مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په اوبو سره درملنه!

ډاکټر عبدالولي اعتماد

 (د پوستکي او ښکلا معالج)

هر انسان په ورځ کي ۲۳۰۰ سي سۍ اوبو ته اړتیا لري چي ۱۰۰۰ سي سۍ د غذایي مواو څخه، ۱۰۰۰ سي سۍ د څښاک څخه او ۳۰۰ سي سۍ د موادو د اکسیداشن څخه لاسته راوړي.
اوبه د پوستکي د تازوالي لامل ګرځي او په بدن کي مسموم مواد تصفیه کوي.
باید ووایو چي د انسان بدن هرکله اوبه د لاسه ورکوي، پوستکی او سږي ۸۰۰ سي سۍ، مدفوع ۱۰۰ سي سۍ او ادرار د ۵۰۰ تر۹۰۰ سي سۍ پوري اوبه له بدن څخه باسي.

“ال. سی.ال ونسان” وایي: ژوند بیله اوبو یعنی مرګ.

د جاپان هیواد څیړونکو په یوه مقاله کي لیکي چي د سهار له خوا د اوبو څښل د ډیرو ناروغیو د درملني لامل کیږي لکه د مفصلونو درد، شکره، د ویني فشار... حتا د سرطان!

دغه درملنه (د اوبو د درملني) یا WATHER THERAPY په نامه یادیږي چي په لاندي ډول ده.
1. سهار وختي د غاښونو د برس کولو څه مخکي څلور ګیلاسه اوبه څښئ.
2. ۱۵ دقیقې وروسته مو غاښونه برس کړئ.
3. تر راتلونکو ۴۵ دقیقو پوري غذا مه خوری.
4. د هرې غذا خوړولو څخه ۱۵ دقیقې وروسته (سهار، غرمه او ماښام) تر ۲ ساعتو پوري د اضافه خوړلو او چښلو څخه ډده وکړی.
5. که چیري د ډیر عمر لرونکي کسان د اوبو تر درملني لاندي راځي او ۴ ګیلاسه اوبه نسي څښلای، کولای سي چي د ۲ ګیلاسو اوبو په څښلو سره شروع وکړي او د وخت په تیریدو سره د اوبو اندازه ۴ ګیلاسو ته ورسوي.
دا لیکنه تاسي ته د ډاکټر عبدالولي اعتماد لخوا چمتو سوېده.
د درملني دوام په بېلابیلو ناروغیو پوري اړه لري، د اوبو درملنه باید د ۱ تر ۹ میاشتو پوري دوام وکړي.
د سهار لخوا د اوبو څښل په افغانستان کي هم رواج لري، کولای سو چي ددې ارزانه، ساده او ګټور میتود څه موږ او تاسي ټول ګټه واخلو.

ددې مطلب شریکول کولای سي ډیرو کسانو ته روغتیا ور وبخښي، تاسي یې هم د ثواب او روغتیا بخښلو په خاطر له ملګرو سره شریک کړئ!
--------------------------------------

د معلوماتو شمېره: 0782101194
ایمیل: Abdulwalietemaad@gmail.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery