مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فعال سیاست او له لاسته راوړنو ډکې پايلې

سميع الله افغانمل

 

 په وروستیو کې د افغان حکومت خصوصا په سياسي برخه کې د سیمه ایزې همغږۍ په برخه کې د ملي امنيت د شورا کړنې او هڅې د ستاينې وړ دي، ځکه دوی د يو معقول سياست په لړ کې سيمې ته وښوده چې په افغانستان کې شته ټپونه څومره ژور دي.
نن مې د چين يوه مهمه رسنۍ کتله په دې رسنۍ کې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سويلي او مرکزي اسیا د برخې د مشر خبرې وې، دوی په ټول کې په افغانستان کې د ترهګرو ډيروالي ته ځکه انديښمن وو چې اويغور وسله وال تیار په چين کې په ډيرو سیمو کې فعال دي.
چين يوه میاشت مخکې د دفاع له وزارت سره له ځانګړو ځواکونو د ملاتړ په خاطر يي د اويا ميليونه ډالره مرستې ژمنه کړې خو د دفاع وزارت ويلي دي چې دوی ته دې ګرځنده رادار او جنګي الوتکې ورکول شي يانې د دوی له مرستې او زموږ له اړتياوو ښکاري چې دلته یو څه زموږ سيالان په دې پوی شوي دي چې د ترهګرۍ ساري ناروغي ډير ژر دوی ته هم سرایت کوي.
افغانستان له چين سره په شمالي سيمو کې ګډه پوله لري په وروستیو ورځو کې چين د اويغور ياغيانو ډيروالي انديښمن کړی دی په افغانستان کې روانې ستونزې يو طرفه نه دي پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ځينې عربي ممالک، چچنيا او... هغه هیوادونه دي چې د دوی د وسله والو شتون عملا افغانستان ته زيان رسوي دا چې په افغانستان کې د تحميلي نښتې په پايله کې دوی ته موکه برابره شوې دا بیله خبره ده خو دا چې په تیرو ۱۴ کلونو کې ددې خبرې د درک په برخه کې يو وړ مکانيزم او سیاست نه وو نو دا د ستونزې اساسي برخه ده.
او اوس اوس ددې هیواد چارواکو ويلي دي که له طالبانو سره د سولې خبرې پايله ونلري باید د افغانستان د امنيت په خاطر بله لاره چاره ولټول شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د سويلي او مرکزي آسیا د برخې رئيس ويلي ژوا گانچینگ دي:« په اوس وخت کې د افغانستان له لوري چين ته نوي ګواښونه متوجې دي نو بیجينګ د افغانستان په خاوره کې له تروريزم سره پر مبارزه تمرکز کوي که د سولې خبرې پايله ونلري بیا نو لاس تر زنې نشو کيناستی اړتيا ده څو د کومې پيښې څخه مخکې وړ تدابیر ونیول شي.»
چين وايي کوښښ کوي چې د افغانستان به امنيتي برخه کې وړ رول ولوبوي دا رول له دې ښکاري چې چين، روسیه او ځينې نور هیوادونه عملا په دې پوی شوي دي چې لوبه بل لوري ته تلونکې ده او که دوی په خپل وخت ددې لوبې په کابو کې بريالي نشي نو شونې ده لوبه يي له لاسه و وزي.
اوس هغه کسان چې نيوکې کوي باید دا درک کړي چې دوی افغانان دي، دوی باید نور پوی شي چې د افغانستان ګټې باید تر شخصي او فردي ګټو مهمې وي، دلته ستره ستونزه همداده چې ډيری تر افغانستان ځان ته او تر ملي ګټو شخصي ګټو ته ترجيح ورکوي.
له دې خبرو راځئ يو څه درک کړو که په کاري یا امنيتي برخه کې ستونزې ډيرې شوې دي په سيمه ايز تقابل، همغږۍ او باالاخره نور په دې پوهول چې موږ ته زيان له د ننه نه بلکه له دې باندې اوښتی دی د تیرو ۱۴ کلونو په پرتله ډيرې لاسته راوړنې لرو.
چين لومړی وار نه دی چې انديښمن دی ډير مخکې په دې انديښنه کې وو چې اويغور وسله وال به ورته په سرخوږي بدليږي خو دا چې په افغانستان کې د نړۍ ټول ترهګر په نښته بوخت وو دوی کوښښ کاوو له دې لارې يي ختم کړي خو نن سبا دوی پوی شوي دي چې دا ستونزه په ننداره نه حل کيږي او کوښښ کوي چې نور عملا لاس په کار شي.
د ملي امنيت شورا سیاستونه تر ډيره د سیمې په ګټه هم دي دا چې شونې ده په سیمه کې ځينې مخربې کړۍ د ځينو افغانانو په شتون کې د ذهنيت خرابيدو هڅې وکړي خو راځئ د روسيی له مرستو، د هندوستان له جنګي الوتکو او بیا د چين د يو مهم چارواکي ننۍ خبرې تحليل کړو او وګورو چې دلته کیسه څه ډول ده او زموږ مشران سیاست څه ډول کوي.
په ټول کې سیاستونه په دوه ډوله دي لنډمهالي او اوږدمهالي:
لنډمهالی سیاستونه: يو کس ولسمشر شي ټول تمرکز يي په دې وي چې دی بايد په پنځو کلونو کې څه وکړي دی هر پلان ډير کوښښ نکوي تر پنځو کلونو اوږد کړي شونې ده يو نيم يي تر پنځو کلونو ډير وخت ته اړتيا ولري خو باالاخره يي ډير تمرکز په پنځو کلونو وي.
اوږدمهالي سياستونه: نوم ورکي سیاستوال، نوم ورکي سرتيري او ددې خاورې هغه غلي خو په سخت کار لګيا سیاستوال کوي چې تر پنځو کلونو ورته پنځوس راتلونکي کلونه او تر پنځوسو ور هاخا ورته پنځه سوه کاله وروسته راتلونکی حالت مهم وي.
موږ په افغانستان کې خورا ډير سياسي شنونکي لرو، ډير کسان شته دي چې په لسو، شلو نومونو مستعارې او عقده منې ليکنې کوي خو دوی يوازې ذهنيت خرابوي، دوی د رسنيزې پروپاګنډا هغه برخه ده چې کوښښ کوي اوبو خړې کړي او ماهيان پکې ونيسي، دلته ډيری د بديل پر ځای د یو وړ مدير د لټون پر ځان تر ټولو ښه مشر يا راتلونکی ولسمشر بولي خو هيڅوک دا نه ګوري چې دلته باید موږ د شعوري سياستوال په لټه کې شو.
د ټولنپوهنې يوه مقوله تل را ياديږي چې وايي:« هغه سیاستونه، هیوادونه او خلک بريالي دي چې سياست يي صادراتي نه بلکه له کورنۍ، ټولنې او له ټولنې بیا هیواد شموله ولس ته ترزيق شي» زه فکر کوم د ملي امنیت شورا سلاکار چې د تیرو ناخوالو او ستونزو خوږې او ترخې تجربې ورسره دي په دې برخه کې د يادولو وړ يو کس دی دی له يوې عادي افغاني کورنۍ را پورته شوی، سياست ته يي مخه کړې درې دورې يي بريآلی وزارت کړی دی او څو کاله په چوپه خولو له کومې هياهوی او يا دا چې دی په واک کې نشته لکه دا ځينې سياسي مبارزې، شعوري فکري سمون او.... ته مخه کړې او نن چې موکه په لاس ورغلې لکه د پوهنې وزارت، د کليو پراختيا او کورنیو چارو وزارت عملا غواړي سیمه ایز تقابل او اجماع رامنځ ته کړي.
راځئ ددې لاسته راوړنو په برخه کې په ګډه د يو مسول ملت په توګه د نقد تر څنګ مثبت کارونه هم وارزوو او د ټولنې د پوهيدا په خاطر خپل ملي او ټولنیز رسالت ادا کړو که داسې ونکړو نو ناشونې به وي چې زموږ ماته بيړۍ دې تر منزل پورې ورسيږي.
پای.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery