مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقاموسونوتاج قاموس وپیژنئ !

الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدځدراڼ


نیټه :  دمارچ میاشتې شپږم ۲۰۱۶ 
ځای : دجرمني هیواد،فرانکفورت ښار

 


کله چې زه لا تنکی ځوان اودرحمن باباپه لیسه کې په زده کړوبخت وم نودانګلیسې ژبې سره مې ډیره مینه درلودله . داځکه چې هرچابه ویل :

 که څوک په انګلیسې ژبه وپوهیږي نودهرډول علم دروازې ورته خلاصې دي .

 خوپه هغه وخت کې ترټولوستره ستونځه داوه چې دپښتو- انګلیسې ژبې قاموس څرک نه ترسترګوکیده. په داسې حال کې چې په دري ژبه ډومباری قاموسونه پیداکیدل. همدارنګه په نوروڅانګوکې په پښتوژبه دکتابونوکمښت هم داسې درواخله.
په دې هکله به زه تل ځوریدلم چې دپښتون بادرقوم ژبه ولې دومره وروسته پاتې ده.
نن ورځ چې اوس دهمغه وخت څخه لږڅه پنځوس کاله تیرشوي دي زمادزړه ارمان  دډاکټرصاحب مصداق په قلم پوره شو. ډېر ویاړیم چې دهیوادملي او فرهنګي بې ساري شخصیت ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوادپښتو- انګلیسې ژبې دقاموسونوتاج قاموس ولیکل شواوافغان ولس ته وړاندې شو.
په دې تړاودیادولووړخبره داده چې دتاج کلمه په دودیزه توګه هغه مهال کارول کیږي چې دشیانو،اشخاصواویادعلمې ،مذهبي کتابونوترمنځ خپل منځی ځانګړتیاوې دیوبل سره پرتله کیږي.
زه به اوس دلته څوبیلګې په ګوته کړم چې دتاج کلمې سره تړاولري. داچې څومره په ځای دي،سم اویاناسم مالوما ت دی  ضمانت (ذ ِمـَّـه ) يې نه کوم. داځکه چې داټول په سترګو لیدلي ،یااوریدلي اویالوستلې مالومات دي.  دبیلګې په توګه :

 دملایانوڅخه مااوریدلي دي چې آیت الکرسي دسورت البقره دوه سوه پینځه پنځوسم آیت شریف دقرآن شریف تاج آیت دی .
 په هندوستان هیوادکي تاج محل دامانالري چې دنړۍ ټولو نامتوتعمیرونوپه پرتله تاج محل هغه تعمیردی چې ساری نه لري. یانې دښایسته قصرونوترمنځ ترټولوښایسته قصردی.
 په تاریخ  کې دنړۍ پاچاهان هم داسې درواخله چې تاج په سرلري اودنوروخلکوپه پرتله ځانګړی لوړمقام لري.    
 دژوندانه په کلتورې برخوکې هم دیوه شخص په سرباندې  دتاج کيښولو مراسم ترسترګوکیږي. دبیلګې په توګه هغه پیغله انجلۍ چې دنوروانجلیوپه پرتله ډیره ښایسته وي په سريې تاج کیښول کیږي.
 زماپه آند چې دډاکټرصاحب نبې مصداق له خوادپښتو- انګلیسې ژبې قاموس دنوروقاموسونوپه پرتله  دقاموسونوتاج قاموس دی.

داځکه چې دنوموړې قاموس ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
• دنوروقاموسونوپه پرتله دډاکټرصاحب مصداق پښتو- انگليسي قاموس ترټولوجامع او علمي قاموس دی.
•  دپښتوژبې دپراختیا لپاره یوه بې سارې غټه علمې سرمایه ده. 
• دپښتون قوم لپاره دتحریک لومړی ګام دی چې هرشخص پخپله مورنۍ ژبې پښتو ته خدمت وکړي اونورقومونه ورباندې ګرم نه کړي. په دې اړونددډاکټرصاحب مصداق اودرحمن بابافکرونه اونیتونه سره ورته دي. لکه چې رحمن باباوايې :


ماچې خال دستادوریځو ترمنځ ولید
نه بل هسې شان امام شته نه محراب

په سړبن کې یوکتاب هم چاوه نه کړ
بې رحمانه چې يې وکړداکتاب

ډاکټرصاحب مصداق  درحمن باباپه شان ډګرته راودانګل اودالله ج په مرسته یې نوموړی علمي قاموس ولیکه.

په پای کې زه نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ دیوه ملګري اوهم ټولګې په صفت د الله ج څخه ډاکټرصاحب مصداق ته لانورتوفیق اوبریالیتوب غواړم چې دوس سره سم دقاموسونوتاج قاموس په شان نورکتابونه هم ولیکي.
 
(په لاس اوګوتودبرکت)
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery