مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-05   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې دخواخوږ ۍ پيغام !

حبيب الله غمخور
په خواشینی مو دا دردونکی خبر تر لاسه کړ دهيواد مشهور ولسي سندرغاړی حیات ګردېزی دروان کال دفبروري پر څلرمه دورپېښي ناروغی له امله ددې فاني دنيا نه دخپلي کورنۍ دغړو دوستانو اوټولوعلاقمندانوسره دابد لپاره خداي په اماني وکړه .قالوانا الله وانا اليه راجعون. یو شپېت کلن حیات ګردېزي، چې د افغانستان د هنرمندانو د ټولنې منلی مشر هم و،داوياړلی هنرمند حیات ګردېزی په ۱۳۳۳ لمریز کال د پکتیا ولایت په احمداباد ولسوالي کې ددې ولايت په يوه عادی کورنۍ کي سترگی دنیا ته رڼې کړې اودابتدایې تعليماتو وروسته دکورنی ژوند دځېنو اړتياوو له مخه ددې هنرمند کورنۍ کابل ته راکډه سول او په اتلس کلنۍ کې یې موسیقي ته مخه کړه . حيات گردېزي دخپل هنری ژوند په پیل کې په شوقي ډول په حجرو او مجلسونو کې سندرې ویلې خو د۱۳۵۰ لسیزې په وروستیوکې دهمدې حجرې اومجلسوو نو دوستانو دحيات گردېزی په اوازکي هغه څه وموندل چي کېداي سي دافغانستان راډيوله لاری خپل مينه وال پيدا اودهنرپه برخه کي يوڅه ترسره کړي ،همدا وه چي ديوشمېر محلی هنرمندانولکه استاد اوالمير ،استاد زاخيل استاد گل زمان اونوروپه مرسته یې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته لار پيداکړه اودخپلو هنری اومسلکی هڅو په برکت ډير وځلېد. حیات ګردېزی ديوه افغان هنرمند په توگه د ژوند په وروستیو کلونوکې په دې ناراضه وچې حکومت د پخوا په شان د هنرمندانو ژوند ته پام نه کوي .حيات گردېزي په ۲۰۱۱ م کال په یوه مرکه کې وویل:« په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې هنرمندان شته چې د خپل عمر په وروستي پړاو کې دي، له موډه لویدلي، نه یې څوک راډیو ته بولي، نه تلویزون او نه هم کنسرتونو ته.»ګردېزي څو وارې د کنسرتونو له لارې ګټلې پیسې په نادارواو غريبو هنرمندانو ویشلي دي . دمرحوم گردېزي فرهنگی هځي دهنرمندانو دټولنې په جونگړه اوخپل ځانگړی ژوندکي دټولو افغانانو لپاره دقدروړ اوټول يې په ناببره مرگ غجن دی . زموږ دفرهنگی ټولني مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي ددې پېژندل سوی سندرغاړي ناببره مړينه دافغان محلی پښتو موسيقی اوپه کل کي دهيوادپه هنری ډگرکي يوه لويه ضايع بولی، ددې منلی هنرمند حیات ګردېزی دټولي کورنۍ، دوستانو اوعلاقمندانودستر کهول سره ځانونه پدې غم کي شريک بولو کورنی او ټولو اړوندانوته يې دزړه صبرپه غو ښتلوسره دمرحوم روح ته په دعاکولو، هغه ته فردوس جنت غوښتنه کوو ،اوتاسو ټولوته دزړه صبر غواړو . روح دې ښاد اويادې ابدي وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery