مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نن ده که سبا ده امریکا رسوا رسوا ده

محمدامین بسمل

 له دې به تېر شم، چې امریکا چا کشف چا ترتسلط لاندې راوسته یا دا چې څوک یې اصلي وکړي او څه شول.
دې ته راځم چې له سړې جګړې څخه مخکې امریکا دلویدیځې نړۍ یومخکښ اوباحیثیته هیواد بلل کېده ولوکه دغه حیثیت یوه نمایشي بڼه لرله خو په دوهمه نړیواله جګړه کې امریکا دخپل زور په کارولو او یو لړ لوېدیځو پانګوالو هیوادونو په وېرولو سره وکولای شول، چې خپل اعتباردومره زیات کړي چې آن خپلو پوځي اډو جوړولو ته په لوېدیځ کې زمینه برابره کړي.
د دوهمې نړیوالې جګړې له تفصیل څخه چې ۵۰ پنځوس ملیونه وګړي قربانیان یې له ځان سره لرل تېرېږم بس دومره لیکم، چې د آلمان په دوو ټوټو کولو سره سرو کمونیستي لښکرو وکولای شول، چې دلوېځي پانګوالې نړۍ په زړه قدم ورکېږدي اوپه جګړه کې دختیځې اروپایوشمېرځپل شوي هیوادونه خپل ځان ته مائیل اوهم پیمانه کړي هغه وچې د(وارسا)تړون په جوړېدو نړۍ مطلق دوه قطبي اوسړې جګړې زور واخیست له دې حالت څخه د اسلامي نړۍ ځینې هیوادونه هم متاثر، دچا تمایلات لوېدیځ اودچا ختیځ ته شول.
داسلامي نړۍ هیوادونه چې په هغه وخت کې له خپلوترځمکولاندې شتمنیو(کانونو)څخه پوره نه وو خبر مکارې امریکا په لباسي خندا وغولول او آن له هغه وخته یې استخباراتي رېښې پکې وغځولې چې نن مو داسې بده ورځ ده.
په دې لړکې که له یوې خوااسلامپالو خوځښتونو امریکا یو حسابي او باوري هیواد باله خو له دا بلې خوا په اسلامي نړۍ کې کیڼ اړخو خوځښتونو په مسکو ایمان راوړی و.
پورتنیو دواړو خواوو لوبه دنړۍ زبېښونکې امریکا په ګټه وبایلله دهغه وخت له ترخو پېښو او یادونوڅخه هم تېرېږم خو دا دوه بېلګې به مې هیڅکله له یاده ونه وزي او داسې مې په یاد دي ته وا دا نن مې لیدلې هغه دا، چې کله د انګرېز صدراعظمه ببرسرې مارګري تاچر او ورسره نورې لوېدیځې استخباراتي کړۍ دمجاهدینوله ځینو مشرانوسره دخیبر په غرو راپورته شول اوپه زهرو لړلې وعدې یې خوشباورو مجاهدمشرانو ته ورکړې، چې ګوا کې موږ به تل پاتې ملګرتیا درسره وپالو خوبیا ولیدل شول، چې مجاهد یې په مجاهد وواژه او دپخوانۍ کینې اوغچ اخیستنې لپاره یې نه یوازې کورنۍ جګړې ته راکش کړل، بلکې د ترهګرو ټاپې یې هم پرې ولګولې آن داچې هم یې زموږ دګران افغانستان لوړتاریخي نوم اونشان پرې عیبي کړ اوهم یې د اسلام مبارک دین پې بدنام کړ.
دابله بېلګه د پرچمیانود دورې درته لیکم، کله چې هلته په مسکو کې دکمونست ګوند ۲۶ویشتمه ګوندي کنګره دایره او د بهرني سیاست په برخه کې دافغانستان په اړوند په یو لړ وعدواوپرېکړوټینګار وشو نوماته شک پیدا شو له هغه وروسته به مې چې کوم شناخته پرچمی ولید دمسخرې په ډول به مې ورته وویل چې:
یاره لکه چې ستاسو هم پاڼې ژېړې شوې دابه څنګه شي حالات خو ورځ تربلې په خرابېدو دي نو مقابل طرف به په ځواب کې راته وویل:
نی جای تشویش نیست فیصله های کنګره ۲۶مین حزب کمونست تطبیق خواهد شد.
بس نو پرچمیانو دخپل مظلوم اولس په ځای په پردیو حساب کاوه په نتېجه کې ولیدل شول چې امریکا دکریملین په خېټه کې لا هغه وخت د ګرباچف په ډول چینجی روزلی و.
برژنف ومړ، اندروفوف وویشتل شو، چرننکوف یې هم ختم او وار پلورل شوي ګرباچف ته ورسېدچې د امریکا له دستور سره سم يې هم خپل هیواد زیانمن کړهم یې په مسکوپورې تړلي هیوادونه دامریکا چړې ته څملول اوهم یې په افغانستان کې دخپلې ماتي دغچ اخیستلوپه موخه افغان لږه کي تحریک او حمایه کړل چې له هغې جملې یې دوستمي ملېشې دهیواد د دربدري او ګډوډي په موخه جوړې او کیڼ اړخي یې لکه مجاهدین یو په بل باندې ووژل.
اوس نو دې نتېجې ته راځم، چې که هرڅوک بې له خپلو خلګوپه پردیو حساب وکړي دا له خپلې مورنۍ خاورې سره جفا اوخیانت دی او خائنین الله تعالی ج شرموي ددې ترڅنګ غاصبین او نیواکګر هم دالله تعالی ج دښمنان دي له هغې جملې دبشري نړۍ لوی دښمنان دامریکامغروراو کبرجن سیاستوال په لمړي صف کې راځي، چې له خیره سره به یې کرار کرار دا کږې خولې په سوک ورسمې شي لکه پرون چې یوې زړورې ژورنالیستې په ایټاليا کې دجان کري خوله ورسمه کړه وایم دمور شدي دې یې شي همداسې به یې د نورو خولې هم ور سمې شي.
نه غواړم درانه لوستونکي ستومان کړم راځم اصل مطلب ته او هغه دا، چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي. لکه تقریبأ دوه کاله پخوا مې چې په یوه لیکنه کې ذکر کړي وو، دامریکامرګونې اوخونړۍ ستراتیژي دریمې نړیوالې جګړې ته زمینه برابره کړې اوس یې دادی وینو، چې نورنوهیچا ته د زغم وس نه دی ورپاته حالات تربد بدتر شول کرغېړنې او فتنه ګرې څېرې بربنډې شوې دنړۍ ګوټ ګوټ لمبه لمبه دی.
دالقاعده ډرامه رسوااوپه ختمېدوده دابوغرایب اوګوانتانامې دبدناموزندانونو شرمېدلومسؤلینو دخپلې تپل شوې دیموکراسۍ لمن ښه په بې شرمي سره ور پورته کړه داعش هم روسانو په سر فلمي کې زمول کړ.
داچې ایټالیاعراق اوسوریې ته د ځمکنیو پوځونو له لېږلو ځان په شاکړی واضح خبره ده، چې معامله رسواشوه نورنود داعش په نوم اود۲۰۰۱ ز کال دسپتمبر په یوولسمه خلګو ته خندا ورځي لنډه دا چې کوږ بار ترمنزل نه رسیږي نن ده که سبا ده امریکا رسوا رسواده.
په اخېر کې له درنو قلموالوخویندو او وروڼوڅخه هیله کوم، چې دخپل قلم په زور دا سرکشه او مغروره امریکا دکیبر له دې وحشي نیلي څخه را وغورځوي دا په زور راغلي په زور باید وشړل شي.
دټول بشریت دنجات او خوشبختي په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery