مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فساد شتون به څنګه پای شي کله چې ریښي یې تل زرغونې ساتل کیږي .

الفت امین

 


ولسمشر  په هلکه وینا کول به اوس ماته ښایې اړینه نه وي، پدي تیر یو نیم نه څه زیات وخت کې د کړونو او وینا توپیر ټولو خلکو ته یوه کچه معلوم شوی، دا چې ددي سره نور لاملونه او خبري هم شته ددي یادونه هم زموږ بیلابیلو سیاسي شنونکو کړیده، زه غواړم موجوده نظام یوه روانه پلوشه تاسو ته په لنډ ډول بانډي تشریح کړم،

ولایت مقام
په ځینو ولایتونو کې نن هم د ولایت مقام نه د هغي سیمي ځایې خلک مالومات نه لري چې موږ داسي یوه اداره هم لرو او د ثبوت په خاطر تاسو کولای شی لاړ شي ځینو  ځاینو ته که تاسو د هغي ځايې عامه وګړو نه د ولایت مقام پوښتنه وکړي نو هغوي به درته یو ځواب درکړي چې هغه څه ته وایې نو تاسو بیا قضاوت وکړي کومه سېمه چې پدی کچه باندي شاته پاتې وي نو هلته به د ولایت مقام چاري څرنګه ګړندي وي،

په ولایتونو کې لوړپوړي چارواکې
کیداشي یو نیم ولایت نه خو په ټوله کې هر ولایت په لوړو بستونو کې د هغي سېمي لوي فاسد او د تیر وخت ظالم بیا د هغي سیمې وکدار ټاکل شوی نو کله چې د ولایت مقام چوکاټ داسي وي نو بیا د ولسمشر ټینګار به څه اغیزه راوړي د بدلون،

په ولایتونو کې د ولایتي شورا غړي او رئیس د ولایتي شورا:
د ولایت په کړنو باندي د نظارت لپاره د سېمه ایزي اداري لخوا د ولایتي شورا کسان ګمارل کیږي دغه کسان د ولایت مقام کړنې څاري او کچیري ورته ناسمې ښکاره شي نو د والې سره پدی هکله وینا کوي ما خپل سترګو لیدلې حال دي چې په پکتیا ولایت کې د ولایتي شورا یو کس راغۍ او بل کس نوم به نه اخلم ورسره یې د یوي مسلې په هکله وینا وکړه پاي کې خبره دي ته وریسده چې ۴۰ زره باندي د خلکو او د هغي سیمې راډیو به دغه مسله نه پورته کوي، دا یو ډیر کوچنې مسله وه همدا شان ولسوالان، په هغه سېمه کې اړونده ریاستونه هر یو د فساد دغه جوړ شوي ځنځیر کې ښکیل دي.
آیا ترنن تاسو د ولایتي شورا داسي کوم کړنه لیدلې چې خلکو ددوي دا کړنه تقدیر کړي وي؟
په پوره ډاډ سره درته ویلې شم چې ولایتي شورا سیستم په اوسني وخت کې افغانستان کې د فساد زیږونې ستر لامل دي ځکه دوي د هرې مرجعي نه خپل سهم راټولولو نه پرته بل ابتیکار نلري که ددي پرځاي دغه مسولیت د ارزیابی او د خلکو شکایت اوریدو هر ولایت لپاره یو بیل وزارت جوړ شي په مرکز کې چې بی طرفه او پکار بلد خلک هلته د خلکو غږ اوریدو لپاره ورشي نو دا به ډیره ښه وې فکر کوم ولسمشر هم داسي یو طرحه درلودله خو د غریب دا فکر یې مخکې د بیان کولو نه مغزو کې ورته لمنځه یوړو، که داسي وشي نو له یو لوري به د ولایت مقام چارواکې مسولیت پزیري او له بلې خوا به خپله والې دي ته اړ شي چې خپل کارونه په سم ډول باندی مخ ته یوسي،
ما خو یواځي یو بیلګه د فساد چې هر ورځ نن سبا په ولایتونو کې مخ پر زیاتیدو ده هغه ته یو عشاره وکړه که ولسمشر ددي ستونزو حل لپاره لاس پکار نشي نو ددي لاملونه خو تاسو ګوري ځایې خلک د مخالفو لیکو ته ورځې د هغوي نه د خپلې مسلې حل لپاره غوښتنه کوي نن خو دوي دي حد ته رسیدلې خو که همدا حال وي نو څرنګه چې یو شمیر د مخالفو لیکو ته نن سبا ورجذبیږي ددي کچه به بیا خپل حد ته ورسیږي بیا به اوبه د ورښه تیري وې نو مخکې ددي نه باید نور دغه اوسني واکمنان ددي غم وخوري کنه بیا سبا هم به دوي او به دغه کړیدلې ولس د غم په ټغر پروت وي،

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery