مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تر نيوکو لاندې د کار سړي

سید سميع الله راشد
هغه څه ښه وايي:
زه په مين سړي پوهيږم
 د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه
 زه اوس په افغانستان کې په یو څه قانع شوی يم هغه دا چې: هغه څوک چې کار کوي پرې نيوکې به ډيرې وي ددې ستر لامل دادی چې دلته ډيری خلک تر کاره شخصي سلیقو، روابطو او يا هم خپلو شخصي، سمتي، ژبنیو، حزبی او.... ګټو ته لومړیتوب ورکوي په افغانستان کې فعال مديريت خامخا غبرګونونه له ځان سره لري دلته شخصي ګټې تر هرڅه ځکه مخکې دي چې دلته دکار خلک ډير ژر هدف کيږي خو تر اوسه ډيرو کمو خلکو مقاومت کړی دی ډار خورونکي، اوبو خړونکي او کب نیونکي چې په شخصيت وژنه کې يو څه زړور شوي دي تل کوښښ کوي شخصيت وژنې وکړي.
په اوس وخت کې له دې سره سره چې په شته حکومت منو چې ځينې ستونزې به وي ولې په ټول کې نيوکې يوازې په دوه دريو مشخصو ادرسونو کيږي چې يو ادرس هم د ملي امنيت شورا سلاکار ښاغلی محمد حنيف اتمر دی.
پر ښاغلي اتمر د نيوکو ستر لامل دادی چې نوموړي د ملي امنيت شورا له يو فلج او تشريفاتي حالت څخه را ویستلې او د يو فعال ارګان په توګه د هیواد په مهمو مسايلو کې تصمیمونه يي له وخت او اړتياوو سره سم نيولي دي خو دا چې په تیر کې ددې شورا د سلاکار رول او شتون تر ډيره تشريفاتي وو نو ځينې کړۍ چې له ډير وخته دې کار ته متوجې دي په بیلابیلو مستعارو نومونو او ډنډرو سره هره ورځ کوښښ کوي چې د ښاغلي اتمر رنګه بده کړي، پخوا به سلاکار يا ولسمشر ته ديپلوماتيک ليکونه لیکل يا به يي هم د قومي مشر په رول کې له ولسمشره خپه خلک ور پخلا کول خو نن د امنيت شورا سلاکار ديپلوماتيک ليکونه ځکه نه ليکي چې دا د ديپلوماتيکې دستګاه کار دی او دده کارونه نور دي چې باید ويي کړي.
لومړی به راشم دې ته چې د امنیت شورا کار څه دی؟
 د ملي امنيت شورا په ټو له نړۍ کې د ولسمشر هغه مهم اجرائيه رياست دی چې ورته د ملي امنيت شورا سلاکار وايي او تر ډيره په مهمو امنیتي مسايلو کې خپل رغنده نظرونه لري او هر نظر يي د يو مهم سند په توګه د ټولو حالاتو تر بشپړ جاج وروسته ولسمشر ته وړاندې کيږي د امنيت شورا ټولې پريکړې قطعي او نظرونه يي د پلي کيدو وړ دي.
په افغانستان غوندې هیواد کې چې تل غیرفعال سیاستونه شوي، پريکړې داسې شوي چې اړتياوې او ارزښتونه په پام کې نه دي نيول شوي موږ کله دومره خواږه شوي يو چې ځينو له پوټکي سره خوړلي يو او کله دومره ترخه شوي يو چې د هيڅ استفادي وړ نه يو، تر ډيره څوکۍ د ملکي نوی ډول غوره کړی دی که يو کس د کار په خاطر سر را پورته کوي نو بیا ټول ورته يو ډول رډ رډ ګوري او کوښښ کوي په منفي لورو يي ډير فکر وکړي خو کاش دلته منفي ټکي لټول د هیوادنۍ مينې په خاطر وی، دلته منفي لیکوال، منفي نقاد او منفي نظر هغه ورکوي چې شخصي عقدې او يا يي کينې په زړه کې دي.
په افغانستان کې دې که يو کس ته وخت ورنکړ، که دې د هر چا له خوښې سره د هغه ناقانونه او نامشروع غوښتنه ونه منله نو دوی دې پر ضد د يو منفي او شرير مقاومت جبهه جوړوي، دا مقاومتونه لکه موسمي بارانونه ډير تیز،له ډير او کم سيلاو سره مل وي خو که دې آساس پوخ ايښی وي بارانونه تیر شي، سيلاونه راشي ولې ورته تړل شوي فکري بندونه همداسې ټينګ پاتې وي.
په نړۍ کې ورته کارونه ډير شوي دي د مثبت فکر د نشتون له کوم ناورين سره چې زموږ ګران وطن په اوس وخت کې مخ دی، نورې نړۍ دا ناورینونه ډير مخکې تير کړي دي خو له ناورين وروسته ارمان يي ځکه ګټه نه کوي چې پورته لاړې توکول په خپل مخ را لويدل دي تر دې خبرې د دوهمې نړۍ والې جګړې پر مهال د يو فرانسوي جنرال کيسه را ياده شوه:« وايي کله چې دوهمه نړۍ واله تباه کونکې جګړه په خپل اوج کې وه، المانیان تر نورو په پوځي برخه کې مخکې وو يو دم يي فرانسې ته اعصاب خراب شول، درې زره توپونه، زر جنګي الوتکې، زرګونو سرتيري تیار شول څو پر فرانسې بريد وکړي. د فرانسې د پوځ د وخت قومندان چې د المان له دې پريکړې خبر شو نو دستي يي له خپل سياسي درایت او شيشه اي ښار پاريس سره د مينې په خاطر المان ته د سولې وړانديز وکړ او باالاخره نښته ونشوه، خو د فرانسې د وخت حکومت دا جنرال د ملي خیانت په تور په عمري قید محکوم کړ او ياد جنرال تر اتلس کلن بند وروسته په زندان کې ومړ، کله چې د ياد جنرال مړی له زندان څخه ويستل کيده خاصې ډلې ته دنده ورکول شوه څو د نوموړي ټول دفتر، خاطرات او کتابونه هم د يو منظم پلان له مخې وپلټې نو د يو پلټونکي يا څارنوال مخې ته هغه د ياداښتونو يا خاطراتو کتابچه په لاس ورغله په کومه کې چې جنرال په دوهمه نړۍ واله جګړه کې د سولې د کړي وړانديز په اړه يو مهم راز ویلی وو. هغه راز دا وو:(( هغه وخت چې المان پر موږ بريد کاوو نه مو زرګونو سرتیري،نه مو هم زر جنګي الوتکې اودرې زره ډز ته تيار توپونه لرل خو په مقابل کې مو د پاريښ ښيښه اي ښار، بافرهنګه او ارام ملت درلود نو که مې دې د جنګ غږ کړی وی نه يوازې پاريس به په کنډواله بدل شوی وی بلکه زرګونو هیوادوال به مې هم وژل شوي وی نو تر دې وژنو او تباهۍ ماته لومړی اوربند او بیا باشرفه زندان تر يوې کمزورې قومندې غوره وه.)) څارنوال چې کله دا متن ولوست د ياد جنرال په جنازه يي اوښکې را تويي شوې او د فرانسې ملت يي له دې کيسې خبر کړ.»
اوس د فرانسې په پوځي برخه کې د ياد جنرال په نوم پوځي مډال شته، تر مرګ وروسته يي ټولې رتبې اجرا شوې، رسما يي له کورنۍ بښنه وغوښتل شوه خو وخت تیر وو موږ شل کاله مخکې هم خپل مشران وښکنځل، سل کاله مخکې مو ځينې تبعيد ته اړ کړل، څلويښت کاله مخکې مو يو بل مشر له اهل او عيال سره په نني ارګ کې شهيد کړ خو نن يي په داسې حال کې صفتونه کوو يا يي سړکونه او ځايونه په نوم کوو چې دوی نور زموږ په منځ کې نشته، که موږ پرون فکر کړی وی نن به نه په دې حالت وی او نه به مو پيښماني څرګندوله، پرون موږ د څو تنو د شخصي غوښتنو په خاطر اجرتي نظرونه ورکړل او نن له سخت سیاسي ذلت، اقتصادي رکود، ټولنیزو ستونزو او فکري ناخوالو سره لاس او ګريوان يو.
افغانانو خپل ډير داسې خادمان د خدمت په وخت کې ټکولي دي اتمر صیب چې حالاتو او ناورین نه بلکه افغانستان ته د سکون او ارامۍ ارمانونو را پنځولی يو څوک دی، ددې هیواد د دفاع په خاطر يي پښه له لاسه ورکړې،د سر په بیه يي دې وطن ته د خدمت په خاطر اوږه ورکړې ځينې کړۍ يي فعال سياست او د امنيت شورا منظم کارونو ته د عقدې له مخې هک پک دي او له هرې شونې لارې يي تخريبوي.
ښاغلي اتمر د خپل نيږدې يو نيم کلن ماموريت په لړ کې د هر سرتيري غږ اوریدلی، د همغږۍ ګډه برخه يي رامنځ ته کړې، شعوري پريکړې شوي، له امريکې سره د امنيتي تړون شلیدلی تار بیرته ترمیم شوی، نړۍ ته يي لسګونو سفرونه کړي، له روسيي يي لس زره ميله کلاشينکوفونه ملي پوځ ته اخيستي، له هندوستان څخه يي جنګي چورلکي تر لاسه کړي، په نړۍ کې لا هم د افغان ملي پوځ دسمبالتيا په خاطر کچکول په غاړه ګرځوي، له مخورو، ځوانانو، سياستوالو، روڼ اندو او شنونکو سره يي منظمې ناستې پاستې کړي،د امنيت شورا يي له تشريفاتي او غیرفعال ارګان څخه په يو شعوري تصميم نيونکي ارګان بدله کړې، له کرکټه بیا تر روغ او رنځور پورې يي د هر څه پوښتنه کړې خو ځينې يي د عقدې له مخې هيڅ کار نه مني دا ځکه چې ښاغلي اتمر د څو عقده منو څيرو شخصي او عقده مندانه فرمايشونه نه دي منلي.
خو راځئ په دې باور ولرو چې عزت او ذلت له خدای سره دی( تعز من تشأ و تزل من تشأ.... الايه) دا چې اتمر ته خدای عزت ورکړی، پاک وجدان لري، هوډ لري، ارمانونه لري، معيوبه پښه يي د هيلو ښه بیلګه ده، د نورو په څير يي تر بهر، اروپا اوامريکا څخه وران ويجاړ وطن ته لومړيتوب ورکړی دی، په دریو وزارتونو کې ځلیدلی دی، ماشومانه خويونه نه کوي، ځان ته د مزو او چړچو په فکر کې نه دی نو عقده من خلک باید پرې ولګيږي خو ولس باید پوی شي دلته ځينې اجرتي لیکوالان او مشخصې کړۍ يوازې او يوازې يو ارمان لري هغه دا چې فکري توازون لرونکی کس يي له مخې لرې شي او له رواني، سياسي، سمتي، ژبني، حزبي او کليشوي سترس لاندې يو کس د دوی په خدمت کې وي .
بله خبره داده چې په يو وطن کې د څو ديرش ميليونه خلکو خبرې يوه یوه په لنډ وخت کې نه شي منل کيدای، منم چې هر سړی د خبرې حق لري، د هر چا ارمان باید پوره شي خو موږ باید په دې فکر وکړو چې زموږ سیاستونه څو بعدي دي، کله چې موږ په دې پوی شو بیا مو ډيرې پوښتنې حل کيدای شي.
که موتروان ښه سړک او ارزانه تیل غواړي، که د کابل ښاريان منظم ښار او ماستر پلان غواړي، که بې دندو خلک دندې غواړي، که بزګر د يو سمسور افغانستان په خاطر کرونده کوي او که..... کوي نو دا ټول حقوق دي خو ددې حقوقو د اعادې په خاطر اسباب په کار دي چې لومړنی کار ورته د یو وړ مدير شتون او بیا د یو وړ مدير په شتون کې د خلکو د غوښتنو پوره کيدل دي.
نو:
ستا د ښايست ګلونه ډير دي
 ځولۍ مې تنګه زه کوم يو ټولومه
 اتمر صیب خیر دی څو تنه دې نيوکې وکړي خو لکونو خلک دې په زړه کې د يو مدبر مشر په توګه مني او ټول په دې پوی دي چې ته د مکي په تمه ترکستان ته روانه بیړۍ مکې ته رسول غواړې.
پای
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery