ورته وايو چې ((هو)) موږ هم درسره يو او منو يې، خو که څوک يې نه مني، نو ورته وايو چې درست ده چې تاسو وايې چې نشته، موږ يې هم پر تاسو پر زور نه منو.
دا چې ځينې وايی چې ((په خرو سپاره پوهان)) نو دا درست خبره نه ده چې د يو عالم له خولې د بل په حق کې زياتی وشي. زما سپارښتنه دا ده چې لږ تر لږه بايد هغه اخلاقي وتعليمي معيار د ځان او هم د بل چا په نظر کې ونيول شي. اسلامي وپښتني ارزښتونه موږ ته د همدې سپارښتنه کوي.

په درنښت

نوټ : ښايي چې دا به تخنيکي تېروتنه وي، خو دا چې ليکنه ښاغلي هوتک ته منسوبه ده، نو دغې تېروتنې ته يې پاملرنه غواړم.

د پښتوټولني او باړه گلۍ فيصلې/ محمد معصوم هوتک
http://www.taand.com/archives/62368
د کوټي له سيميناره د حبواخندزاده ترمزاره
http://www.taand.com/archives/62574

-------------------------------------------------------------------------------------------------

مننه او کورودانی

د محترم سیدحسین پاچا څخه ډېره ډېره مننه چي زما وروستۍ لیکنه ئې لوستلې او د " الی البلاغ" په برخه کي ئې هغي ټایپي تېروتني ته زما پاملرنه رااړولې چي دوی ته پخپله هم" تخنیکي تېروتنه" ایسېدلې ده او د خپلي لیکني د پای په نوټ کي ئې د "ښایي" په قید سره اشاره ورته کړې ده. خدای سته چي د "الی" او " الا" په توپیر مي خپل استاد له ډېر پخوا څخه لا سر را خلاص کړی وو، مگر بنده خو عاجزه دئ، کله کله په مسلماتو کي لا هم تېروزي. یو ځل بیا ستاسي څخه مننه کوم خو د هغو توضیحاتو په باب چي ددغي تېروتني په ها خوا مو ورکړي دي، د خپل نظر ورکولو حق خوندي راسره ساتم.غم مو خدای مه راوینه.

محمد معصوم هوتک
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery