مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند فرهنګي وضعيت / ۲۲مه برخه

پوهنيار نور احمد اېمل

 

باختر تلویزون:
باختر په هلمند ولایت کي یوه بله انځوریزه رسنۍ ده، ددې رسنۍ عمومي رئیس انجینر عبدالغفور امین، په هلمند کي يې مسول ډاکټر مولاداد توبه ګار، د نشراتو او تخنیک مسول يې نبي اکمل او ورسره ښاغلی شاه محمود ساحل او محمود غفوري په خپرنیزو چارو کي همکاران دي.
یاده رسنۍ د یو کیلوواټ په ظرفیت، چي ۵۰ کیلومتر مربع تر خپل پوښښ لاندي راولي په ۱۳۹۳ کال د حمل پر لومړۍ نېټه په رسمي ډول پرانستل سوه.
یاده رسنۍ په هلمند کي د عامه پوهاوي، روغتیايي مسایلو، سیاسي او ټولنیزو چارو لپاره ځانګړي خپروني او د نوموړو موضوعاتو د لا غښتلتوب لپاره ځانګړي پلانونه لري.  نوموړې رسنۍ په خپل غیږکي تر دې مهاله لاندي خپروني وړاندی کوی
(د باخترماښام، خبرونه، سپیني خبري، د باختر سهار، د رباب ترنګ، ورځنۍ چاري، تاندي څانګي، روغتون او پیاوړتیا او ...)   د بېلګي په ډول يې ځيني خپروني په لنډ لنډ ډول معرفي کوم:
لومړی: تاندي څانګي: دا خپرونه د ماشومانو لپاره ځانګړې ده، د یادي خپروني چلوونکي او ميلمانه خپله ماشومان دي او ثبتي بڼه لري.
دوهم: د باختر ماښام: په نوموړې خپرونه کي د پوهنتونو او ښوونځيواستادان، علمي او فرهنګي څېرې ګډون کوي او پر بېبلابېلو علمي، ښوونیزو او روزنیزو موضوعاتو په اړه بحث او خبري کوي او دا خپرونه یو ساعت وخت لري او په ژوندۍ بڼه خپریږي.
دریم: روغتون: روغتون یوه روغتیايي خپرونه ده، چي په اونۍ کي دوه ځلي نشریږي په یاده خپرونه کي بېلابېل ډاکټران ګډون کوي او پر مختلفو طبي موضوعاتو بحث کوي، دا خپرونه په اونۍ کي دوه ځلي نشریږي.
څلورم: ورځنۍ چاري:په دې خپرونه کي له کاریګرو او کسبکارانو سره ددوی پر لاسته راوړنو خبري کیږی.
پنځم: سپیني خبري: دا  خپرونه د وخت او حالاتو اړوند سیاسي، ټولینزاو نړيوالو تودو بحثو او پيښو ته ځانګړې سوې، دغه خپرونه په اونۍ کي دوه ځلي د ګردي میز په ټول چمتو او تر ثبت وروسته د شپې له ۹ څخه تر ۱۰ بجو پروي د یوه ساعت لپاره خپریږي.
نور په بله برخه کې. . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery