مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان سیاسي سقوط ؟

ډاکټر هېواد همت


 د امریکا یوه لوړ پوړي د پټو رازونو چارواکي د امریکا سنا مجلس په استماعیه غونډه کې دا خبره کړي ، که دې افغانستان اوسنۍ حالت همداسې دوام وکړي نو ددې امکان شته چې دې دوه زره شپاړسم کالې جریان کې د سیاسي سقوط سره مخ شي .

اول به دا ووایو چې د افغانستان سیاسي سقوط د ټول نظام او د تیرو څوارلسو کلونو لاسته راوړنو سقوط ته نه وايي . د افغانستان سیاسي نظام چې خورا جدي تحول ته اړتیا لري نو که دا تحولات پکې رانشي او همغه پخوانیو مفسدو ، مافیايي او د جنګي جنایاتو ډکو کړیو ته لا هم د فساد او جنایتونو موقع ورکړل شي نو بې له شکه چې د سیاسي تحول مخه به ونیول شي او بیرته به همغه مفسدې ، مافیايي او جنګي جرایمو ککړې ډلې ټپلې په واک راشي .

د افغانستان اوسنۍ نظام د دوه لویو سیاسي ننګونو سره مخ دی ، یوه يې داخلي ده او بله يې د نظام بهر ده .
۱ . داخلي ننګونه دا ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به څنګه د نظام داخل هغه لويې مفسدې ، مافیايي ، او پر جنګي جرایمو ککړو کړیو پر وړاندې د اصلاحاتو اقدامات وکړي. یعنې څنګه به ولسشمر په دې وتوانیږي چې د افغانستان نظام ددغو مفسدو او مفایايي کړیو د منګولو خلاص کړي ؟

 ۲. دوهمه لویه ننګونه د سولې خبرې دي ، که څه هم ورته خوشبینه کیدلی شو ، خو که چیرې دا خبرې ناکامې شولې نو بیا به د کوم ډول حالت سره مخ شو؟

 اول د به نظام پر داخلي ننګونو بحث ته لږ تم شو .

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیاسي انتقال پروسه په ترڅ کې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني ته یو داسې نظام په لاس ورکړ چې سل په سلو کې د فساد ، مافیا او جنګي جرایمو ککړو کړیو تر استعمار لاندې وه . له بده مرغه پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې سیاسي بقا په خاطر د پورته یادو شوو کړیو ته په ورین تندي د فساد ، مافیا او جنګي جرایو کړنو اجازه ورکړي وه . او دا کړۍ په مرور د زمان سره دومره غټې شولې چې اوس يې پر وړاندې د اقدام کولو سره اسلام په خطر کې کیږي.

کرزي یو وخت د خپلې بې ساري وینا په ترڅ کې ویلي وه (( چې د ملت کور همغه پخوانۍ د شورویان د جنګ څخه رادیخوا د خټو ړنګ کور دی ، دا چې جلاداره شوي کورونو اوس څوک لري ، دا هغه کسان دي چې یا خو وزیران ، سلاکار وزیران ، قوماندانان ، جنرالان ، قاضیان ، څارنوالان یا د ملي شورا وکیلان دي . او دغو کسانو لا هم لاسونو کې ډبرې اخیستي دي او د خوار ملت په ړنګ کور يې واروي .)))

د پخواني ولسمشر پورتني اعتراف څخه ډير روښانه معلومیږي چې ده په لوی لاس د افغانستان خوار ملت د باران څخه ناوې ته درولی وه . خو اوس د اوسني ولسمشر دنده ده چې ددغو ټولو مفسدو ، مافیايي او جنګي جرایمو ککړو کړیو لاسونه ورلنډ کړي ، خو دا کار دومره اسانه ندی .

په دوه زره دیارلسم کال د کابل سټار په هوټل کې د ایساف او افغان امنیتي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو غونډه روانه وه ، ما هم پکې ګډون کړی وه . یوې افغان میرمنې د ایساف قواوو یوه جنرال ته دې غونډې په یوه څنډه کې د یوې غټې مافیايي کړی د مخدره موادو او غیر قانوني جنګي اسلحو باره کې خورا دقیق معلومات ورکړل ، خو د ایساف جنرال ځواب دې میرمنې ته خورا حیرانوونکی وه . جنرال ورته وویل چې پر دې معلوماتو مونږ هم خبر یو ، دا یوه غټه مسله ده ، دا یو غټ فساد دی ، او ډيرې ژورې ریښې لري ان د ارګ تر دروازو رسیدلي . د جنرال اشاره د هغه وخت پخواني ولسمشر لومړي مرستیال او پخواني ولسمشر وروڼو ته وه .


نو ځکه اوس چې کله هم اوسني ولسمشر د فساد پر وړاندې کوم اقدام کوي نو د پخواني ولسمشر په شمول د مفسدو او مافیایي کړیو بوغارې اسمان ته پورته شي ، له بده مرغه دا بوغارې د اسلام او وطن دفاع په نوم پورته کوي . خو حقیقت کې دا کړۍ د سالمو تحولاتو مخه نیوی غواړي . هغه څو ورځې د مخه د حراست په نوم ډلې خپل سیاسي اپوزیسون شتون اعلان کړ .او دا يې هم وویل چې مونږ سیاسي اپوزیسون ځکه جوړ کړ چې اسلام په خطر کې دی .او دا جملات د هغه چا له خولې واوریدل شول ، چې شهینشاهي غلاه ګانې يې کړي . پراخ فساد او د مافیايي کړیو په بسپنه او مرسته تورن هم دي . البته د جنګي جرایمو پخوانۍ او تازه دوسیې هم لري . دغه کسان چې د پخواني ولسمشر په دسترخوان د حرامو په خوراک روږدي شوي ، نو نن يې چې کله ولسمشر محمد اشرف غني مخه نیسي نو دوی بیا وايي چې اسلام په خطر کې دی .

بې له شکه ددغه کسانو پر وړاندې د تحولاتو جنګ اسانه ندی ځکه چې له یوې خوا حکومت په دوه برخو تقسیم شوی چې د اجرایه ریاست برخه بیا د اصلاحي تحولاتو په برخه کې یا خو هیڅ دلچسپي نلري او یا حتا په ځينو مواردو کې مخالفت هم کوي. نو په داسې حالاتو کې د اصلاحي تحولاتو راوستل خورا ګران کار دی .

خو مونږ د ولسمشر محمد اشرف غني څخه هیله کوه چې تحولاتو او صلاحاتو په ترڅ کې د لوی ذات په مرسته توکل او پر ولس دې تکیه وکړي ،او د خورا مهارت په کارولو سره دې دا کار سرته ورسوي ، زه ډاډه یم چې دا ولس به د اصلاحاتو پلوي کوي ، خو مخکې له دې چې دا صلاحات راوستل کیږي باید چې ولس ته عامه پوهاوی ورکړل شي تر څو ولس مخکې له مخکې خبر او هوښیار اوسي چې اسلام په خطر کې ندی البته مافیايي او مفسدې کړیو دا مفسد تجارت په خطر کې دي.

د اصلاحي تحولاتو په برخه کې د نړیوالو بلخصوص د امریکا ملاتړ هم ضرور دی ، البته په دې برخه کې دوی هم اوس لیواله دي او پلوي يې هم کوي .

دوهمه لویه ننګونه د افغانستان اوسني نظام پر وړاندې د طالبانو، حقاني ، حزب اسلامي ، او داعش جنګي ډلې شتون دی ، چې دې ډلو د پاکستان او د سیمې یو څو نورو هیوادونو د مستقیمې مرستې لاندې د افغانستان دولت پر وړاندې څوارلس کلنه خونړی جګړه پر مخ بوتلله.

دا چې د طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي خو د طالبانو د همغه پخوانیو شرطونو په ټینګار سره دا معلومیږي چې د سولې خبرې شاید په اوس کې مثبته پایله ورنکړي ، تر څو چې طالبان د جګړې په ډګر کې کمزوري نشي نو تر هغې به په خپله خوښه د سولې میز ته په اسانه نه کیني . نو اوس که چیرې دا خبرې ناکامې شولې نو راروان پسرلی به بیا هم د تیرو پسرلیو په شان په د افغان په وینه رنګ وي. خو دا نظام به هم وي ، دا ولس به هم وي ، او دا جنګ به هم وي ، او دا لويې حوصلې به هم وي ، خو په منځ کې به يې څوک بیا وي او څوک به بیا نه وي.


پایله :

زما په نظر که د نظام داخلي ستونزې حل شي نو بهرنۍ ستونزې بیا دومره جدي ندي . ځکه که چیرې ولسمشر د نظام دننه پر اصلاحي تحولاتو برلاسی شو او د ټولو مفسیدینو ، مافیايي او جنګي جرایمو ککړو کړیو لاسونه ورلنډ کړي نو دلته به دوې ګټې وکړي ، له یوې خوا به افغانستان نظام د داخلي سرطان ناروغی څخه صحت ومومي او د ولس باور به هم پرې زیات شي ، چې پایله کې به دا نظام دومره قوي شي ، چې په غوڅ ډول به د جنګ په میدان کې د افغانستان ټولو جنګي ډلو ته هم ماتې ورکړي.نو له هغې وروسته امکان لري چې د سولې خبرې هم مثبتې پایلي ولري.


 د امریکا متحده ایالات

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery