مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتانه د پنجشېریانو تر استعمار لاندي

لیلا محبت
په افغانستان کي پښتانه ۷۵ سلنه جوړوي، او اصلاً د افغانستان اصلي اوسېدونکي هم پښتانه دي. پښتون داسي قوم دی ، چي د ټولو نورو قومونو او مظلومو خلکو سره مرستي کولو ته همېشه تیار دي، نو ځکه کم وخت چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کي د وخت ظالمو واکدارانو پر خپلو خلکو ظلمونه کول، نو د هغه هیوادونو وګړو افغانستان ته پناه راوړي او افغانانو هم هغوي ته په وړین تندي ښه راغلاست ویلی . لکه تاجکان، ازبکان ، ترکمن او نور قومونه. ان د چنګیز خان ظالم اولاده هزاره ګان چې افغانستان يي ټول وران کړل هغوي ته يي لا هم ځای ورکړ، او بشري حقوق ور پر ځای کړل.
د هغه تر څنګ د تاریخ په اوږدو کي هر کله چي د افغان خاوره له کم خطر سره مخ سوي یوازنی قوم چې د دې خطر مخ ته درېدلي دی پښتون قوم دی. او دا یو منطیقي اصل هم دی که د یو چا کور ته غل ور ځي نو طبعي خبره ده  چې د کور مالک يي پر خلاف درېږي ، دافغانستان اصلي واکداران او مالکان پښتانه دي ، نو ځکه يي همېشه د تیري کوونکو پر خلاف درېدلي  دي.
په اوسني شرایطو کي د تروریزم تر نامه لاندی په پراخه کچه هڅي راوني دي چې پښتانه د سیاسي ډګر څخه وباسي او بې قدرته يي کړي، په دې ټوله نړۍ   خبره ده چې په افغانستان کي چې کمه جکړه روانه ده ، دا د نړیوال تروریزم برخه ده . خو په افغانستان د شمالي ټلوالي ډله په ځانکړي ډول پنجشېریانو د پښتون قوم د ټکولو لپاره لستوڼي را پورته کړي.
په دې کار غربیان هم د پجشېریانو سره لاس یو کړي دی. ټول پښتانه په افغانستان کي د سیاسي ډګر څخه لیري سوي دي. او یو څو سبولیک خرڅ سوي پښتانه يي په زور پر دې قوم  د مشرانو په نامه تپلي دي. هغه پښتانه چې خپله يي د پښتنو ویني توي کړي . خپله د پښتنو مجرمین دي، هغوي يي اوس  پښتنو مشران کړي دي.
د اسلامي دولت یا داعش په اړه چې کم کتاب لیکل سوي په هغه کي د عراق د سوني عربانو په اړه یوې ډیري عجبي موضوع ته اشاره سوي ده چې ورته موضوع په افغانستان کي ده. په عراق کي امریکایانو ددې لپاره چې القاعده ماته کړي، نو سني عربي ملیشې يي جوړي کړي. او د هغوي په واسطه يي القاعده ماته کړه . وروسته چې القاعده په عراق کي ماته سوه ، قدرت يي شعیه نوري المالکي ته ورکړ.
نوري المالکي هم د سني عربانو مشران د تروریستانو په نامه ووژل ، هغه ملیشي يي بې واکه کړې او زیاتر قوماندنان يي زنداني کړ. مشران يي ورته ترور کړل. اقتصادي بندیز پر ولګوي، معنوي جنوسایټ يي کړل. یعني ټول سنی ځوانان بې روزګاره وه، ښوونیز بنسټونه يي وتړل سول. کاروبار په ټپه ولاړ وو ، او هره ورځ يي په کورونو کي چاپي وهل کیدې. نو ځکه هغه خلک مجبوره سول چې د داعش سره یو ځای سي.
ورته حالت اوس په افغانستان کي هم په دې  ۱۵ کاله روان دي. د بون په لومړي کانفرانس کي ټول واک پنجشېریانو ته ورکول سو. یو څو سمبولیک مشران چې واک يي نه درلود لکه حامد کرزی هغه يي پر چوکی کښېنول خو واک يي ور نه کړ. لکه خپله چې حامد کرزي په ډیوټي کتاب کي د امریکا د دفاع وزیر رابرټ کیټس ته ویلي وه چې موږ د پنجشیریانو څخه په عذاب یو. په دې کار سره يي د پښتنو په سترګو کي خاوري ورو پاشلي. ټول د افغاستان واک يي پنجشیریانو ته په لاس ورکړ.
تاسي به هیڅ پنجشېري ځوان بې روزګاره و نه ګوري، ټول يي کورونه لري. کاروبار لري، زرې موټرونو کي ګرځي، ان چې سیاسي لحاظ يي معاف کړي هر ډول جرم چې کوي ، دعدلي تقیب څخه معاف دي. همدارنګه ښه د بهترین ژوند زمینه ورته مساعده سوي ده ، ځوانان يي اروپا او امریکا کي لوړي زده کړي، په دوبی کي کورونه لري. همدارنګه په نظامي څانګه کي اکثریت جنرالان پنجشیریان او تاجکان دي ، ټول واک هلته د پنچشیریانو په لاس کي دي. ټول تاجکان په شمال کي وسلوال ، ان کوښښ کیږي چې په نظام کي د پښتنو ژبه له منځه یوړل سي. په ټولو پوهنتونو کي په درې ژبه تدریس کیږي په ټولو ښوونځیو کي په دري ژبه تدریس کیږي.
خو پښتانه اکثریت ځوانان بې روزګاره دي. ښوونیز بنسټونه د پښتنو په سیمه کي په ټپه ولاړ دي، بهرني تحصلي بورسونه چې راځي هغه ټول تاجکانو ته ورکول کیږي. د کانکور په ازموینه کې په قصدي ډول پښتانه ناکامه کیږي. د  پښتنو سره معنوي جنوسایټ روان دي. مشران يي یو او بل نامه ترور کیږي.
په تلویزونو کي د پښتنو د قوم پر خلاف له تعصب څخه ډک پروګرامونه جوړیږي. د پښتنو پر کلتور باندي ډري وهل کیږي. پښتانه نړیوالو ته جاهله او تروریست ور پيژندل کیږي. کم پښتانه چې په نظام کي ناست دي، په سمبولیک ډول ناست ، هیڅ واک او قدرت نه لري.
ایا دا ظلم نه دي چې د افغانستان ۹۰ سلنه واک دي یوازي د پنجشریانو په لاس کي وي، که د دیموکراسي خبره سي، نو اکثریت خلک پښتانه دي ، نو واک هم باید همدومره د پښتنو سره وي.
د دوي افسانوي مشر احمدشاه مسعود چې د سټیوکول په کتاب د پيریانو جکړي یا ګوس واړ کي کتاب کي په واضح ټکو جاسوس معرفي سوي، هغه او ربانی چې کم وخت واک درلول.په شمال چې کوم پښتانه اوسیږي، د هغوي هویت يي په تذکیرو کي په تاجک بدل کړ. او د تاجکانو شمېر يي د ۱۲ سلني څخه ۳۰ سلني ته پورته کړي ځکه هغه وخت د احصايي مرکز د دوي په لاس کوي. په قصدي ډول يي دغه کار و کړي.
اوس هم یو په شمال کي عطا نور ،ځانته جلا واک لري، وزیران ټاکي والیان ټاکي ، یو والي دغه ډول کارونه کوي، خو د پښتنو ولسمشر محمد اشرف غني د یو عادي مامور د مقررولو واک نه لری، او بارک اوباما ته شکایت کوي. چې ډاکتر عبدالله  مي کار نه پرېږدي.
د برېښنايي تذکیرو دویش لړۍ  د عطا په امر بنده سوي ده. دغه ټول دلایل چې ما په دې نیمګرې لیکنه کي ځای کړي، پر دې لالت کوي چې په قصدي ډول د پښتنو پر خلاف توطيي جوړیږي. په قصدي ډول پښتانه دې ته مجبوره کیږي چې وسلې ته لاس کړي. په قصدي ډول دوي څخه تروریست جوړیږی. پښتانه به د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي. دوي په د تروریست نوم پر ایږدي.
اوس پنجشریان کوښښ کوي چې په نظام کی بدلون راولي، د صدارت چوکي ځانته اختصاص کړي چې بیا ولسمشر سمبولیک وي. او پنجشری به ټول واک ولري او دا چوکی به هم یوازي او یوازي د پنجشري وي.
پښتنو ته یوازي یوه مشوره زه لرم ، هغه دا چې لومړي دغه سمبولیک مشران چې د پښتنو د مشرتوب دعوه کوي ، دغه باید له مخه لیري کړل سي. چې اصلي مشران رامخته سي او د خپلو حقوقو لپاره باید سمه مبارزه وکړو.
همدارنګه پنجشریانو او اقلیتو قومونو ته دا وایم چې که دغه ته دوام ورکړي. نو تاسی به هم پر کراره ژوند ونه کړي.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery